پښتو یوه اېرګاتیو ژبه ده

ډاکټر ماخان میږی شینواری

260

— پښتو یوه اېرګاتیو ژبه ده.

دا چې په نورو ژبو او په پښتو کښې له دې سره د موږ ژبپوهان سوچبوچ نا بلده دی او دا به دلته په ګوته کړم، چې موږ په پښتو کښې ټولې ستونځې هم- له دې سره د نابلدتیا له امله – لرو، نو دا به لږ ښه وڅېړو او دا به د خبرو منځ زړی یا منځټکی وګرځوو:

له اېرګاتیو څخه ژبلاریز څه پوهېږو؟

یوه پیل یادونه۱: دا به په داسې یو ډول وښایو، چې دا ښوونډول به یې همداسې نابلد وي، لکه خپله دا د څېړلو څه.

۲ :په هره ژبه کښې هر ژبتوکی یو پېژند لري او په بنسټ یې دنده پېژندل کیږي او بېلګه یې راول کیږي او باید راوړل شي.

پېژند:

 اېرګاتیو ژبې د ژبو له هغې ډلې څخه دي، چې هغه نومیناتیو او اکوزاتیو ژبې نه وي؟

دا نو څنګه نومیناتیو او اکوزاتیو ژبې نه دی؟

روښانونه یې:

ګورو چې خبره ټوله په کاسوز یا کاز case & kasus کښې ده.  ما دا د دې نوم  له دندې سره سم اړیکنیوونی یا اړیکټینګوونی بللی، چې دا یې ټیکټاک خوی یا کارونځای دی.

لومړی به د الماني ژبې کاسوس داسې لږ یا د کړو:

۱ – الماني ژبه چې د اېرګاتیو ژبو له ډلې څخ نه ده، څلور کاسوس یا اړیکټینګووني لري: بې له څېړنې

نومیناتیو، جینیتیو، داتیو او اکوزاتیو.

د کازوس سره سم یا د دندې سره یې سم په الماني کښې نومویوونه فلکتیرن کیږي یا بڼه بدلیږي او دا نوموییونه غوره کوي یا داسې دي:

Ich; mein, mir, mich

دا د الماني نوموییونو بڼه بدلېدنه ده، چې موږ یې په پښتو کښې دا بڼه بدلېدنه نه لرو

— دا د کازوس یا اړیکنیوونو غوره دنده ده او داسې و مخ ته ځو:

— و به ګورو چې د  Ich لپاره چې نومیناتیو دی، پښتو اړوند دوه نومځاینیوي لرو: زه او ما، چې د کارول دندې د ما په کتاب کښې په ورسره بلده توګه روښانه دي.

— و به ګورو چې د  mein لپاره پښتو اړوند ،،زه،، نه لرو او  ،،ما،، لرو، خو د ،، ما ،، پوهېدنه باید بدله شي، چې د کړونی او پرېکړوني ،، ما ،، نه وي یا د هغوۍ سره ،، ما ،، نه وي یا ښه یې: چې هغه کړونی او پرېکړونی یوځې ،، ما ،، نه وي. دلته نو باید د ،، ما ،، دنده د یوه مورفېم له لارې یا مرسته بدله شي.

— و به ګورو چې د mir  لپاره پښتو اړوند ،،زه،، نه راځي او ،،ما،، یواځې نه شو لرو دی، نو باید یو څه وي، چې دنده یې له کړوني او  پرېکړوني څخه ونه کړوني ته راواړوي.

—- دا به ګوره ښه په پام کښې ونیسو، چې پر دې باندې به نو موږ  دا زه، ما د پښتو د اړیکنیوونو لپاره څنګه  برابروو او ایا د اړیکنیوونو سره سم دا د پښتو نومځاینیوو لپاره څنګه ترتیبوو؟

په دې هکله په پښتو لیکنو کښې تر اوسه پورې هېڅ – یا هېڅ بریالۍ او سمه څېړنه نه ده شوې، نو له دې امله هم لږ نابلده او ستونځمنه ده او سره منل هم همدومره ستونځې لري او ما هم ورته له هغې بلدې لارې څخه یوه  بله د روښانه-کولو لار هم ( هغه بل ډول یې د ما په کتاب کښې شته)غوره کړه

په ترتیب دلته به د ، زه،، یا ،،ما،، لپاره دا راوړم:

دا نه څېړم، خو دا چې پښتو ولې نومیناتیو او اکوزاتیو ژبه نه ده، دا به لږ روښانه کړو:

یوه پر المانی باندې  یا د الماني  اکوزاتیو غونډاله:

Ich schlage dich

په پورته کښې Ich سبجکت، schlagen ترانزیتیو ورب او dich اکوزاتیو سبجکت دی.

