څۀ یې وړیا پۀ نشو مـړ کړې
تا لۀ مارانو نه یاران جوړ کړي وونه
پښتون په زور تر جنت نهځي
خو په رضا تر دوزخو درسره ځینه
که ټول ژوندون شي ستونزې ـ ستونزې
بـس د تـا ډاډ چـې راسـره وي، پــرې ورځـمـه
د دې برخې لهپاره دا لاندې لنډۍ غوره شوې دي:
د بې وسۍ ژوند مې ليدلی
اوس چې بې وسه وينم سترگې پټومه
کابل په اوړي کې کابل وي
د ژمې شپې جلال اباد کې خوند کوینه
کابل په هرموسم کې ښه وي
هره میاشت، هرفصل جلا لري خوندونه
له کلي بیا پولیس راتاو شول
چې بېپروا جانان به بیا څه کړي وینه
د بېلتانه لاس دې هم خلاص وي
یار یی جدا کړ، نور یی څه پروا لرمه
د بېلتانه احسان راپورې
ما د لالي په قدر ورو ـ ورو پوهوینه
پښتون په زور تر جنت نهځي
خو په رضا تر دوزخو درسره ځینه
زما پر مخ لاړې راتو که
که مې له خپل هوډ یو قدم هم په شا شومه
که ټول ژوندون شي ستونزې ـ ستونزې
بـس د تـا ډاډ چـې راسـره وي، پــرې ورځـمـه
اوس نیمه شپه، خلک ویده دي
هغه به ویښ وي چې یې خېټه وږې وینه
چې لېونی شوې حال دې ووې
روغو بهٔ کله چاته ویل د زړهٔ حالونه
پهٔ ځان دې داسې چارې وکړې
څهٔ دې ونه کړل، ځان دې داسې کهٔ مینه
زما قسمت په خوب ویده دی
د خلکو وختل اسمان ته قسمتونه
زما زړگی د اور لمبه ده
اهونه باسم خپل وجود مې سوځومه
پر زړه د صبر کاڼي کېږده
له جال وتلې مرغۍ بېرته نه راځینه
روح به مې وزي رابهنهشي
ما ته مالوم دي د پښتون سخت رواجونه
داڅه وړه کیسهگۍ نهده
د یار بېلتون دی هر یادگار یې زور لرینه
دا ناڅاپي مرگونه ډېر شول
جانانه خپل حق رابښه، خپل دربښمه
ما د کوچي له زړه نه ځار کړې
ښه باوري دی، ریښتیا دروغ ټول قبلوینه
څۀ یې وړیا پۀ نشو مـړ کړې
تا لۀ مارانو نه یاران جوړ کړي وونه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.