پنځه ویشت کاله مخکی ارواښاد نجیب(زما یو ملګری چی په لندن کی یی سکته وکړه) د خپل پلار له خولی راته قصه کوله چی څنګه د شهید داود خان په جمهوریت کی والی شوی د پلار نوم یی زما نه ده په یاد خو په خټه د ننګرهار دولتزی وه خو وروسته په مزار شریف کی میشت شوی.
نجیب راته ویلی وه چی پلار می ویل چی د داود خان واک ته تر رسیدو دری ورځی وروسته د بلخ د امنیه قوماندانی نفر را پسی راغلل او زه یی د تورو شیشو موټر ته پورته کړم ما چی هر څه ورته ویل چی څه خبره ده ما څه ګناه کړی د دوی ځواب دا وه چی خبری مه کوه موږ هم خبر نه یو نوموړی ویل چی پلار می وویل چی تر پنځه شپږ ساعتونو پوری موټر مزل وکړ،شپه وه خو دومره پوهیدم چی موټر د کابل په لور روان ده کله چی له موټر نه د راښکته کیدو راته وویل شو ګورم شاهی ارګ ده موظف نفر ولاړ وه زه یی د ارګ میلمستون ته رهنمایی کړم میلمستون ته په رسیدو وپوهیدم چی ډیری نور هم زما په شان راوړل شوی دی نوموړی ویل چی پلار می ویلی چی بعضی می پیژندل او بعضی می نه پیژندل،له پیژندلو می وپوښتل چی څه خبره ده ولی موږ دلته راوړل شوی یو د هغو ځواب دا وه چی موږ هم نه پوهیږو خو زموږ د ټولو تسکین او ډاډ دا وه چی ټول دلته راوستل شوی د هیواد نخبه،علمی،تحصیل کرده،روښانه ماضی لرونکی او باتقوا شخصیتونه وه موږ ټولو فکر کاوه چی د مشوری لپاره به راوستل شوی یو ځکه زموږ د اکثریتو د داود خان سره کوم پټ لین او ډین نه وه.په موږ کی د ټول افغانستان د هر قوم،ژبی او مذهب کسان وه تر دوه دری ورځو د تازه نفرو راتلو دوام درلود په څلورمه شپه د غونډی تالار ته بوتلل شو داود خان راغی تر لنډ روغبړ وروسته داود خان وویل چی غواړم خپلی تفصیلی خبری له تاسو سره بیلی بیلی شریکی کړم زه یو یو تاسو پیژنم له کلونو می تر څار لاندی وی تاسو نه د پاچا غوړه مالان وی،نه د ملکۍ او نه د بهرنیو استخباراتو،د وطن او د خپلو خلکو چوپړ،تاسو هم ماته او هم خپل ولس ته نژدی کړی یاست یواځی او یواځی د خپلی تقوا منندویه واوسی.ورپسی د غونډی منشی د وظایفو له یو اوږد لست سره د دریځ شاته راغی تر سلام وروسته یی اوله خبره دا وه چی ستاسو له جملی څخه غور ته د والی په حیث څوک ځی تر لږ سکوت وروسته یو تن ګوته پورته کړه په همدی ترتیب ټولو ولایتونو او لویو ریاستونو ته هر چا په خپله خوښه د خپلی تعلیمی رشتی مطابق ځانونه ونومول.
په اخر کی منشی پنځو ولایتونو ته نومول شوی یاد کړه چی په تالار کی پاتی شی او نور میلمستون ته تشریف یوسی ریس صیب داود خان له تاسو هر یو سره بیلی بیلی خبری لری خو په خپل نوبت.نوموړی ویلی چی موږ میلمستون ته راغلو خو تر هغه ویښ پاتی شولو تر څو له ریس صیب سره ملاقات کوونکی راستانه شوه وموپوښتل چی ریس صیب تاسو ته څه څه وویل کومی پوښتی یی در څخه وکړی؟او که هدایتونه وه نوموړو وویل چی دا یو هم نه وه موږ ته یی وویل چی په مدیریت او اداره تاسو خپله ښه پوهیږی په همدی خاطر غوره شوی یاست ریس صاحب موږ ته بیل بیل د هغه ولایت په اړه معلومات راکړه چی موږ انتخاب کړی وو د بیلګی په توګه د ولایت د اوسیدونکو قومونو،کلتور او عادتاتو،سواد او زده کړو،اقتصادی منابعو،له ولس سره سخت یا نرم سلوک،د متملقو (چارکولاګانو)اشخاصو ته وخت نه ورکول او له وخت نه د اعظمی استفادی په اړه معلومات راکړه نوموړی زیاته کړی چی له ریس صیب سره د هر نفر خبری خلاصیدی بی له ځنډه خپل مربوطه ولایت یا ریاستونو ته تلل.
په هر حال په تیرو نامورو او باتقوا رجالو پسی تأسف نه، بلکی دعا ورته پکار ده،او له تجربو نه یی استفاده.
وړاندی تګ،هوساینه،اقتصادی،سیاسی،نظامی او کلتوری پیشرفت د هر انقلاب او بدلون زیږنده وی او د انقلابیانو په لومړیتوبونو کی قرار لری خو موږ خپلو جیبونو ته لومړیتوب ورکړ.
د طالبانو لومړی پاڅون یا لومړنی پاچاهی ولس امیدواره کړی وه خو دا هیله مندی تر ډیره ونه پائیده طالب یا تجربه نه درلوده،یا یی لاس تش وه،یا بهرنی دسیسی وی او متصل یی اشغال.
خو د شل کالو په تیریدو هیله مندی دا وه چی د طالب د رهبری حلقی به لکه د نړی د اکثرو هیوادو د انقلابونو د رهبری کوونکو په څیر د جنګ د رهبری په خوا کی په یو لاس کی کتاب او په بل کی ټوپک اخستی وی هم به یی د خپلو او هم به یی د مسلمانی نړی د کامیابو انقلابیانو کارنامی او اقتصادی برنامی مطالعه کړی وی له صدر اسلام نه واخله بیا تر عثمانی امپراتوری پوری چی تر سوونو کالو پوری وپائیده،تجربی به له ځان سره ولری خو تر اوسه د تیرو تجربو نه د استفادی څرک نه لیدل کیږی په هر حال زموږ وظیفه خپلو معززو چارواکو ته په یادول دی.لوی احمد شاه بابا یو نظامی وه خو د هیواد اقتصادی،کرنیز،
مالیاتی،ښوونیز……سکتورونه یی د خپلو نظامیانو په لاس نه دی ورکړی دا لنډ په لنډه ظاهر شاه او شهید داود خان نظامیان وه ملکی بستونه یی په نظامیان نه دی ډک کړی ملت له خپلو موجوده چارواکو نه ورته هیلی لری.
طبعی خبره دا ده چی انقلاب زپلی بدلون غواړی موږ باید بدلون راولو که نغد په نغده نه وی،زموږ صبور ملت ده د بدلون د تهدابونو په کیندلو یی هم تنده ماتیږی خو که موږ ورته وخت پیدا کړو.
وما علینا البلاغ
١٤٠١/٢/١٧
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.