که موږ دا پورته غونډاله په پښتو وژباړو یا یې انډول ولیکو، نو لیکو:

د اوس مهال لپاره.

— زه تا وهم.

د تېر مهال لپاره:

Ich habe dich geschlagen

د الماني ژبلار سره به سر او کار ونه لرو، خو د پښتو به روښانه کوو.

د پورته الماني غونډالې پښتو پوهېدنه:

—- ما ته ووهلې.

له همدې ځایه څخه به هرڅه په پام کښې نیسو.

— موږ په پورته دواړو غونډالو کښې، کړونی، پرېکړونی او کړنوییونه لرو، چې خپله دا نومونه یې د الماني له نومونو سره پوره توپیر لري.

ګوری الماني همهغه  سبجکت او  ابجکت لري د ترانزیتیو کړنوي سره او له دې امله دا الماني غونډاله اکوزاتیو ده. دا سجکت او ابجکت  پر پښتو باندې انډول یې کړوني او پرېکړوني دي.

— دا د پښتو غونډالې، نو د ژبلار له مخې کړوني دی. نو  په پښتو کښې د اړیکټینګوونو

پېژند:

— پښتو دوه کاز یا اړیکنیووني لري: رېکتوس( ولاړ یا کړونی) او اوبلیکوس( پروت یا نه کړونی)

کاز یا کاسوس، چې پښتو یې اړیکنیووني دي تر اوسه پورې داسې منظم یا تر اوسه پورې په دې توګه نه دې څېړل شوي.

دا چې دا ډېېېېر غوره دي، نو لږ به ورسره تم شو:

پښتو ژبه دوه اړیکنیووني لري

لومړی: کړونی اړیکنیوونی.

دویم: نه کړونی اړیکنیوونی:

دویم۱ : پرېکړونی اړیکنییونی

دویم ۲: نه کړوني اړیکنیووني:

دا دویم ۲ هم دوه دي:

دویم۲۱ : د خاوندوالي اړیکنیوونی.

دویم ۲۲ : د اړیکوییونو اړیکنییونی یا داتیو اړیکنیوونی:

لومړی: کړوني اړیکنیوون: دا چې ښه ورباندې و پوهېږو، له دې څخه د مخه لاندې یادونه:

لومړی غوره یادونه: پښتو درې ډوله کړنوییونه لري

۱ ـ هغه کړنوییونه، چې یواځې کړونی لري یا هغه وییونه چې کړل کیږي یا: یو څوک یې کوي.

لکه: کړوني: زه ځم، زه لاړم….

۲ – هغه کړنوییونه چې د کړونې برسېره پرېکړونی هم ولري یا یو څوک پر یو څه باندې څه کوي.

لکه: زه تا وهم. ما ته ووهلي. ( بخښنه دې وي، د ښه پوهېدلو لپاره مې دا کړنویی و ټاکه)

۳ –  هغه کړنوییونه چې کیږي یا کیدونی: لکه: سپین ولوېده.

یوه غوره د کړنوییونو له پېژند څخه:

 کړنوییونه په پښتو کښې بڼه بدلېدنه نه لري او د دې بڼه بدلېدنې دنده یې د سفېکسونه یا هغه پښتو یې پسې تړی، چې د ندې له مخې ما پوهېدنغزوونی بللي، ځکه دا د نورو وییونو سره چې راځي، نو پوهنه غزوي او دلته د کړنوییونو پوهېدنغزووني دي

اوس راځو و لومړي اړیکټینګووني ته:

دې لاندې ته به هم همدلته پام وکړو:

موږ په پښتو کښې د یوګڼ لپاره دوه نومځاینیوي لرو:

لومړی کس:زه، ما.

دویم کس: ته، تا.

دریم کس: هغه، هغه، هغې.

کله، کله د ه پر سر باندې یو ګوډی الف راځي، و ما تراوسه یا کله نه دي لیکلی.

—او د ډېرګڼ لپاره لرو: موږ، تاسو، هغوي….

یادونه زه به  زه او ما د لیکنې د لنډونې لپاره راونیسم.

د اړیکنیوونو پیل:

لومړی:  کړونی:

— د اوس او تېر مهال لپاره:  له هغه کړنویی سره، چې پرېکړونی نه لري: زه ځم، زه لاړم.

