د مینې د تاثیر بيان – لنډه کیسه

نصيراحمد څپاند

147

 له درى ژبې پښتو ته  ژباړه
نصيراحمد څپاند
یوه کلیواله ښځه چې هېڅکله یې له خپل میړه نه د زړه سواند خبرې نه وې اورېدلې، ناروغه شوه. د هغې میړه چې د موټرسایکل چلوونکی و او له موټرسایکل څخه یې د ښار په بازار کې د مالونو د انتقال لپاره کار اخیست، خپلې مېرمنې ته په لومړي ځل اجازه ورکړه چې د موټرسایکل پر شا کښېني. ښځه په احتیاط سره پر موټر سایکل کښېناسته او له خجالته یې نه پوهېده چې لاسونه چیرته کیږدي. ناڅاپه مېړه یې وویل: “ما غیږ کې ونیسه.”
ښځې وپوښتل: “څه وکړم؟” او کله چې د خپل میړه خبره یې درک کړه، ناڅاپه یې مخ سور شو. په خجالت یې د خپل میړه ملا ته لاسونه ور تاو کړل او ورو ورو یې له سترګو اوښکې وبهېدلې. تر نیمې لارې رسېدلي وو چې ښځې له خپل مېړه وغوښتل چې بېرته کور ته وګرځي. مېړه یې په تعجب سره وپوښتل: “ولې؟ تقریباً روغتون ته رسېدلي یو.” ښځې ځواب ورکړ: “نوره اړتیا نشته، ښه شوم. سر مې درد نه کوي.”
مېړه یې مېرمن بېرته کور ته ورسوله، خو هېڅکله به پوه نه شي چې د هغه دا ساده جمله “ما غیږ کې ونیسه” څومره د خوشالۍ احساس د مېرمنې په زړه کې پیدا کړ، چې په دې لنډه لار کې یې د هغې د سر درد ښه کړ.
مینه دومره ستره ده چې په تصور کې نه راځي. د مینې څرګندول دومره لرې نه دي. یوازې له زړه څخه تر ژبې پورې فاصله لري او بس، او کافي ده چې د خپل زړه خبرې څرګندې کړئ.

د کنفرانس، سیمینار، برنامې، ترینیګ، ورکشاپ او سمپوزیم ترمنځ توپیرونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.