د سترګو کسو ته باڼه اغزي شول
د مور زامن لاړل د بل پوزي1 شول
پر یوه غیږ پر یوه خاوره را لوې
لرې له خيل شول له پردو پردي شول
پر نیمه لاره نیمه خوا پاتې یوو
ستر هوډ لرونکي مو پر اور ستي شول
چې یې د هیلو ډیوې بلې وړلې
اوس یې هیر کړي پر بل خوا رهي شول
پر دښتو سره غاټول ونه غوړیدل
غاړې یې وچې پاتې وچ لرګي شول
واکدار پر جبر د ولس ساه زندۍ کړه
ځوانان پر تیښته د ظالم بندي شول
پر ګریوانه یې را تویږې اوښکې
جینکو ویل زموږه مات تندي شول
د ژوند ډګر کې مو ماتم روان دی
ښوونکې څه لا ښوونځي ګونګي شول
پر جنتي خاوره ړانده حاکم دي
لالونه ورک، پردو ګاڼو غمي شول
۱-پوزې یا پزه کې د کلو او بانډو خلکو د کور فرش دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.