غزل
کله اوښکه شي ګريوان کې مې لمده شې
يـا انځور جوړ دواړو ستـرګو ته اينه شې
د تصوير ليکه دې پاس اسمان کې ګورم
چې د خيال کړۍ کې پورته شی لمبه شې
د حسـرت پـه تورتـمـو کې تري تـم يې
جـوړه بيا د مـحبـت خـوږه شيـبه شـې
خوشبـويې د تن دې سرو ګلونو راوړه
د بلبل په غږ کې سر شي زمزمه شـې
د ژوندون پـر اډانه کې مې راخـور یې
په ليدو مې دې راڼه دواړه لـيمـه شـې
هره ساه مې ستا پر نوم باندې شمیرمه
که نه ژوند راته بې ستا جوړ هديره شې
طوفاني سين کې مې ورکې مـرغـلرې
په لـټـون کې سـمنـدر ارته سیـنـه شـې
سره بنګړي او د اوږۍ پاولي مې مات شې
له تعلیم چې پیغلې بـنـدې پـه پـلمـه شي
د هېواد يـاد بـه مـې ذهــن ژونـدې سـاتي
د پرديـس زړګي مـې دغه يـو اسـره شـی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.