دار

147
دلته ژوند د مرګي نوم دی دلته ښکلي په دار کېږي
جهان نه دی قتلګاه ده نازولي په دار کېږي
هر يو ښکلي دی خوشبو دی بدرنګ نشته په دې بڼ کې
هر يو مخ د ښکلېدو دی مور لوی کړي په دار کېږيخريدار که په رشتيا ېې ښه او بد په کې مه ګوره
نازولي د پلرونو ټول منلي په دار کېږي

زړونه کلک شول زمانه کې د يو غم د بل ښادي ده
په لمسون د زر خريدو نېک وګړي په دار کېږيپرسان نشته پرون غل و نن ېې تاج دی په سر ايښی
محوه کېږي نېک فکرونه ټول ښاغلي په دار کېږي

ملهم مه ږده پرې طبيبه! نور علاج ته حاجت نشته
د جلاد په حکم روغ او هم داغلي په دار کېږي

ځای کړه حال د ناسور زړه مې په غزل کې ای متينه!
هره ورځ د نوو وار دی نوي، نوي په دار کېږي

———————-
ډسمبر – ۵ – ۲۰۰۵
منټیکا – کليفورنيا

غزل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.