پام دې وي، چې دا دنده یواځې ،،زه،، و سر ته رسوي.

— د تېر مهال لپاره کړنوییونه، چې پرېکړونی لري: زه مڼه خورم، ما مڼه وخوړه.

یادونه۱ : په پورته کښې ګورو، چې د اوس مهال لپاره ،، زه،، کړنوی راځي او د تېر مهال لپاره ،، ما ،، ، چې دا ،، ما ،، به وروسته هم مل وي د مورفېمونو له لار څخه، چې هغه پوهنوړونکي دي او اړونده  پوهېدنه و نوموییونو ته  یووړل شي.

یادونه: دا یادونه راته همدلته اړیینه برېښي، چې غونډلې باید پوره ولیکل شي او نه یواځې پوه وړ او نیمې.

پښتو خو د موږ ژبه ده، که کومه غونډاله نیمه ولیکو، نو هم پوهېږو، چې موخه څه ده. لکه: ځم. دا به لومړی کس وي، خو دا پوره غونډله نه ده. د کړنوي څخه یواځې غوڼداله نه جوړیږي. هغه کوچنۍ غونډاله کښې باید د کړنويي سره کړونی وي، لکه: زه ځم او همداسې له ،،وهم،، سره. له دې سره باید کړونی او برېکړونی وي، که نه! نو بیا دا ناپوره غونډاله ده.

دویم اړیکنیوونی:

دا له هغو کړنوییونه سره راځي، چې کړونی هم ولري. دا له نامه څخه هم څرګنده ده.

اوس مهال: ته ما وهې.

تېر مهال: تا زه ووهلم

یادونه: ګورو، چې  په کړوني اړیکنیووني کې زه د اوس مهال لپاره کارول کیږي او ،، ما ،، د تېر مهال لپاره، خو په پرېکړوني کښې په څټ د اوس مهال لپاره ما او د تېر مهال لپاره زه راځي.

یادونه: موږ د نه کړونو اړیکنیوونو لپاره دوه څه ته اړتیالرو، چې هغه به یې د مخه و څېړو او دا دوه اړیکنیوونو کې به دا په یاد ولرو، چې،، ما ،، په یوه کښې کړونی او بل کښې پرېکړونی دی، نو دا ،، ما،، په نور اړیکنیوونو کښې داسې ځپلواکه دنده یا هغه لرلې پوهېدنه نه شي لرلی، چې هغه یواځې د کړونو او نه کړونو لپاره یې لري. دا دي:

پېژند- مورفېم د ژبپوهنې یوه غوره کلمه ده او د مورفولوژي( د وییونو د جوړښت او بڼې پوهنه) جوړښتبرخه ده. دا کلمه  د زړې یوناني له morphē (مورف= بڼې) څخه رابېله شوې ده.

لند: مورفېممونه یا پوهېدنونړوني: دا دي: د، له، په، پر، تر، و، چې دا ،،د،، د خانوندوالي اړیکنیووني لپاره دی یا راځي او دا نور د پسېځاینییو- یا داتیو اړیکوییونو لپاره کارول کیږي یا له هغو سره راځي.

پسې ځاینیوی (پوستپوزېشن) یا ښه یې اړیکوییونه:  دا د دندې له مخې د اړیکو لپاره کارول کیږي، نو دندې له مخې یې ځکه اړکوییونه بلل کیږي

دا دي: لپاره، لخوا، مخامخ، څخه، سره، کره، پسې، باندې، پورې، کښې،ته.

د خاوندوالي اړیکنیووني لپاره: لپاره، لخوا، مخامخ. او دا نور یې د اړیکوییونو اړیکنیووني لپاره راځي.

او س دا دوه اړیکنییوني:

د خاوندوالي اړیکنیوونی: دما لپاره، دما لخوا، د ما مخامخ

د اړیکنییونو اړیکنیووني یا داتیو – لپاره: څخه، سره، کره، پسې، باندې، پورې، کښې،ته-

که نور وي، هغه دې بیا نور ژبمینه-وال ولیکي- کارول یې:

— له ما څخه( سره، کره، پسې)

— په ما کښې.

— پر ما باندې. پرما پورې، لکه پرما پورې خټې نښتي.

— تر ما پورې.

یادونه او ډېره پر کلکه باندې: د دې تر وزر پرېکړۍ، دا پرته له داسې ځای څخه، چې یو څه پای مومې. بل خای کښې یې راوړل پوررررره ناسم دي.

