د پښتو وییونو نه لیکل او
هغه پوهنیز څه چې پښتو یې نه لري.
لږ ګوته به دې ته ونیسو، چې په پوهنو کښې د پښتو وییونو پرېښولو یا نه کارولو سره دا وییونه ورکیږي او د دې لیکنې بله هغه غوره برخه به داوي، چې څه مو د نورو ژبو یا الماني په پرتله ژبه نه لري او څه سم نه دي، څېړل شوي.
پښتو یوه لرغونې ځوانه ژبه ده. ځوانه ځکه ده، چې پښتو، ګومان مې دی، له ۱۹۶۴ ز ک (؟) څخه راپه دې خوا په افغانستان کښې رسمې او ملي ژبه منل شوې ده، خوله هغې څخه وروسته یا تر اوسه پورې داسې غښتلې نه ده پیل شوې.
بله ستونځه دا ده، چې د پښتو په ټولو پوهنو آن په پښتو کښې هم دې ژبې – د هیواد د لومړۍ ژبې په څېر- خپل پوهنیز ځای نه دې نیولی. هو! ګورو، چې ټول پوهنیز وییونه، هغه د ژبې پوهنیز وییونه مو هم په پښتونه دې او په ژبه کښې مو د پښتو وییونه لږ برېښي، داله دې امله، چې د موږ د لیک لوست خاوندانو خپلې زدکړي په پښتو نه وې کړې او دا لړۍ لا تر اوسه پورې لږ یا ډېره همداسې روانه ده. که په کومه پوهنیزه لیکنه کښې پښتو نومونه ولېکي، نو د موږ پښتانه دې هم تورنوي، چې یا ژبه ستونمنځه کیږي او یا د نورو نا پښتنو لپاره پوهنه هم ورباندې ستونځمنه کیږي. موږ ګورو، چې موږ هغه ډېر ساده نومونه هم په پښتو نه شو منلی. زه پر دې باندې ځکه پوهېږم، چې زه ګورم، یواځنی کس یم، چې لیکنې مې په پښتو کوم، د سمون کونتنیونه په دې کښې نه شته، خو د پښتو په نومونو نه پوهېدل یا ځان نه پوهول یې هغه ستره ستونځه ده. ما له خپل ځان سره دا پرېکړه کړې، چې تر کېدوني پولې به زه ځپلې لیکنې په پښتو کوم او همداسې له خپلې پرېکړې سره ریښتونی پاتې شوی یم. زه دا خبرې نه غزوم، ودې ته راځم، چې اوسنۍ موخه مې څرګنده کړم او و منځ ته راواچوم.
— پښتو ژبې په دې لنډ او نه پوره ورته چمتو شوې وخت کښې پوره وده کړې او دا تر اوسه پورې د پښتو استادانو برکت او نه ستړی کېدونکی هلې ځلې دي.
— موږ په پښتو ژبه کښې او په ځانګړې توګه ګرامر یا ژبلار کښې پوره ستونځې لرو، چې د دې لپاره د چا د نه کار کولو ملامتیا نه شته، ګوته مې ورته ونیوله، چې د موږ د مشرانو کار په دې لار کښې نه هېرېدونکی او نه ستړی کېدونکی وو او دی.
ما هم له شلو کالو څخه را په دې خوا ځان د ژبې یا د ژبلار سره بوخت کړی او په دې ترڅ کې مې د لسو کتابونو په شاوخوا کښې – د پښتو ګرامر او اړوند- لیکلی، چې اخرنی کتاب مې دا دوه میاشتې د مخه چاپ شوی او له یوې اونۍ راپه دې خوا په ketabton.com کښې هم د لیدلو لپاره خور شوی، چې د ما په اند ژبلاریزې ستونځې په کښې پوره اوبی شوي دي او دا هلته کتل کېدی شي.
دې ته به ګوته ونیسم، چې د ما کتابونو منځپانګه – د ژبلارې هم- د نورو ژبپوهانو دکتابونو له منځپانګې سره پوره توپیر لري. زه له دې لیکنې سره لنډ و تاسوته هغه څه وړاندې کوم، چې په ژبه کښې شته، خو دا تر اوسه پورې نه دې لیکل شوی، یا ورته پام نه دی شوی او یا ورته پام نه شو کېدی.
زه به هغه څه دلته و تاسو ته وړاندې کړم، چې په ژبلار کښې باید وي، خو هغه تراوسه پورې نه دې لیکل شوی، پرته د ما له لیکلو څخه.، چې
یادونه: د ما لیکنې په پښتو دي، دا به د ګرانو لوستونکو لپاره یوه ستونځه وي، خو که څوک یې د ورباندې پوهېدلو مینه لري، نو ساده – دا چې په پښتو دي – ورباندې پوهېدلی شي.
له پیل څخه یې رانیسو، بې له شننې، شننه یې د ما د ژبپوهنې په اخرني کتابتون کښې کتلی کېدی شۍ، زه هم خبرو ته وخت پوره لرم.
یادونه: په لیکنه کښې دا پېژندونه نه – یا سم نه دې ورکړشوی، د اړونده ژبوییونو د کارولو موخه هم نه ده روښانه یا هغه خوي یې، چې دا کړنویيونه ورڅخه پوهېدلی شي.
— هرڅومره چې یو څوک په بله ژبه و پوهیږي، د خپلې مورنۍ ژبې ځای نه شي نیولی.
