خوشخطي

اجمل ښکلی

136
يو وخت مې په دوو قلمونو د ليک چل زده کړی و، فکر مې کاوه، چې هغه څوک د اوسېدو حق نه لري، چې دا ډول ليک يې زده نه وي. کله به مې ويل، چې بېخي جاهل او بې کماله دي. مشرې خور ته مې دا فکر له خولې ووت، هغه رانه ماڼېجنه شوه.
هغه وخت زه په ښوونځي کې وم او مسايل مې نشو تحليلولای؛ خو وروسته وروسته متوجه شوم، چې د خپل کمال په اړه دا ډول فکر معقوليت نه لري.
يو بل لامل هم زما د هغه فکر تر شا ولاړ و. هغه وخت مې خط خراب و، اوس هم خراب دی. ما هڅه کوله، چې څرنګه پر دې ستونزه برلاسی شم او د مدرسې او ښوونځي د ملګرو ترمنځ مې د کمترۍ احساس رام کړم. د کمترۍ د احساس په شدت کې د مهاجرتوب لاس هم و. پېښورو ملګرو به مې خندۍ کولې، چې د مهاجرو په ښوونځيو کې تشه بېسوادي وي. ما په يوه قلم د ښايسته خط ليکلو چل زده نه کړ؛ خو په غبرګو قلمونو مې ګوزاره کوله، نو د محروميت په هغسې شديد احساس کې دا ناطبيعي نه برېښېده، چې په دوو قلمونو که څوک خوشخطي ونشي کړای، زه دې يې ناپوه و نه بولم او په يوه ډول خپله عقده په هغو خلکو سړه نه کړم، چې په سترګو سترګو کې يې زما په خط پورې خندل.
پخوا چي خطونه په لاس ليکل کېدل، مکتب ته د تګ يوه موخه د خوشخطۍ زده کړه وه. که چا به ښه خط نه درلوده او هر څومره به تکړه و، خلکو ورته د عالم په سترګه نه کتل، لا چې سپک يې ګاڼه. پلرونو به بچو ته پيغور ورکاوه، چې زما پلار يوازې شپږمه پورې درس ويلی و، داسې خط يې و لکه چاپ.
وروسته وروسته چې پر کمپيوټر ټايپنګ ډېر شو او لاسي ليک کم شو، زه هم په يوه ډول له لانجې خلاص شوم. خو يوازې دا لامل نه و، بلکې د ډېرو ښو استادانو ليکونه مې په خراب حالت کې وليدل او دې پايلې ته ورسېدم، چې ليک مازې وسيله ده، چې مازې ولوستل شي او منځپانګه ولېږدوي، کافي ده.
انسان د شيانو له افادې سره سم، د هغو ښکلا ته هم ګوري. که له لمر او بارانه د خونديتوب لپاره کور جوړوي، نو د خپل ښکلاييز ذوق د خړوبولو لپاره پکې نظم و سينګار ته هم ګوري. دا خبره د ليک په اړه هم کولای شو، چې که پيغام رسوي، بايد ښکلی هم وي؛ خو پخوا چې سواد او ليک کم و، ښکلا يې اهميت درلوده. يوازې دا نه، بېسوادو که ليک نشو لوستلای، د ليک د ښکلا درک يې درلوده؛ نو فکر يې کاوه چې علم په خوشخطۍ کې دی. که به دې خط خراب و، د نظر له غشي دې يې ځان نشو خلاصولای.
اوس چې ليکل او چاپول کمپيوټر کوي، د ليک وسيله يي اړخ راجوت شوی او ښکلاييز اړخ ته يې يوازې د خوشخطۍ په کورسونو کې توجه کېږي؛ خو اوس د شهرت بام ته څوک د خوشخطۍ په زينه نشي ختلای.
د ګڼو ښو ليکوالو خرابو خطونو دا تصور راکړ، چې که د چا موخه ښکلی خط وي، ښايي نوې خبرې راته و نه لري او چې څوک راته نوې خبره کوي، د خط په ښکلا پسې سر و نه ګرځوي. ممکن دا خبره مازې زما حدس وي يا په يوه ډول د خپلې پخوانۍ غوټې اشباع.
