کاناډا له خپلې خاورې ۱۹ افغانان ایستلي او افغانستان ته یې استولي

126

کاناډا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ۱۹ هغه افغانان ډیپورټ کړي چې په دې هېواد کې يې د پناه غوښتنې کېسونه رد شوي وو.

کاناډايي رسنۍ سي‌بي‌سي پرون د اکټوبر ۱۶مه د کاناډا د سرحدي خدماتونو د ادارې په حواله راپور ورکړی چې دا کسان په ۲۰۲۳م کال کې افغانستان ته استول شوي دي.

خو دا راپور تازه کاناډايي رسنیو ورکړی دی.

دې ادارې وړاندې ویلي، ۱۹ تنه ديپورټ شوي کسان په افغانستان کې له امنیتي ګواښونو سره مخ نه وو.

د کاناډا د سرحدي خدماتونو ادارې د دغو افغانانو د هویت او په دې اړه چې څومره يې ښځینه وې، څه نه دي ویلي.

ارشیف: د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې کاناډا ته رسېدلي افغان کډوال
ارشیف: د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې کاناډا ته رسېدلي افغان کډوال

دې ادارې وړاندې ویلي، دا افغانان په “خپله خوښه” بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کاناډا فډرال ادارې په ۱۹۹۴ کال کې د افغانانو لپاره په دې هېواد کې د موقتي پاتې کېدو یو فرمان ورکړی و چې پر بنسټ يې په دې هېواد کې تر هغې افغانان پاتې کېدلی شي، څو په افغانستان وسله‌والې شخړې، چاپېریالي ناورین او هغه شرایط له منځه لاړ شي چې د ملکي وګړو لپاره ګواښ جوړوي.

د سي‌بي‌سي په خبره، د دې فرمان په شتون سره کاناډا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته چې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي، پناه غوښتنونکي ورستانه کړي دي.

نظري وايي: د کاناډا د کډوالو د قانون پر بنسټ، یوازې هغه کسان له دې هېواده شړل کېږي چې په جنايي جرمونو، د بشري حقونو د نقض او یا د انسان د چاقاق په کېسونو کې دخیل وي، خو تراوسه د دې افغانانو په اړه ډېر جزییات خپاره شوي نه دي.

په کاناډا کې مېشت افغانان د کاناډا د حکومت دې پرېکړې اندېښمن کړي، په کاناډا کې مېشت افغان خبریال او د کډوالو د حقونو فعال برشنا نظري ازادي راډیو ته وویل: “په تېرو درېیو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د دومره افغانانو د ډیپورټ خبر خپرېږي، د کاناډا د کډوالو د قانون پر بنسټ، یوازې هغه کسان له دې هېواده شړل کېږي چې په جنايي جرمونو، د بشري حقونو د نقض او یا د انسان د چاقاق په کېسونو کې دخیل وي، خو تراوسه د دې افغانانو په اړه ډېر جزییات خپاره شوي نه دي.”

له موضوع یوې باخبرې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، زیاتره هغه کسان چې په کاناډا کې يې په وروستیو کلونو کې د پناه غوښتنه ردېږي، هغه کډوال دي چې په امریکا یا نورو اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې رد شوي او بیا کاناډا ته راغلي دي.

بل پلو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړي راپورټر ریچارډ بینېټ د کاناډا په حکومت غږ کړی چې د اروپا په څېر دې له ګواښ سره مخ په ځانګړې توګه افغانو ښځو ته پناه ورکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړي راپورټر ریچارډ بینېټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړي راپورټر ریچارډ بینېټ

اروپايي ټولنې د همدې کال په پیل کې پرېکړه وکړه چې افغانو ښځو ته به د هغوی د جنیست پر بنسټ پناه ورکوي.

د کاناډا حکومت له ۲۰۱۴م کال راهیسې افغانستان ته ۸۲ تنه هغه افغانان ديپورټ کړي چې په دې هېواد کې يې پناه غوښتنې یې ردي شوي دي.

د کاناډا د حکومت په خبره، په دې منځ کې ۷۷ تنه په خپله افغانستان ته ستانه شوي دي.

له دې وړاندې د جرمني د کورنیو چارو وزارت د اګست په ۳۰مه ۲۸ تنه افغانان چې د دوی په خبره، په دې هېواد کې په بېلابېلو جرمونو تورن وو، په یوې چارټر الوتکه کې افغانستان ته استولي وو.

د دې هېواد د کورنیو چارو وزیرې د خپل هېواد پارلمان ته په یوې وینا کې ویلي وو، ډېر ژر به له جرمني نور پناه غوښتونکې هم افغانستان ته واستول شي.

کاناډا افغانستان ته دا افغانان په داسې حال کې دپیورټ کوي چې هلته له واکمن طالب حکومت سره هېڅ ډول ډپیلوماټیکې اړیکې نه لري.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.