د لنډیو اصلي منابع خلک دي
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۲۹۵مه برخه
په دې کې هېڅ شک نهشته چې د لنډیو اصلي منابع خلک دي، همدا خلک دي چې خپل بېلابېل تاثرات او له طبیعت او ټولنې نه خپل برداشتونه د خپلو احساساتو په خُم کې رنگوي، هنري بڼه ورکوي او بېرته یې د ټولنې په ایٔنه کې راڅركندوي.
یوچا په ډېر زړهنازړه ډول وپوښتلم چې لنډۍ له کومو منابعو راټولوې؟
هغه ښاغلي ته مې وویل: څنگه چې لنډۍ د خلکو مال دی، زه یې چې د خلکو له خولې واورم، که نوې راته ښکاره شي، خوندي کوم یې، خو ډېره تکیه مې پر میډیا باندې ده، په تېره ټولنیزه میډیا باندې.
داسې هم شوي چې له ځینو زړه سواندو دوستانو نه مې هیله کړې ده چې که مو نوې لنډۍ ترسترگو شوې، ما ته یې راولېـږئ؛ هغوی هم کله داسې لنډۍ رالېـږي چې بیخي نوې وي. ټولې هغه لنډۍ چې فرهنگي دوستان یې رالېـږي یا یې له نورو پتو راټولوم، تر خپرولو مخکې یې املایي تېروتنې سموم.
د لنډیو راټولونه، سمونه، خپرونه او بیا په کتابي بڼه د چاپ یا انلاین بڼې د خپراوي لهپاره چمتو کول، اوږد مهالی دی او لویه حوصله غواړي.
ځینې د لوړ ذوق خاوندان ډېرځلې په خپلو فیسبوکپاڼو کې نوې لنډۍ خپروي. دلته به د ساري په توگه د داسې دریوو فرهنگیانو یادونه وکړم چې تل لږې یا ډېرې نوي لنډۍ خپروي:
ــ ډاکتر حنیف حیران:
کله، کله ډاکتر حنیف حیران په خپله فیسبوکپاڼه کې داسې لنډۍ خپروي چې ډېره سلنه یې نوې یا ډېرې زړه راښکونکې وي او زه یې هرکله راخوندي کوم. دا یې څو بېلگې دي چې د ۲۰۲۴ ام کال د اکتوبر په ۲۷مه نېټه یې خپرې کړې دي:
ستا له نمجنو سترگو جار شم
غم دې په غره شه، زه خو تا سپینږیری کړمه
پیزوان مې بیا له پوزې پرېوت
دا څوم ځل دی چې گډوډ وینم خوبونه
د خپله لاسه مې پرې مړ کړې
د ټوپک غږ شو زه په بام دروختمه
جانان مې وږې رانه تللی
چې دسترخوان لره ورځم ژړا راځینه
څوک مې ابۍ دادا خبر کړئ
خوشحاله نه یم له ناکامه ناسته یمه
په عذابو مې پیرزو نه یې
گور ته قران وړم امانت دې ورکومه
خیر به په خپل کلي راټول کړم
ستا په کوڅه کې به یې سپو ته واچومه
دغه راز یوځل مې د ښاغلي حنیف حیران په فیسبوکپاڼه کې دغه نوې لنډۍ په مخه راغلې او ما هم په بېـړه راخوندي کړې:
ستا له ديدنه يې بندي کړم
مېره لگيا ده جوړوي چاود دېوالونه
تر لویو غرو دې واړولم
مور مې مېره ده اوس به شنه له خندا وینه
دیدن په منډه، منډه وکړه
مور مې مېره ده گوټ په گوټ مې لټوینه
ادکه مور سړه چینه ده
پردۍ مېره د خوست گرمي ده و یې سومه
ټوخی په ورو کړه سر به وخوري
مور مې مېره ده اوس به نېغه ناسته وينه
په کوټه ورو ځه په پښو شل شې
مور مې مېره ده اوس به نېغه ناسته وينه
ــ محمدالله همیم:
نوې لنډۍ مې ډېرځلې د ښاغلي محمدالله همیم له وال څخه هم رااخیستې دي. د همیم ډېره سلنه فرهنگی هڅې له نوښت سره مل دي. یونوښت یې «ډېوې، ډېوې ماښام» انلاین پروگرام و چې په دې پروگرام کې هره ورځ د یوه حقداره شاعر د مثبتو کارونو، اثارو او ښېگڼو یادونه کېـږي او ښه یې لا دا ده چې نور قلموال او د تربحث لاندې شخص اشنایان، د هغه پر مثبتو کارونو خبرې کوي او خپلو فیسبوکپاڼو کې خپل خاطرات او نظریات لیکي.
ما د همیم صاحب او د ده د فرهنگي هڅو په باب پخوا هم یوه مفصله مقاله لیکلې وه چې د ۲۰۲۳ ام کال په مارچ کې مې خپره کړه، د هغې مقالې ډېر بحث د ده دیو نوي چاپ شوي کتاب «بوډۍ ټال» په باب و، چې هغه هم د لڼډیو یوه ټولگه وه.
اوس هم کله، کله د هیمیم په فیسبوکپاڼه کې نوي لڼډۍ راښکاره کېـږي، دا یې څو بېلگې دي:
پهٔ ځان دې داسې چارې وکړې
څهٔ دې ونه کړل، ځان دې داسې کهٔ مینه
زۀ درنه بل وطن ته راغلم
اوس بۀ د قبر جنډه څوک در بدلوینه
د کلي جامې ته بۀ ووځم
چې میرنیو وروڼو لرې خرڅه کړمه
ــ عبدالعزیز نایٔبي:
ژورنالیت، کیسه لیکوال او شاعر عبدالعزیز نایٔبي هم کله ــ کله په خپله فیسبوکپاڼه کې نوې لنډۍ خپروي چې ما ډېرځلې راخوندي کړې دي. دا یې څو بېلگې دي چې د ۲۰۲۴ ام کال د نومبر په نهمه نېټه یې خپرې کړې دي:
هغه مې گل له لاسه نه اخلي
زه یې د زهرو گولۍ هم له لاسه خورمه
ورشه له کوره بالښت راوړه
مړوند مې خپل دی نور یې نه درلاندې ږدمه
هغه مې گل له لاسه نه اخلي
زه یې د زهرو گولۍ هم له لاسه خورمه
له خپله ځانه تاو راتاو شوم
لالیه ستا په رقم غـږ مې واورېدنه
اول مې شوق د انگرېزۍ و
جانان پښتون دی اوس یاگانې زده کومه
همزولو تل کړئ صحبتونه
په نري گور کې نه دریا شته نه ډولونه
وطنه وران رامعلومېـږې
نه د یار غږ شته، نه یې بوی راله راځینه
لښکر مې شته، سرلښکر نشته
راپورې خاندي د شاهي کلا برجونه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.