پښتانه وايي، چې خواړه د لوښې له مخې خوړل کېږي. زه چې په کمپيوټر ليکنه کوم، د ليک ښکلا ته ګورم، چې کوم فونټ خوند راکړي، هغه انتخابوم، ځکه د هغه له برکته له ليکلو خوند اخلم. ما تجربه کړې، چې دا ډول ليکنې مې خلکو هم په خوند لوستې. ارواپوهان وايي، چې لاشعوري غوټې او هيلې په سړي پسې د سيورې غوندې ګردې ګرځي. که په دروازه ووځي، په کړکۍ راننوځي. ممکن زه به د کمپيوټر په ښکلو فونټونو کې خپله هغه پخوانۍ کمتري رام کوم؛ خو د کمپيوټر او لاسي خط ترمنځ بيا هم توپير شته او هغه دا چې لاسي خط ته به پام کوې، چې دا ښايي ستا ذهن د منځپانګې او ليک ترمنځ ووېشي او له دې امله منځپانګې ته ډېره پاملرنه ونشې کړای؛ خو په ټايپنګ کې د فونټ اعمال د کمپيوټر پر غاړه وي او د ژبې ښکلا يا د منځپانګې نوښت او دقت ته دې له توجه څخه نه راګرځوي.
چې د څانګې آمر شوم، زړه کې اندېښنه راپرېوته، چې احکامو ته خو ښکلی ليک پکار دی؛ نو د خطاطۍ په کورس کې مې ځان واچاوه، په نستعليق مې د تورو د ليکلو چل زده کړ؛ خو هغه بايد ورو او په دقت ليکل شوي وای او ما چې عمرونه په خراب ليک تېر کړي وو او په ژر ليکلو روږدی وم، حوصله مې نه درلوده، چې په يوه جمله احکامو نيم ساعت تېر کړم؛ نو خوشخطي رانه بېرته هېره شوه او بېرته خپل پخواني ريتم ته وروګرځېدم.
پخوا چې د ليکلو يوازنۍ وسيله لاس و، ليک پرمختګ وکړ. په اسلامې نړۍ کې چې نورو هنرونو ته توجه کمه وه، د ليک پرمختګ ته لار هواره شوه. نسخ، تعليق، نستعليق، شکسته، ثلث او ګڼ ډولونه يې مروج شول، چې د صراحت لپاره نسخ او بيا نستعليق کارېده؛ خو د ښکلا په موخه تعليق او نور چې لوست يې اسانه نه و. اوس چې د انسان له لاسه قلم کمپيوټر اخيستی، د خط پخواني ډولونه، چې پخوا يې د سواد لپاره زده کړه الزامي وه، رانه هېر شوي دي.
د ليک ښکلاييز اهميت چورلټ ختم نه دی؛ خو د صراحت پر وړاندې کم شوی دی. اوس موږ او تاسو په ويبپاڼو کې ليکنې په دې خاطر نه لولو، چي ليک يې ښايسته دی.
…………………………………………
په غبرګو قلمونو زما د ليک تجربه وايي، چې ممکن موږ د خپلو مهارتونو، شوقونو، مسلکونو او وسايلو په اړه هم دا فکر ولرو. د ساينس يو محصل ښايي فکر وکړي، چې يوازې ساينس په درد خوري او ټولنيز علوم بې مانا دي يا يو ديني عالم نور خلک ځکه سپک وګڼي، چې ګنې ټول علم له ده سره دی او نور هسې ببولالې غږوي؛ خو ټول مسلکونه په اصل کې د ټولنې د اړتياوو د پوره کولو لپاره دي، ځکه اوس پخوانی وخت نه دی، چې خلکو به علم يوازې د علم لپاره يا د برم لپاره زده کاوه.
پخوا خلکو فکر کاوه، چې سواد دار هغه دی، چې خط يې ښکلی وي، اوس خلک فکر کوي، چې ښه مسلک هغه دی، چې سړی پرې شتمن شي. څرنګه چې د خوشخطۍ په اړه د پخوانو خبرې دقيقې نه وې، د مسلکونو په اړه اوسنی ټولنيز ذهنيت هم يوازې د خراب اقتصاد ښودانه کوي.
له خپل مسلکه د ژوند د ښه والي هيله درلودل بده نه ده؛ خو ستونزه يې دا ده، چې د فرد ذوق او د ټولنې اړتيا ته پکې نه دي کتل شوي. موږ او تاسو چې د نورو په سترګو ځان ته ګورو، ټول عمر مو له ژونده د خوند اخيستو پر ځای د نورو په سترګو کې د ځان او ژوند پر جوړولو تېر شي. د خط او مسلک په اړه د خلکو د ناسم ذهنيت بېلګې وښوده، چې د اکثريت رای په ځينو مواردو کې سمه نه وي، ځکه د سموالي، ناسموالي او ښه والي او ناښه والي په اړه نورې زاويې هم شته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.