ماکیاول یا ماکیاولی چی په فلورانسی منشی باندی هم شهرت لری په ۱۵۳۲ کال، خپل کتاب د (پرنس) په نامه خپور کړ، چی د نړۍ د سیاسی تیوریګانو په اړوند، خورا یو جنجالی کتاب شمیرل کیږی.
ددی کتاب محتویات د هغه هنرونو په تشریح او توضیح باندی څرخی چی باید یو سیاستمدار یی د سیاسی قدرت د اخستلو او ساتلو په لیاره کی تری د وسائلو په توګه کار واخلی.
د ماکیاول په نظر د یوه سیاستمدار دپاره، قدرت ته د رسیدو او ساتنی دپاره هيڅ معنوی او اخلاقی معیار لکه عدالت، انصاف، مروت او داسی نور، کوم مفهوم نلری.
دده په نظریو زمادار باید د خپلو اهدافو تر سره کولو دپاره باید د هیڅ نوع ظلم، تشدد، اجحاف او مذهبی او اخلاقی معیارونو نه د انحراف خوف ونلری او ډډه ونکړی.
څکه د قدرت ساتنی په لیار کی غیر د اخلاقی معیارونو تر خپو لاندی کولو پرته، بله لیار نشته، ځکه قدرت غوښتنه په خپل ذات کی اخلاقیات نه پیژنی.
زمامدار باید د خپل د قدرت د بقاء دپاره له اخلاقی جنایت لکه د رقیبانو وژنه او ترور کول، خیانت، جنایت او داسی نورو مفاهیمو څخه چی اخلاقی بڼه او اړخ لری دریغ ونکړی.
د زمامدارمقام تر قانون او مذهبی او اخلاقی معیارونو جګ دی، د زمامدار اراده د قانون حیثیت لری یعنی د زمامدار مقام، تر قانون لوړدی.
زمامدار باید د ټولو ناوړو تصامیو مسئولیت د نورو په غاړه واچوی او ځان پاک او بی ګناه وښایی، د زمام دار دپاره هر رنګه نامشروع عمل، د نوروغولول، بی رحمی او بی عدالتی، خود خواهی او جاه طلبی، په خلکو نه اعتماد، ځان له نورو نه جګ ګڼل، د نورو نه د خپلو هدفونو پټ او مخفی ساتل، نورو ته د دشمن به سترګه کتل، په ټولو بی اعتمادی، چاپلوسی او غوړه مالی، د ثروت او شهرت هڅه، نړۍ ته په بده سترګه کتل او داسی نور، ټول نورمال او طبیعی ګڼل کیږی.
د بزم د انجمن شمع او د رزم د ډګر قهرمان، ملی ستر مبارز، ستر مفکر، د شعر او نثر د نړۍ شاهنشاه، لوی داهی او لارښود، خوشحال بابا تقریبا سل کاله وروسته له ماکیاول څخه د زعیم او زعامت په اړه د (دستار نامی) کتاب وکیښ.
د غربی تمدن او د رنسانس نه وروسته د سیاست پوهنی د فیلسوف ماکیاول کتاب چی انسانی نړۍ ته د سیاسی تزویر سفارش کوی، سل کاله وروسته په خپل کتاب کی خپلی ټولنی ته هغه اصول معرفی کوی چی د ماکیاول د کتاب د ټولو محتویاتو سره په تضاد کی قرارلری.
دلته تاسی د یوی مهذب او متمدنی نړۍ د یوه سیاسی فیلسوف ماکیاول او په شرقی او په تیره پښتنی ټولنه کی، چی دهغی وخت د غربی د ټولو تمدنی انکشافاتو او امتیازاتو او فکرونو نه بی برخی وه د یوه پښتون مفکرانساانی تفکرات سره مقایسه کړۍ.
هغه خوشحال بابا چی څه عمر یی د مغولی دولت په خدمت به جګړو کی تیر شوی او هغه خوشحال بابا چی د ژوند تر آخره د مغولی استبداد پر ضد ودرید او د پښتنی ټولنی په تاریخ کی یی د خپلی مبارزی بنسټ د ملیت غوښتنی په تفکر پریښود.
څرنګه چی فرمایی:
د افغان په ننګ می وتړله توره
خوشحال بابا د مغل د پادشاه په حقله وایی:
اطاعت د اولی الامرځکه نکړم
چی پادشاه د زمانی په زړه کافر دی
خوشحال بابا وایی
پس لدی نه دی دا عزم
د خوشحال د خاطر جزم
یا نیولی مخ مکی ته
یا مغلو سره رسم
بابا په جمات کی د عبادت او ریاضت او مکی ته د تګ او زیارت پرځای، ملی مبارزی او د خاوری آزادۍ ته ترجیح ورکویی څرنګه چی وایی:
آزادی تر پاچاهی لا تیری کاندی
چی د بل د حکم لاندی شی زندان شی
بیا هم وایی:
بله هیڅ لیدلی نشی په دا منځ کی
یا مغل له ملکه ورک یا پښتون خوار
خوشحال بابا بل ځای فرمایی:
د مغل منصب می پریښود هسی خوښ یم
لکه خلاص د لویه بنده بندیوان شی
دا نادره عقیده لکه زما ده
لا عجب که بل پیدا هسی افغان شی
و مغول وته به هسی کار ښکاره کړم
چی راضی را څخه روح د فرید خان شی
علامه اقبال چی د خوشحال بابا له نظریاتو نه الهام اخستی وه، د ځان به مورد کی وایی:
مرا بنګر که در هندوستان دیګر نمی بینی
برهمن زادۀ رمز آشنای روم و تبریز است
دلته دا د یادولو وړده چی څلور سوه کاله وروسته د خوشحال به څیر یو بل افغان هم پیدا کیږی چی د هغه نوم محمد ګل مومند دی، څرنګه چی لوی استاد پوهاند رشتین یی د جنازی په مراسمو کی وویل چی:« محمد ګل مومند ددی عصر خوشحال ختک دی، دی هم د خوشحال بابا په څیر د توری او قلم خاوند وه.
