بریکس سازمان او افغانستان

غلام نبی ګل

373

بریکس سازمان به د سازمان د عمده هیوادونو په څلورلاری  کی د افغانستان موجوده ګی نه غیر نیمګړی وی

کاشکی نړی یا د ځمکی کره د بریکس په شان سازمانونو او ټولنو څخه ډکه شی په سیمه او نړی کی به ډیری اقتصادی او امنیتی مشکلات د حل لاری ومومی باور دا دی چی د بریکس بنیاد ګذار څلور مهم پر نفوسه هیوادونه به د خپل دور و بر هیوادونه هم د دی سازمان برخه وګرځوی دافغانستان د خلکو هیله مندی داده چی افغانستان به په منځنی اسیا کی د یوی څلور لاری په توګه او همدا شان د طبیعی دست ناخورده پراخه زیرمو لرونکی  هیواد په حیث د بریکس هیوادونه له پامه ونه غورځوی که څه هم په دی برخه کی یو څه ستونزی شته چی حل یی تر ډیره د اسلامی امارت مشرانو پوری اړه لری.

د یو لوړ پوړی امریکایی چارواکی د خولی خبره ده چی یو ژورنالست ته یی د دی پوښتنی په ځواب کی چی تاسو ولی له افغانستان نه ووتلی امریکایی چارواکی ورته په ځواب کی ویلی وه چی د افغانستان صاحب یعنی مالک پیدا شو طبیعی خبره ده چی هیڅ مالک د خپل ملک ټول شته او دار و ندار په اوبو نه لاهو کوی تر ډیره باور داده چی د بریکس هیوادونه به د اسلامی امارت سره د بریکس د یو مهم غړی د جوړیدو په غرض یوی پایلی ته ورسیږی او هغه دا چی یو څه به اسلامی امارت د چنار له سر نه راښکته شی او یو څه به د بریکس هیوادونه ورپورته شی د ځمکی د کری دا پراخه سیمه چی د ټولی نړی شاوخوا ٦٠ فیصده نفوس پکی میشت ده او لنډ په لنډ خام مواد،بازار او پراخه بشری نیرو او په عین حال کی یی د  ارضی مشکلاتو پر سر د اور بلیدو امکانات هم د نړی تر نورو سیمو زیات دی او له بلی خوا د نړی تودوخه او وچ کالی چی په پایله کی به یی د اوبو پر سر جګړی رامنځته کیږی او په همدی ډؤل دا پراخه سیمه چی بیکاری،لوږه،خوارځواکی،مهاجرت او د مغزو فرار یی هره لحظه ګواښی د بریکس په شان یو غیری نظامی او په مساوی حقوقو ولاړ سازمان یا تنظیم یی د حل یواځینی لار وه اوده.

دا چی ویل کیږی شرق د تمدنونو مور ده په دی سیمه کی د بریکس سازمان جوړیدو دا ثابته کړه.

د نړی فعلی بحرانی حالت ته په کتو د غرب پر وړاندی طبیعی ځواب خو دا وه چی دلته ناټو ته ورته سازمان جوړ شوی وای هیله مندی دا ده چی د بریکس سازمان جوړیدو سره به د غربی لیونیانو (چی د نړی د دوه نړیوالو جګړو په جریان کی یی په میلیونونو انسانان وژلی او دوی عاملین دی) ماغزه کار کول پیل کړی د تفرقی له سیاسته به  لاس واخلی او د غلام کولو پالیسی به تر شا پریږدی.

د بریکس د موجوده هیوادونو او هغه هیوادونه چی په نژدی وخت کی به د دی سازمان برخه وګرځی یوه ځانګړنه دا ده چی اشتی ناپذیره دښمنان په داسی خوږو دوستانو بدلیږی چی چا یی فکر هم نشو کولی لکه هند او پاکستان،چین او هند،روس او چین.

د بریکس سازمان په بنیاد ایښودونکو کی د لاتینی امریکا د پراخه هیواد برازیل چی ٨٠ فیصده د امازون سر سام اوره ځنګل یی د هیواد برخه ده د بریکس په سازمان کی به یی موجودیت لکه لمر وځلیږی او نور غربی هیوادونه به تری الهام واخلی.

هغه څه چی تمه کیږی په لنډه کی  د بریکس سازمان دفعاليتونو له ا مله را منځ ته شی هغه اعتماد جوړیدنه ده چی د سیمی حریف هیوادونه به یو بل په اعتماد کی واخلی دا اعتماد او باور به اهسته اهسته د مراوداتو په جریان کی د شک او تردید دروازی یو په بل پسی وتړی.

د بریکس سازمان نه د پراخو او هر اړخیزه هیله مندیو او توقعاتو په لړ کی یوه اهمه توقع داده چی د سازمان غړی هیوادونه به د مختلفو سیاسی،مذهبی افکارو او مکتبونو با وجود د سازمان اقتصادی اهدافو ته متعهد پاتی شی او د سازمان د غړو هیوادو کلتوری حساسیتونه به په پام کی ونیسی توقع ده چی د بریکس سازمان به د امریکا لخوا په سیمه کی د ترهګری په نوم د جنګ ریښی یو په بل پسی وباسی د منځنی اسیا هیوادونه به چی ویل کیږی امریکا یی روسانو ته د سر خوږی د پیداکولو په غرض د نارامی کوشش کوی د ارام ساه واخلی د هند او پاکستان او همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترینګلی اړیکی به د رغښت خواته لاړی شی.

د بریکس سازمان په پښو درول یواځی د حکومتونو او سیاست والو کار ندی د دی سازمان د غړو هیوادو ټول افراد باید که هغه اقتصاد دان ده،پروفيسور ده،متفکر ده،صنعت کار ده خلص دا چی هر څوک په خپله برخه کی د متفکرانه طرحو او پالیسیو نه نیولی د مینی او هم زیستی په ترویجولو پوری د پراخ مردمی ملاتړ نه برخورداره شی دا چی غربی هیوادونه په سر کی یی امریکا په دی سیمه کی د لسګونو کلونو راهیسی په خپل پوهنتونونو کی روزل شوی ایجنټان او استخباراتی ریښی لری نو ضرور به بریکس ته د سر خوږی د پیداکولو هڅه کوی او دا هڅی د پراخه مردمی ملاتړ په ذریعه خونثا کیدای شی.

داسی اټکل کیږی چی د بریکس سازمان له هر اړخیزی توسعی او پراختیا سره به د بریکس سازمان اخری لاسته راوړنی  چی اینده نسلونه به یی شاهدان وی د زمان عقربه  شاته راولی او د غرب نه به شرق ته د مهاجرتونو او د مغزونو فرار پیل شی.

١٤٠٣/٨/١٣

ایا ملا او مکتبي آشتي ناپذیره دی؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.