د لوی استاد پوهاند رشتین د لیکنی لنډیز:
دا هرڅوک منی چی محمد ګل مومند د یوه لوړ شخصیت، څپیڅلی کریکټر او کلک عزم خاوند وه، پردینی اصولو ټینګ ولاړ او پر پښتو او پښتونواله، بیخی مین ؤ.
د پښتون له تاریخ او عظمت سره یی بی ساری او اندازی مینه لرله، بی پښتو او بی همته پښتانه یی نه خوښیدل.
د ښو خویونو او پښتنی اخلاقو په جامه ښایسته ؤ، دده مجلس او مرکه د پښتو او پښتونولۍ یوه لویه اکاډمی او مدرسه وه.
ده به تل پښتنو ځوانانو ته د پښتنی خویونو درس ورکاوه، بی پښتوګی یی نه خوښیده.
دده په وجود او کریکټر کی عسکریت، سیاست، علم او ادب ټول یوځای شوی ؤ او په دی لحاظ په هیواد کی د یوه ملی شخصیت او زعیم په توګه پیژندل شوی وه.
ښاغلی محمد ګل مومند د یوی نه بدلیدونکی عقیدی خاوند ؤ، په خزان او بهار یعنی پرهر وخت او هر حال کی پر خپل هوډ او ننګ، پښتو او پښتونواله لکه غر ټینګ ولاړ وه.
ده لکه تیرو ننګیالیو او سترو مشرانو په شان د پیسو او مادیاتو پرځای، قصی ګټلی او په دولت او پیسو پسی یی سر نه خوږګاوه.
دا وه چی تل په کابل کی د غره په لمن کی په یوه فقیرانه کرایی کور کی اوسیده او ترمرګه به کابل یا ننګرهار کی د خپل کور خاوند نشو، تر دی چی ساه یی د بل چا په کور کی ورکړه، او همدا دده داسی لوی افتخار او امتیاز ګڼل کیدای شی چی نور دولتی مشران د هغی څخه بی برخی وه.
ښاغلی مومند سر بیره په نورو صفتونو، زبر دست خطیب او ویاند هم و، دده په وینا او خطابو کی پوره فصاحت، زیاد جرئت او قوی منطق موجود و.
ده په هر صورت او هره موقع کی له اخلاقی زړورتیا نه کار اخیست او هیڅکه یی د حقی وینا څخه مخ ندی اړولی.
د همدی لوړ شخصیت او پښتنی کریکټر له کبله یی د «بابا» خطاب موندلی وه او هر چا ورته د «بابا توب» حیثیت او مقام ورکړی وه.
دده په مجلس او مرکه کی به غیر له پښتو او پښتونولی نه بله خبره نه وه، دده په وړاندی چی کوم سړی به د بلی ژبی ټکی راوړ، نو ده به سمدلاسه ورباندی غږ وکړ چی پوه نشوم، څه دی وویل؟
که چا به خپله غلطی سمه کړه، نو ده به ورته په درنه لهجه وویل، چی! خدای دی وبښه! اوس پوه شوم.
د پښتو لغاتو څیړنه او پلټنه دده لویه مشغولتیا وه، ده به همیشه له کلیوالو پښتنو څخه د نا اشنا لغاتو پوښتنی کولی، قلم او کاغذ به ورسره تل په خوا کی پراته وو، چی نوی لغت به یی واورید، هغه به یی ولیکه. ګډوله او کړکیچو پښتو یی نه خوښیده، کوم سړی چی به د پښتو سره بی پروایی کوله، هغه ته به یی په ښه نظر نه کتل.
زه دده له مړینی نه دری ورځی دمخه ورغلی وم، په همدی ورځ که څه رنځورهم وه، خو د لغاتو په څیړنه لګیا و، قلم یی راخستی و او نوی لغات به یی په کتابچه کی لیکل، له مانه یی پوښتنه وکړه چی د (بیوزلی او اسکیرلي) تر منځ څه فرق دی؟
ما ورته وویل چی پوره پری نپوهیږم، نو ویویل چی دا لغتونه د کندهار دی، له کندهاریانو څخه معنی معلومه کړه او بیا یی ماته ووایه.