— و ما ته.

یادونه: له دې سره مو دا هم وښوله، چې دا له او نور یې پرېپوزېشنونه نه دي او دې یادونه کښې غوره دا هم ده، چې پښتو ژبه پرې پوزېشنونه نه ري.

اوس به دا ړیکنیووني د تکیه-اړ نومځاینیوو سره هم وڅېړو، خو لومړی د اینکلیتیکي نومځاینیی، چې له دې سره هم په منظمه توګه پوره نابلد یو او معیاري کار ورباندې نه دی شوي.

اړیکنیووني د اینکلیتیکي – او پروکلیتیکي ڼومځاینیوو سره:

پروکلیتیکي:

لومړی: کتاب مې-، دې -، یې واخست

دویم ۱ : سپین مې وهي.

یادنه: دلته ګوره داد ېر وخت لپاره نه راځي.

زه سپین ووهلم.

دا داسې برېښی چې دا دویم۱ : د ،، زه،، لپاره نه راځي.

دویم ۲ : سپین مې ورور دی.

اړیکنیوونی د اینکلیتیکي نومځاینیوو سره

لومړی: را، در، ور. راځه، درځه…. له دې امله دا لوریر نومځاینیو هم بلل کیږي.

دویم  ـ را(، در، ور) څخه( سره، کره، پسې، باندې، کښې، پورې)

له دې امله مې دا د اړیکوییونو اړیکنیوونی هم بللی یا بولم.

دا اوس په اینکلیتیکی او پروکلیتیکي یا پسې تکیه-اړ او مختکیه اړ نومځاینیوي

یادونه: په پښتو کې د موږ ستونځې ټولې همدلته دي، چې پرې غږېدلي یو:

بېلګې:

۱ –زه له هغه څخه ( سره،کره، پسې…) لاړم.

۱۱- زه ور څخه( سره، کره، پسې)

لرو:  له هغه = ور

۲ – تر کابل پورې. ور پورې. تر کابل = ور

۳ –زه نن په کور کښې یم. په کور کښې. زه نن ور کښې یم.  په کور= ور

۴ –کتاب پر مېز باندې پروت دی. کتاب ور باندې پروت دی. پر مېز= ور

۵ – پر ما پورې.  راپورې. پر ما =را

۶ – و سپین ته. ما و سپین ته وویل. ور ته وویل. و سپین = ور

بیا لنډ: (له ما، له تا، له هغه…تر ما…، پرما…وما،.. ) = ( را، در، ور).

له دې سره مو دا وښوول چې: له، تر، پر، و، په…. بل څه نه دي پرته له مورفېمونو څخه، چې د نوموییونو یا  و یو بل څه ته پوهېدنه وړي، چې اړیکنیوونو سره سمه پوهېدنه ولري.

د پښتو په زیاتو ادبیاتو کښې لولو، چې په پښتو کښې، په ځانګړې توګه اړیکوییونه نه لیکل کیږي  یا پرېښوولکیږي یا ور څخه تېریږي( زه یې په رښتی درته وایم، چې پر ،،حذف،، باندې نه پوهېږم، چې څه ته به وایي، خو دومره پوهېږم، چې یو څه دا د ما له لیکلو څه څخه به وي. بخښنه دې وي)

دا دمخه تېر به په یاد کښې لرو او اوس بېرته ځو و هغې د الماني غونډالې ته.

Ich habe dich geschlagen

موږ له دې سره وښوول، چې پښتونومیناتیو ژبه نه ده. اوس راځودې ته دا کړنویی ګرداني حالت geschlagen په الماني ژبه کښې ترادزتیو بللکیږي او دا یې ځوی دی، چې سبجکت او ابجکت لري. دا د پښتو انډول یې نو څه دی؟

دا د پښتو انډول یې کړنویی دی، چې کړونی او پرېکړونی لري.

اوس به دا په یوه بله الماني غوڼدله کښې وښایو، چې دله ته هم د خاوندوالي حالت په ګوته کوي او د خاوندوالي اړیکټینګوونی دی.

لرو: Diese Buch ist für mich

دا  د mich ځاینیوو ،، د ما ،،دی

دا کتاب د ما لپاره دی.

ګورو، چې دا یوه د خاوندوالي اړیکټینګووني غونډاله ده.

موږ څه وکړل؟

موږ له دې لیکنې سره دا وښوول، چې پښتو یوه اېرګاتیو ژبه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.