په مسلکي یا ريښه-اړونده وییونو کښې خپلې ژبې ته مه شا کوۍ. په هیڅ پوهنه کښې او په ځانګړې توګه پښتوپوهنه کښې هم په خپله ژبه کښې و خپلو وییونو ته مه شا کوۍ.
ما شمېرپوهنه، فزیک، پښتو ژبه، هوښیارو ویناو، فلسفه او ټولیز سم اند کښې کتابونه لیکلې او ژباړل. دا مې په پښتو لیکلي او که ګورس یې او پام ورته وکړۍ، دا مې په پښتو لیکلي. که خپله ژبه په مسلک یا ریښه کښې ونه کاروو، نو دا مو د زبې له کار څخه د لوېدلو او له منځ څخه تللو هغه ساده، لنډه او هرو مرو لار د. هر څه د ځان او خپلې ژبې لپاره کوۍ، و بل چا ته د زیان رسولو اجازه نه شته.
–دموږ د پښتو لیکوالانو د ژبنیزو او نورو غوره وییونو پېژندونه روښانه نه دي ور کړي.
— دا باید همدلته په یاد راوړو، چې په ژبه کښې هر وی یاژبتوکی یو پېژند لري او په بنسټ یې دا بیا یوه کارونه یا ښه یې، دنده لري او بېلګې یې راوړلکېدی شي.
–کړنوییونه، بوختوالي وییونه یا مهالوییونه: کړنویوونه په پښتو ژبه کښې بڼه بدلېدنه نه لري، خو دا کړنوییونه دا دنده له سفېکسونو یا پسې تړلو، خو ښه یې پوهېدنغزوونو سره پوره کوي.
–نوموییونه: په پښتو ګښې نوموییونه بڼه بدلېدنه نه لري. روښانونه یې په اړیکنیوونو کښې راغلې.
— خویوییونه: په پښتو کښې خویوییونه هم نه بڼه بدلیږي، خو جګیږي د ښه، ډېر ښه، خوراښه او خورا ډېر ښه سره.
د موږ د پښتو ژبلار کښې د موږ ژبپوهان دا ستایېننومونه بولې، خو داد ستایېنوییونو یا خویوونو سره توپیر لري او د څېړنې موخه یې خویوویونه دي
یادونه: په الماني ژبه کښې د درېواړو بڼه بدلیږي.
— په پښتو ژبه کښې پرېپوزېشنونه یا د مخه اړیکوییونه نه شته. دموږ لیکوالان هغه څه چې پرېپوزېشنونه بولي، ناسم دي.
— په پښتو کښې موږ یواځې پوستپوزېشنونه یا پسې اړېکوییونه لرو.
— په پښتو کښې پرېفېکس یا مختړلی، خو ښه یي و مخ ته پوهېدنغزوونې نه لرو. خو اړونده پسې تړلي پسې پوهېدنغزووني لرو.
— په پښتو کښې د مورفیمونو په هکله ډېرې لیکنې شوي، خو د سم پېژند او د کارونو دندې یې هېڅ نه دې روښانه شوې.
— موږ د پښتو ژبې ژبلار لپاره دوه ډوله هغه غوره او روښانه دنده لرونکي مورفېمونه لرو، چې هغه مو هرو مرو ډېر په کار راځي او دا یواځې د ما په کتاب کښې کتل کېدی شي او یا یواځې د ما څېړنه شته او باوري ده.
— پوهېدنوړوني مورفېمونه.
— پوهېدنغزووني مورفېونه.
— په پښتو ژبلار کښې سم یا پوره د کاز یا کازوس – چې د پېژند له مخې دا اړیکټیکوونکي دی – څېړنه نه ده شوې، چې د موږ د پښتو لیکوالانو نا سمونونه ټول یا هغ هغ ډېر یې له همدې امله دي.
— موږ پښتو لیکولان پهدې نهپوهېږو، چې پښتو یوه اېرګاتیو ژبه ده، نو پهدې هم نه پوهېږو، چې پېژند یې څه دی.
— موږ پښتانه ژبپوهان یا ډېر یې په دې نه پوهېږو، چې پښتو پرته له ځانیزو نومځاینیو څخه کلیتیکي- یا تکیه اړ نومځاینیوي هم لري. دا مختکیه-اړ پسې تکیه-اړ نومځاینیوي، دا د موږ زبپوهان د ناتوانه، لوریز او ځنې نورو نومونو لاندې لیکي، خو دا چې دا یوه ګډه دله ده، پر دې باندې نه پوهېږي.
زه چې د ژبپوهنې کتابونه ګورم، پوره ورسره زورېږم، دا……
لنډ: پښتو دا څه نه لر؟
د کړنویینو بڼه-بدلون، د نوموییونو بڼه-بدلون، د خویوییونو بڼه-بدلون،پرېپوزېشنونه یامخ-اړیکوییونه یا و مخته اړیکوییونه، پرېفېکسونه یا مختړلۍ.
د دې په پام کښې له نه نیولو یا نه لرلو سره پوره ناسمونونه رامنځ ته کیږ.
څه په پام کښې نه دي نیول شوي یا نه شو نیولکېدی؟
پوهېدنوړونکي مورفېمونه یا ناسم ور څخه پوهېدل او اړیکټینګوونکي.
په پښتو کښې تر اوسه پورې د دې دوو نه پېژندل، تولې یا هغه ډېرې ستونځې خوندي لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.