د ولسی شخصیت مرحوم صمیم الله کاموال د لیکنی لنډیز:
ارواښاد محمد ګل مومند بابا د افغانستان د ملی تاریخ په هغه ویاړلو سټو کی یو و، چی ټول ژوند یی د خپل اولس او خاوری په څپیڅلی خدمت کی تیر کړی دی، هغه د هغو شخصیتونو په لړ کی و چی د ژوند هدف یی د حکومتی او دولتی جاه او جلال او د پیسو راټولول نه، بلکه اولسونه په ځان را غونډول و، او دا څرګنده ده چی د پیسو راټولونکی، د اولس راټولولو نه، پرځان محروم وی.
د پیسو او قدرت لیونیان پیسی او اقتدار ګټی او د ولس خدمتګاران قیصی ګټی.
مومند بابا یو څپیڅلی انسان، متقی مسلمان او ښاغلی افغان وه.
د وزیر بابا د هر اړخیز شخصیت په باب، ډیرڅه ویل، نه دلته ددی څو پاڼو په سینه کی ځائیږی او نه د عمر د تقاضا په حکم زما په یاد دومره دی، چی د هغه ټول ملی او ټولنیز ژوند راونغاړی، خو په لندو ټکو به دومره څه ووایم چی وزیر بابا د یوه ملی مخور او اولسی مشر په توګه د خپل ولس په هر اړخیزه روزنه او لارښوونه کی، ډیر لوی لاس درلود. د ملی وحدت د تأمین په لاره کی یی افغانی قومونه او اولسونه سره یو ځای او متحد کول.
کشرانوته یو لورونکی او مشفق پلار، ځوانانو ته یو مهربانه استاد او لارښود، مشرانو ته یو ملی او اولسی مخور سپین ږیری او مشر، او د جومات پرمنبر پیاوړی خطیب او مبلغ و.
د سرکاری او حکومتی مقامونو په موقف کی مدبر، متقی، کار پوه او عدالت غوښتونکی چارواکی و.
د وزیر بابا د ژوند هره شیبه او هره ګړۍ د یوه اخلاقی مدرس په توګه تیریده، د هغه ناسته ولاړه، خبری او حرکات او هرڅه د تقلید وړ او منبع وه.
لنډه داچی د مومند بابا وجود د ملی یو والی د ټینګښت لپاره په افغان ملت باندی یوه خدایی لوروینه او پیرزو وه.
له هغه سره خو ناسته ولاړه او په تیره پیژندګلوی د هر وطنوال لپاره د سعادت، ویاړ او افتخار خبره وه، خو زما ورسره پیژندګلوی ۵۷ کاله ته رسیږی، خو په ۵۷ کالو کی می ۱۷ کاله داسی ویاړلی کلونه دی، چی د رسمی ماموریت له لوړځوړ او د محیط له رد او بدل سره سره په یو نه یو شکل می د مومند بابا په خدمت کی تیر کړی دی، او د هغه اخلاقی ټولنیز، اداری اوسیاسی شخصیت له مدرسی او پوهنتون څخه می څه زده کړی دی.
د ۱۳۲۶ کال په مزار کی د مومندانو په کلی کی ددوی حضور ته مشرف شوم، بابا زما نه پوښتنه وکړه چی د پښتنو ژوند څنګه ښه کیدای شی؟
ما ورته وویل چی سرغواړی، هغه زما سر ته د لاس په اشاره وویل: دا خو سر دی کنه؟
ما د مومند بابا سره به مزار، کابل او د ننګرهار د شینوارو ګولایی په کلی کی د هغوی تر وفاته پوری راشه درشه پری نښوده.
زما یوه خاطره دا ده چی د یهودو او د مسلمانانو جګړه وه، وزیر بابا که څه هم ناروغه وه خو د مسلمانانو وروڼو لپاره یی د چندی ټولولو ملا وتړله، په دی وخت کی محبوب خان آڅکزی د لوی بلخ اولسوال وه، د بلخ د ولسوالۍ نه په زرګونو خلک د بلخ مرکز ته راغلی وه چی محمد ګل بابا ووینی، خلک د بابا نه لکه پتنګان چاپیره شو، هر سړی کوشش کاوه چی د مومند بابا لاسونه ښکل کړی. وزیر بابا وویل : عزیزانو زما لیدوته ستاسی راتلل په روغبړ مجرا دی.
مومند بابا وفرمایل چه زه هغه محمد ګل د اسلام زوړ خدمتګار یم چی پخوا می هم د شهرت لپاره کار ندی کړی، اوس هم چی د کوم نیت دپاره راوتلی یم د شهرت دپاره ندی.
وروسته مومند بابا په خپله وینا کی د مسلمانانو او یهودانو په تاریخی اړیکو مفصله وینا وکړه او ویویل چی اوس زه راغلی یم چه هغه جنګ ځپلو دپاره بسپنه (اعانه) ټوله کړم.