د محمد ګل مومند د پښتنی او علمی حیثیت په باب مولانا خانمیرهلالی د پیښور د خیبر د اخبار مدیر د ۱۹۵۷ عیسوی کال د اکتوبر په یوه ګنه کی داسی لیکلی وو:
«غازی محمد ګل خان مومند د اسلام او پښتنی مور، هغه غیرتمن زوی دی، چی شجاعت، ځوانمردی، علم او فضل ددی غازی په نوم ناز کوی. ده د پښتو ژبی په خدمت کی د قلم هغه جوهر ښکاره کړی دی چی تاریخ به یی د عظیم الشان یادګار په شان په خپله لمن کی امانت وساتی.» (خیبر جریده – پیښور- ۱۹۵۷)
(د ضمیر خاوندان وطنوال دی د هلالی صاحب چی د کوزی پښتونخوا یو پیاوړی مطبوعاتی شخصیت دی، د واقع بینانه نظر او د میرغلام محمد غبار او د هغه حزبی مرستیال او شاګرد میر محمد صدیق فرهنګ، چی د پښتو ژبی او پښتونولی، ښکاره میرڅمن او دشمنان دی، د ستمی مغرضانه او پښتنی ضد نظریاتو په مینخ کی قضاوت وکړی- داؤد مومند)
استاد رشتین صاحب خپلی لیکنی ته داسی ادامه ورکوی:
ارواښاد مومند د نثر لیکنی ته ډیراهمیت ورکاوه او هغه نثر یی ډیر خوښاوه، چی د پښتو ژبی سوچه لغاتو او خوږی محاوری په ګاڼه به ښایسته و.
به نثرکی د سبک د یو والی او د پښتو د خپل خاص بڼی او رنګ ملګری و.
د «پښتو ژبی لیار» په سریزه کی یی دا ډول نثر په خپله هم لیکلی دی، چی هم د معنی او هم د عبارت له مخه د پښتو، یو خوندور نثر ګڼل کیږی. د دی نثر یو څو کرخی دادی:
«هرڅه چی دی. د ملت سعادت، سلامتی، عافیت، راحت، عزت، ملی شته والی، هرډول لوړوالی، د ملی شئونو پاینه، د هیواد او وطن ساتنه، په عزت او سرلوړۍ سره ژوندون، په عزت او نیک نوم سره د نړۍ څخه تګ، او نورملی یو والی پوری اړه لری، د ملیته او یو والی او ملی ژبی پوری اړه لری.
که ملی او د ولس اکثریت ژبه خلل مینده کړی، دا ټول پورتنی خصائل خلل مینده کوی، او که محو شوه. نو ټول محو کیږی او د هغه ملت نوم او نښه د نړۍ د مخ څخه ورکیږی.»
د ده د نثر بله نمونه:
«….نامیړتیا آسانه ده، ښه به خوری، ښه به اغوندی، ښه به ګرزی، ګړندی ګاډی به زغلوی، ښو کوټیو اوماڼیو کی به ژوند کوی، ښو تلتکونو کی به څملی او پیسی به هم ګټی، خو میړه کیدل، ستړیا منل، کارکول، زیارایستل او ځان ستړی کول، لاسونه او پښی تڼاکی کول، لوږه تنده، تودوخه سړوخه، بی خوبتیا، محرومیتونه تیرول، چاته ټیټانه، اسره او تمه (طمع) نه کول، چا ته غاړه نه کږول، د چانه توقع او څه نه غوښتل، د ژوندانه ټولی ګرانی چاری، په لوی زړه زغمل او تیرول، همت کول، بد رنګی ته غاړه نه ایښودل، خپله حیا، خپل نوم او ننګ او ناموس ژغورل او پرځای کول، نوم ګټل او داسی نور، زښت ډیرګران کار دی.
پښتو سړیتوب او انسانیت دی.
حقیقی سړیتوب او انسانیت ډیر قید او قیود لری، د اخلاقو د قیود لاندی عمر تیرول ګران کار دی، خو بی شرفی، بی حیایی، بد رنګی، بد اخلاقی، ټيټانه او هرڅه منل او د انسانیت د قیودو څخه وتل، آسان کار دی، نو ځکه پښتو او پښتونواله ګرانه او بی پښتو توب آسان کار دی.» د هیواد ورځ پاڼه، د سنبلی نورلسمه – ۱۳۲۹هجری شمسی کال.
دا نومیالی، توریالی، خبر لوڅ جرګه مار شخصیت، د ۱۳۴۳ کال د زمری میاشتی په۲۷ نیټه د سهار په اتو بجو، د ۸۰ کالو په عمر په یوه کرایی کور کی وفات شو او د صالحینو د شهداء په هدیره کی خاورو ته وسپارل شو.
ما دده د جنازی په مراسمو کی دده په عسکری، سیاسی، علمی او ادبی شخصیت او خدمتونو په اړه وینا وکړه او دی می ددی عصر خوشحال خټک وباله، ځکه چی دی هم د هغه په شان د توری او قلم خاوند، د سیاست د ډګر اتل او قهرمان او یو غښتلی عسکر و.
په آخر کی می د اشرف خان هجری دا بیت ولوست:
چی چراغ د هنر ځمکی پوشیده کړ
که یی زه په اوښکو ډوبه کړم سزا ده
د پوهاند استاد رشتین د لیکنی ختم.
د لیکونو سلسله دوام لری
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.