ډبيلو‌ايف‌پي: افغانستان کې د بې‌وزلۍ له امله ځينې کورنۍ خپلې وړې نجونې واده کوي

168
په افغانستان کې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې چې طالبان واکمنان شوي، د ميلیاردونو ډالرو مالي مرستو سره-سره په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې ده.

د خوړو نړیوال پرورګرام یا (WFP) وايي، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او لوږې زیاتېدل د دې سبب شوي، چې ځینې کورنۍ خپلې وړې نجونې واده کړي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د خراب بشري وضعیت په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو په لړ کې د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، بې‌وزلي او لوږه په دغه هېواد کې په وړوکوالي کې د ځینو نجونو د ودولو سبب شوې ده.

د خپلو نورو ماشومانو د تغذیې لپاره د اسانتیاو د نشتوالي له کبله مې خپله پنځه کلنه لور واده کړه.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام دفتر د پنج‌شنبې په ورځ (د اکتوبر پر ۱۷مه) پر خپله ایکس‌پاڼه د یوه سړي کیسه شریکه کړې، چې د بې‌وزلۍ له امله د خپلې پنځه کلنې لور ودولو ته اړ شوی دی.

دغه سړي د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په خپره شوې ویډیو کې ویلي: “د وچکالۍ د اغېزو له کبله او د خپلو نورو ماشومانو د تغذیې لپاره د اسانتیاو د نشتوالي له کبله مې خپله پنځه کلنه لور واده کړه. لس پنځلس منه غنم مې پور کړل او ومې کرل، مګر ما د وچکالۍ له امله حاصل ټول نه‌کړ. زما په لاس کې هيڅ نه‌شته، زه هک حیران یم، موږ د الله له دربار پرته بله چاره نه‌لرو.”

دا معلومه نه‌ده چې دغه سړی د افغانستان د کوم ولایت دی.

تر دې مخکې هم په هېواد کې يوشمېر کورنيو ويلي وو، چې د بې‌وزلۍ له امله اړ شوي چې خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کړي، یا یې هم وپلوري.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیال ویاند ضیاالدین صافي تېره اوونۍ ازادي راډیو ته ویلي وو، چې د اقلیم د بدلون له امله په هېواد کې لوږه مخ په زیاتېدو ده.

د صافي په خبره، پرله‌پسې وچکالیو او د اقلیمي بدلون د کړکېچ په پایله کې د سېلابونو زیاتوالي، د افغانستان ټول ولایتونه اغېزمن کړي دي.

د ملګروملتونو د شمېرو له‌‌مخې، بشري مرستو ته د اړو کسانو ټول‌ټال شمېر ۲۹ ميلیونو ته رسېږي.
د ملګروملتونو د شمېرو له‌‌مخې، بشري مرستو ته د اړو کسانو ټول‌ټال شمېر ۲۹ ميلیونو ته رسېږي.

په افغانستان کې د ژمي په درشل کې په هېواد کې د خراب بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د بودیجې د کمښت له امله به په سږني ژمي کې یوازې شپږ ميلیونه اړو کسانو ته خوراکي توکي ورسوي.

د دې ادارې په وینا په افغانستان کې ۱۲ ميلیونه خلک خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې چې طالبان واکمنان شوي، د ميلیاردونو ډالرو مالي مرستو سره-سره په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې ده.

د ملګروملتونو د شمېرو له‌‌مخې، بشري مرستو ته د اړو کسانو ټول‌ټال شمېر ۲۹ ميلیونو ته رسېږي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.