خوشحال بابا بل ځای فرمایی:
ځینی څه لویی دعوی لرم په زړه کی
ولی څه وکړم پښتون واړه بی ننګ دی
د خوشحال بابا د پښتنو نه دا سر ټکونه د هیواد په معاصر تاریخ کی هم څرګند مثالونه لری او هغه د ځینو پښتنو مشرانو د بچه سقو نه حمایت دی لکه په مشرقی کی د ملک قیس او د مرحوم حیدر جبارخیل په روایت د ارسلا او ارسلایی د کورنۍ مشرانو، چی د بچه سقو په مرسته کی ودریدل.
سورجرنیل محمد عمر خان ناسر (ناصر) هم د غازی امان الله خان نه د مرورتوب له امله لمړی د بچه سقو په حمایت کی ودرید چی بیا وروسته د پښتنو د مشرانو د پیغور له امله د بچه سقو پرضد، د ملی مبارزی په سنګر کی ودرید.
همدا زار د ربانی او بنجشیری مسعود به دوره کی ډیر بی ننګه پښتانه د دوی په حمایت کی ودریدل.
اوس به بیرته راشو د خوشحال بابا د دستار نامی د کتاب هغه صفاتو ته چی باید یو زمام دار د هغی خاوند وی : د ځان معرفت یا خود شناسی، علم، کسب او کمال، شجاعت او شهامت، سخاوت، د اولاد سمه تربیه، احترام او درناوی، د معیشیت اسباب، د ښځو سره سم معاشرت، د زراعت او کرهڼی هنر، تجارت، د خپل نسب شجره او تاریخ پوهه ، د موسیقی علم او هنر، د ښه خط لیکلو هنر، د شطرنج هنر، د نقاشۍ او تصویرهنر، د تیر اندازي هنر او کمال، د آس سوریدو کمال، د شعر او شاعرۍ هنر، د لامبو وهلو هنر، د ښکار کولو کمال او لیاقت ( خوشحال بابا د ښکار د هنر به اړه یو کتاب لیکلی دی چی «باز نامه» نومیږی) میړانه، مشورت، په خپل هوډ ولاړتیا، شرم او حیا، عفو او کرم، عدل او انصاف، توکل، خوف و رجاء یعنی د خدای نه ډار، د ملک انتظام، حزم او احتیاط، او داسی نور.
خوشحال بابا د زمامدار او د پګړی د خاوندانو په اړه فرمایی:
چی دستار تړی هزار دی
د دستار سړی په شمار دی
د خوشحال بابا دا وینا د هیواد په وروستۍ پنځوس کلونو کی، د کاغذی مشرانو په اړه، سل په سلو کی صدق کوی
ما د استاد خادم صاحب له خولی اوریدلی وه چی د خوشحال بابا یوه میرمن د بابا سره ژوند نه غوښت او طلاق یی غوښت، نو خوشحال بابا هغی میرمنی ته طلاق ورکړ، نو یوه ورځ خوشحال بابا پر آس سپور او د یوه کلی نه تیریږی، چی ګوری د هغه مطلقه میرمن د یوه ځوان تور رنګه مصلی سره په پټی کی کارکوی، نو خوشحال بابا چی دا حالت ګوری نو په خپل یو شعر کی وایی:
نه خوشحال وای نه خټک وای نه خانی وای
چج په لاس تور مصلی وی خو ځوانی وای
تاسی وګورۍ د خوشحال بابا تنور ته، چی څلور سوه کاله دمخه حاضریږی چی خپلی میرمنی ته طلاق ورکړی چی حتی څلور پیړی وروسته نن ورځ په پښتنی ټولنه کی ښځی ته طلاق ورکول نا شونی کار بلل کیږی.
خو له بده مرغه ځینی بی لکۍ څلوربول او بی فرهنګه فارسیستان د داسی لوی ملی ژعیم او لارشود او نورو پښتنو مشرانو پسی غاپی.
د مولانا، وینا دلته صدق کوی چی وایی:
بر مرده دلان پند مده خویش نیازار
زیرا که ابوجهل مسلمان شدنی نیست
هر سنګ و ګلی ګوهر نایاب نګردد
هر احمد و محمود رسول مدنی نیست
د خپلو املایی تیروتونو څخه معذرت غواړم
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.