یو شمېر افغانان: له افغانستانه د تللیو اهل‌هنودو تشه احساسېږي، هیله‌من یو چې بېرته راستانه شي

85

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، دا چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته ډېرى افغان هندوان او سېکان له دغه هېواده وتلي، تشه یې احساسېږي او هیله‌من دي چې یوه ورځ بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

د کابل د کارته پروان اوسېدونکى ذبيح‌الله وايي، له افغان هندوانو او سېکانو سره د ښه ګاونډیتوب خوږې خاطرې لري.

هغه وویل: “ټول سره ورونه يو، موږ ښه خاطره ځنې لرو، په کارته پروان کې مو ګاونډيان وو، په ورځني ژوند کې يې خلکو سره ښې معاملې درلودې.”

افغان هندودان او سېکان په افغانستان کې په بېلابېلو کارونو، ډېر د درملو په سوداګرۍ، صرافۍ، بزازۍ، عطارۍ او یوناني طبابت بوخت وو.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکى محمداصف وايي، په یاد ولایت کې یې له مېشتو افغان سېکانو د یوناني طبابت په برخه کې ښې مشورې ترلاسه کړي دي.

هغه وايي: “تل يې خلکو سره ښه کول، هيچاته يې ازار نه دى رسولى، ټولو ته يې ګټه رسېدلې، په تېره د يوناني طب برخه کې کله کله به ورتلم، ښې مشورې مې ترې اخيستې.”

د کابل اوسېدونکى احسان‌الله هم ترې خاطره لري.

هغه وايي: “موټر ته مې يو ورځ یو سېک ورور را جګ کړ، غوښتل يې چېرته لاړ شي، ټوله لار يې ډېرې خوږې خبرې کولې، تر منزله مې چې ورساوه ډېر خوشاله وو، په ډېره ښه لهجه يې تشکري وکړه، دا چې زما موټر ټکسي نه وه، خو بيا يې هم ټينګار کاوه چې پيسې راکړي.”

دا چې دا مهال په افغانستان کې په کوم شمېر افغان هندوان او سېکان ژوند کوي هڅه وشوه چې د دوی استازي او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښتل شي، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د بېلابېلو راپورونو پر بنسټ، له کورنیو جګړو مخکې په افغانستان کې تر یو لکو پورې افغان هندوان او سېکان اوسېدل، خو شاوخوا څلور میاشتې وړاندې په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په چارو کې د امریکا کمېسیون ویلي وو چې اوس یوازې شپږ کسان پاتې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت افغان هندوانو او سېکانو ته افغانستان کې د پاتې کېدو او د خپل مذهب د پلي کولو د حق ډاډ ورکړی و، خو په وروستیو کې له دغه هېواده د دوی د وتلو مهم لامل نه خوندیتوب او پر عبادت ځایونو یې بریدونه ګڼل شوي دي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال په تلې میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کابل په کارته پروان کې د دوی پر یو مذهبي ځای “ګوردوارې” وسله‌والو کسانو برید وکړ چې هغه مهال د دوی استازو ازادي راډیو ته ویلي وو، د مذهبي مراسمو ځای ته‌یې زیان اوښتی دی.

د ۲۰۲۲م کال د جون په ۱۸مه په کابل کې د افغان سېکانو او هندواو په ګوردوارې د شوي حملې له کبله یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د ۲۰۲۲م کال د جون په ۱۸مه په کابل کې د افغان سېکانو او هندواو په ګوردوارې د شوي حملې له کبله یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ۱۴۰۱ لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې بیا په همدغه مذهبي ځای “ګوردوارې” داعش وسله‌والې ډلې برید وکړ چې هغه مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبر له مخې، د یو طالب په ګډون دوه کسان په کې ووژل شول او اووه تنه نور ټپیان شول.

تېر جمهوري نظام کې هم د کابل په شور بازار او د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې پر افغان هندوانو او سېکانو خونړي بریدونه شوي وو چې لسګونو دوی ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.