د يو هندى مسلمان سوداګر انګور ډېر خوښ وو… یوه ورځ چې سهار فابریکې ته روان وو، په لاره کې یې ښکلي انګور ولیدل… موټر یې ودراوه او دوه کیلو انګور یې واخیستل او د نوکر په لاس یې کور ته ولېږل، او خپله د خپلې سوداګرۍ ځای ته لاړ…
غرمه چې کور ته د ډوډۍ لپاره راغی، په دسترخوان هر څه موجود وو، خو انګور نه وو… پوښتنه یې وکړه چې انګور څه شول؟ کورنۍ ورته وویل چې هغه خو ماشومانو وخوړل او لږ مو موږ هم وخوړل…
دا یو عادي پېښه وه، خو ځینې وختونه کوچني ټکانونه انسان ډېر لوړو مقاماتو ته رسوي او د هغه د زړه قلفونه خلاصوي… سوداګر سمدلاسه له دسترخوان څخه پورته شو، خپله تجوري یې خلاصه کړه، ډېرې روپۍ یې په بیک کې واچولې او له کوره ووت… ځینې نوکران یې هم راوغوښتل…
لومړی یو د ملکیت (پراپرټي) سوداګريزې رهنما ته لاړ… په څو پلاټونو کې یې یو پلاټ انتخاب کړ، سمدلاسه یې قیمت ورکړ… بیا یې انجینر او قراردادي راوغوښتل… د ځای لنډه نقشه یې جوړه کړه او قراردادي ته یې د مسجد د جوړولو لپاره کافي پیسې ورکړې او ورته یې وویل چې په دوو ساعتونو کې دې کندنکارۍ کول پیل شي… هغه دا ټول کارونه په داسې چټکۍ سره کول، لکه د نن ماښام تر اذان پورې چې د هغه ژوند پاتې وي… په داسې کارونو کې اونۍ او میاشتې وخت نیسي، خو چې کله د زړه اخلاص موجود وي او لاس د بخیلي او کنجوسۍ نه پاک وي، نو د میاشتو کارونه په دقیقو کې ترسره کېږي…
همدا حالت د دې سوداګر صاحب سره هم وشو… اخلاص او شوق یې په څو ساعتونو کې ټول کارونه ترسره کړل… ښه موقعیت لرونکی پلاټ یې پیدا کړ، ښه انجینر او ښه قراردادي یې وموندل… او د ماښام تر اذان مخکې مخکې کندنکارۍ او جوړونه پیل شوه…
شپه چې کور ته بېرته راغی، کورنۍ یې ترې پوښتنه وکړه چې نن تاسو ولې له ډوډۍ پرته بهر لاړئ؟ ده وویل: “زه خپل اصلي کور او دایمي استوګنځي ته د ترتیباتو لپاره تللی وم… او هلته د خوراک او څښاک بندوبست لپاره… الحمد الله، ټول ترتیبات بشپړ شول… اوس په ډاډه زړه مړ کېدای شم… تاسو خو زما په ژوند کې هم زما لپاره د انګورو څلور دانې پرېښودل ونه زغمل، او زه خپله ټوله شتمنۍ ستاسو لپاره پرېږدم… زما له مرګ وروسته به مو ما ته څه رالېږل؟
نو ځکه ما پریکړه وکړه چې د خپل مال یوه لویه برخه خپله مخکې ولېږم… په دې باندې زما زړه ډېر سکون احساسوي.”
دا ټوله کیسه موږ ته ډېر څه په سوچ کې راولي… تر څو چې د مرګ حالت نه وي راغلی، زما مسلمان وروڼو، څومره چې ممکنه وي، خپل ځان لپاره څه نه څه مخکې ولېږئ. او داسې کړنې او سلوک تر سره کړى چې اخرت مو ورباندې ښه شي.
له هندي مطبوعاتو څخه
پښتو ته ژباړه: نصيراحمد” څپاند”
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.