زما عمر اوس ۳۵ کاله دی، او تراوسه مې واده نه دی شوی. د دې وجه دا ده چې زموږ په کورنۍ کې دا دود دی چې له کورنۍ نه بهر واده کول یوه ټیټه خبره ګڼل کېږي. زموږ د کورنۍ مشران چې کله سره راټول شي، په ډېر افتخار وايي چې موږ له تېرو اوو نسلونو راهیسې هېڅکله له کورنۍ نه بهر واده نه دی کړی.
زه اوس د ۳۵ کلونو عمر ته رسېدلې یم، خو تر دې مهاله هېچا زموږ له کورنۍ څخه د واده غوښتنه نه ده کړې. له نورو کورنیو نه خو ډېر وړاندیزونه راغلي دي، خو زما پلار او وروڼو هېچا ته هم هو، نه ده ویلې.
زما دنني احساسات کله کله دې اندازې ته ورسي چې زه د شپې چیغو وژاړم، اسمانونه ته سر پورته کړم او له خپلو مور او پلار څخه په زارۍ وغواړم چې خدای لپاره مې واده وکړي، که څه هم له یو تور زنګي غله سره وي. خو بیا د شرم او حیا له کبله چوپ پاتې شم. زه دننه دننه مړه شوې یم، یعنې ژوندي پاتې جسد یم.
کله چې په واده او نورو مراسمو کې خپلې همزولې د خپلو مېړونو سره خوشاله وګورم، نو زما زړه په ژور درد اخته شي. یا خدایه! داسې لوستي جاهل مور او پلار دې هېچا ته مه ورکوه چې د خپلې کورنۍ دودونه وساتي او د خپلو ماشومانو ژوند برباد کړي.
زما درد د جومات امام هم د جمعې په خطبه کې نه بیانوي.
اې مولوي صیب! ته هم لږ غوږ شه! د شپې چې کله زما پلار او مور په یوه خونه کې ویده وي او وروڼه مې له خپلو مېرمنو سره په خپلو خونو کې وي، نو پر ما څه تېریږي، دا یوازې زه پوهېږم.
اې د وخت واکمنه! ته هم واوره. د فاروق اعظم په وخت کې یوه ښځه د درد په حال کې داسې شعرونه وویل چې مانا یې دا وه:
“که د خدای ویره او د قیامت حساب نه وای، نو دا بستره به نن شپه لړزېدله.”
فاروق اعظم چې دا واورېدل، نو سخت خپه شو او امر یې وکړ چې هېڅ مېړه دې خپلې مېرمنې څخه درې میاشتې زیات جدا نه پاتې کېږي.
اې د وخت واکمنه،
اې زما پلار جانه،
اې د هېواد مفتي اعظم،
اې د محلې د جومات امام صیب،
اې د ښار پیر صیب،
زه له چا خپل وینه وغواړم؟ زما درد به څوک درک کړي؟
زما ۳۵ کاله عمر تېر شو، خو زما پلار لا هم هغه خبره کوي چې زه به خپلې لور ته د کورنۍ نه بهر هېڅکله واده نه کوم.
اې خدایه! ته شاهد اوسې چې تا زما لپاره ډېر ښه وړاندیزونه راولېږل، خو زما کورنۍ هغوی خپله رد کړل. څو کاله وروسته چې زما پلار تسبیح په لاس ونیسي نو ووایي به چې د لور قسمت همداسې و.
اې خلکو، راته ووایاست، که څوک تیار خواړه ونه خوري او بیا ووایي چې دا یې نصیب و، نو هغه پاګل دی که عاقل؟
الله پاک خو هر څه برابر کړي دي، خو خلک باید خپله پرېکړه وکړي. همداسې زما او زما په شان نورو لپاره الله ښه وړاندیزونه برابر کړل، خو زموږ والدینو یا موږ خپله هغوی رد کړل. اوس وایي چې دا زموږ قسمت و.
خدایه! پر خپلو لورګانو رحم وکړئ. ما په ډېرو کورونو کې معذور او ليوني ماشومان لیدلي دي، چې دا د کورنۍ په کورنۍ کې د وادونو پایله ده. د دې ډول دودونو نه لاس واخلئ چې زموږ په اسلام کې هېڅ ځای نه لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.