دا بسپنه کومه اندازه نلری، دا د هر وګړی د وسعی او توان پوری اړه لری، په دهدادی کی یوی کونډی میرمنی موږ ته دری متره خامتا په اعانه کی راکړه.
یو سړی راوړاندی شو او ویویل چی زما دوه ځلمی زامن دی، د ا مسلمانانو او یهودانو د جنګ لپاره په چنده کی قبول کړۍ.
د وزیر بابا د تقریر او خطابی په مهال د خلکو د سترګو نه د اوښکو رود روان وو.
مومند بابا وویل چی زما په ټول مال کی کوم شی چی ماته زیات ګران دی هغه زما ټوپک دی، هغه می په چنده کی ورکړ.
زما یوه بله خاطره دا ده چی وزیر بابا د ګولایی په کلی کی اوسیده، د کلی په مینځ کی یوه چینه وه چی اوښانو، خرو، میږو او پسونو به له همدی چینی نه اوبه څښلی، نجونو او میرمنو به هم د همدی چینی نه اوبه وړلی.
یوه ورځ زه د وزیر بابا سره ناست وم، یو سړی وزیر بابا ته راغی او هغه ته یی عرض وکړ چی د باندی د تنظمیی رئیس صاحب ولاړ دی او د راتګ اجازه غواړی.
وزیر بابا وویل: مهربانی دی وکړی.
دا سړی تنظمیه رئیس مرحوم عبدالاحد خان ملکیار و.
څه مهال چی وزیر بابا په کندهار کی د تنظمیی رئیس وه، عبدالاحد خان ملکیار د بابا د لاس لاندی عسکری قوماندان وه، خو مومند بابا ته یی د برحال وزیرنه زیات احترام درلود او په پښتنی عرف او عادت یی مومند بابا ته یی د ( ګل لالا) د خطاب نه کار اخسته.
تنظیمیه رئیس د تګ په وخت کی وویل:«ګل لالا ماته څه امر او خدمت؟»
بابا ورته د چینی د د غیر صحی اوبو څکلو په مورد کی معلومات ورکړل.
ملکیار صاحب وویل: چی که خدای کول سبا ته به زه مهندس د چونی او سمنتو سره راولیږم. چی بیا د دوه ورځو په درشل کی چینه، د وزیر بابا د نظارت لاندی جوړه شوه او د اوبو نل په کی نصب شو.
په ۱۳۲۸ کی می په شینوارو کی وظیفه درلوده، د غنی خیلو په اولسوالۍ کی د محمد اکبر خان په نامه یو ډاکټر زما ملګری و، دی ډاکتر د امانیه په دوره کی د ننګرهار په فرقه کی یی هم د ډاکټری وظیفه اجراء کوله، د هغه د خولی روایت دی: چی کله غازی امان الله خان اروپاه ته په سفر تللو، د ننګرهار د خلکو د مخه ښی دپاره ننګرهار ته راغی، غازی امان الله خان، مومند بابا هم د ننګرهار د فرقی د لوی قوماندان په صفت، د کابل نه د ځان سره راوستی وه.
د لوی ننګرهار په زرګونو خلکو د امیر شهید په باغ کی د اعلیحضرت امان الله خان د مخه ښی دپاره راغلی وو.
امان الله خان د خپل سفر د هدف په باب په تفصیل سره خبری وکړی.
مومند بابا د خلکو په مخ کی په لوړ آواز ږغ وکړ چی اعلحیضرتا! زه د ننګرهار د خلکو په وکالت اروپا ته ستاسی اعلیحضرت سفر لازم نه ګڼم.
اعلیحضرت امان الله خان مومند بابا ته په جواب کی وفرمایل چی : فرقه مشر صاحب ته خو عسکر یی، خو ما د دنیا سره د خپل ورتګ خبری کړی دی او زه هم عسکر یم ، یو ځل چکی چکی وشوی.
تبصره:« د هیواد دوه ملی شخصیتونو یعنی محمود طرزی او مفکر محمد ګل مومند د اعلیحضرت امان الله خان د اروپایی خورا اوږده سفر سره مخالفت وکړ، د ملکه ثریا سره همدی اوږد اروپایی سفرد هیواد داخلی او بهرنی دشمنانو ته زمینه برابره کړه چی د ملکه ثریا فوتو شاپ شوی لوڅ عکسونه په سرحداتو کی خپاره کړی او په عمومی توګه د غازی امان الله خان نهه میاشتنۍ غیاب دده د سقوط له لویو عواملو څخه بلل کیږی.
نتیجه دا چی د غازی امان الله خان د سفر سره د مومند بابا مخالفت نه ځانله چی یو شجاعانه وړاندیز او کار و، بلکه مطلقاْ منطقی او واقع بینانه او دوستانه دریز یو وه.- محمد داؤد مومند.»
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.