!حرکت وکړئ، چې پرمختګ وکړئ

حسان مجاهد

104

الله تعالی رسول اللهﷺ ته وايي: ای مدثره! ودرېږه او وېرول (دعوت) پيل کړه! [سورة مدثر]

الله تعالی د “حبيب النجار” په نامه دهغه کس ستاينه کړې، چې دخپل قوم د هلاکت او ګمراهۍ له وېرې څخه په منډه منډه راغی او خپل دعوت يې پيل کړ: “يو سړی دښار له پايه په منډه راغی او خپل قوم ته يې وويل: ای قومه! د رسولانو پيروي وکړئ!”[ سورة يس]

الله تعالی په قرآنکريم کې هغه کسان ګام په ګام غندلي او د ملامتۍ الفاظ يې ورته کارولي، چې له جهاده به پاتې وو او په کورونو کې به ناست و؛ له درو تنو صحابه کرامو کعب بن مالک، هلال بن اميه او مراره بن ربيع (رضي الله عنهم) څخه الله تعالی، رسول اللهﷺ او مؤمنان څلويښت ورځې خفه و؛ ځکه پرته له کوم عذر څخه يې ددين لپاره حرکت (جهاد) پريښودل.

ابراهيم (عليه السلام) خپل زوی اسماعيل (عليه السلام) ته وايي: زه الله تعالی په يو کار امر کړی يم؟ زوی يې ورته وايي: “همغه وکړه چې رب درته امر کړی” پلار يې ورته وايي: ته راسره مرسته کوې؟ زوی ور غبرګه کړه: “زه کومک در کوم” [البخاري]

هوکې دا حرکت و!
حرکت د مثبتو نتيجو زيږونکی ده او سکون (له یوه کاره پاتې کېدل او زړه نازړه کیدل) د نتیجو او لاسته راوړنو شنډونکی دی، حرکت ددعوتګرو په قاموس کې ژوند او سکون مرګ بلل شوی، حرکت پيل دی او سکون پای دی، حرکت د پرمختګ، او سکون د شاتګ ضامن دی، حرکت د ژوندیو، او سکون د بې روحه انسانانو کردار دی!

داسلام په لومړنيو کلونو کې مسلمانان دحرکت په سبب لکه دلمر وړانګې دځمکې په ټولو اطرافو کې خواره واره شو، ښارونه يې فتحه کړو، د بندګانو زړونه يې له کفر او شرک څخه آزاد کړو، توحيد ته يې دعوت پيل کړ، طاغوتانو ته يې شکست ورکړ او خلک يې د جنت په لور رهي کړو. دوی دحرکت له برکته دژوند په تاريکيو کې روښانه څراغونه وګرځيدل، چې په نتيجه کې يې باطل له لمبو وروسته ايرې کړ او له حرکته وروسته يې ووژل.
امام شافعي (رحمه الله) خپل عشق له حرکت سره تمثيلوي او له سوستي سره خپله کرکه څرګندوي، نوموړی سکون له هغه اوبو سره ورته ګڼي، چې د ډیر وخت په تیريدو سره خرابې او بدبویه وګرځي، نوموړی په دې پوره باور لري، چې زمری هم کله چې دخپل ښکار لپاره حرکت ونه کړي؛ نو له هلاکت سره مخ ده، دا شان غيشی که له ليندې څخه حرکت ونه کړي، نو خپل هدف ته نه رسېږي، لمر که په يوه ځای ودريږي او حرکت ونه کړي، نو عرب او عجم به ټول په خفګان کې واچوي.

نن ډير با استعداده کسان دا يوه ناروغي لري، چې حرکت نه کوي، خپلې چارې پرمخ نه وړي، ځنډوي يې او په تعميل کې يې زړه نا زړه وي، ډېر بيا د تسويف (کار ځنډولو) په رنځ اخته وي.
موږ بايد حرکت وکړو او نورو ته حرکت ورکړو، وخت روان دی، بايد موږ هم ورسره روان شو، نړۍ روانه ده بايد موږ هم ورسره روان شو، معاصر جاهليت او الحاد مخ په وړاندې روان دی بايد موږ هم پرمختګ وکړو او مخه يې ونيسو، باطل پرستان ناست نه، بلکې روان دي او منډې وهي، نو بايد موږ هم له حق څخه ددفاع او د باطل په وړاندې دمبارزې لپاره منډې ووهو او شاته پاتې نه شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.