ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم مومند بابا-(۱۲مه برخه)

محمد داؤد مومند

144

د مومند بابا یو لیک په پیښور کی د خیبر د اخبار مدیر، مولینا خانمیر هلالی په نوم:

دا لیک د ۱۹۵۷ کال د پیښور د خیبر د اخبار مدیر، هلالی صاحب ته لیږل شوی و چی په هماغه اخبار کی نشر شو، بیا څه موده وروسته د کابل په مجله کی هم خپور شو.

زما محترم ورور هلالی صاحب!

تاسی ته څرګنده ده چی ملی ژبه نن ورځ په نړۍ کی خورا اهمیت لری، نو هر ویښ حساس ملت ته ښایی چی په هره بڼه، هر حساب او هری ملاحظی سره خپلی ملی ژبی ته اهمیت ورکړی.

موږ یو تاریخی ملت یو، موږ تاریخی نوم او نخښی، غوره کلتور او ثقافت او ځانګړی ملی شئون لرو، موږ باید خپل ملی او تاریخی ارزښتونو ته پام وکړو، مورنۍ او ملی ژبه چی په تلو ده، ټینګه کړو، ښه یی وساتو، ویی پالو، ویی روزو، اخلاق، آداب او څپیڅلی رسوم او عنعنات چی زموږ د ټولنی د اعزاز او اعتبار او سرلوړۍ وسیله ګرزی د خلل او ورکیدو څخه وژغورو.

پښتو ژبی ته ناپامی  د بی علمۍ څخه ده، نو ښایی چی پښتانه پوهی او علم ته مخه کړی، علم په مورنۍ ژبه په آسانه طریقه تر لاسه کیږی، نو ځکه زموږ ژبه باید علمی شی او په دی توګه ژوندۍ او د نورو ژبو سره سیاله وساتل شی.

درسی کتابونه په پښتو کړو، مکاتب پرانیزو، علوم او فنون ټول په بښتو ژبه زده کړو.

په دی کاروان کی څوک برخه لری؟

څه ډیر وګړی او کسان به وی چی په دی هاند کی برخه لری، مګر ادیبان او د فضیلت خاوندان ترټولو دمخه دی.

ویل کیدای شی چی د یوی ټولنی او ملت مقدرات د یوه ملت د ادیبانو او د قلم خاوندانو د قلم او لیکاڼی پوری اړه لری.

ادیبان د مشهورو قائدانو، اتلانو او ښاغلیو کسانو نه هم لویه او جګه مرتبه لری، ادیبان او د فضیلت خاوندان د ټولنی مربیان دی، خټک خوشحال خان بابا د همدی ډلی د ادیبانو او حکیمانو او د فضیلت د خاوندانو څخه دی، هغه خدمت چی ده د پښتو ژبی د غښتلتیا او بیاوړتیا دپاره کړی دی د بل ادیب په وسعه پوره نه وه.

ژبه د زوال او خلل څخه ادیبان ساتی، نوی لغات او اصطلاحات د ژبی خصوصیاتو سره او پیاوړتیا دپاره، ایجادوی، ژبی ته انکشاف او ارتوالی او غناء وربخښی.

صرفیه او نحویه قواعد یی ضبطوی، اخلاق، اداب، رسوم، او لنډه دا چی د ټولنی د ژبی درست خصوصیات او خصائل ژغوری.

زموږ ځینی بی احساسه ادیبان، یا نا پامه ادیبان یا بی علمه ادیبان، هرڅه چی دی، په عکس سره، ملی لغات یی له پامه وغورځول او صرفی او نحوی قواعد یی قید او خوندی نکړل.

ژبه یی ونه ساتله، بی ځایه او بی لزومه پردی لغات او اصطلاحات یی په پښتو ژبه کی رواج کړل، د پردیو ملتونو اخلاق، تهذیب، رویات، عنعنات، د ژوند روش، رسوم او داسی نور څیزونه یی په موږ کی جاری کړل.

لنډه دا چی پښتو ته یی خیانت او پردیو ژبو او ملتونو ته یی خدمت وکړ.

النادر کالمعدون، والمعدوم لیس بشیء.

اوس مناسب بریښی چی د خپلو ادیبانو پام دی خواته وګرځوو، چی کلتور، اخلاق، آداب، ډول، رسوم، ګوزاری او نور ښاغلی خصائل د پښتو او او پښتنو د ژوند ایجابات، د زمانی او عصر ضروریات، احوال او نور څیزونه د نظر لاندی ونیسی او د عملی کولو دپاره یی ملا وتړی او د خپلی ژبی او ولس خدمت وکړی.

زما په فکر او آند سره ښایی زموږ ادیبان، زموږ پوهان او عالمان او د فضیلت خاوندان، دا چاری په لاندی ترتیب سره وکړی، یعنی:

لمړی: سمدلاسه درسی کتابونه د مکاتبو او مدارسو دپاره تألیف او ترجمه کړی.

دوهم: په دی کتابونو کی ښایی چی د زده کوونکو ذهنیت او استعداد د نظر لاندی ونیول شی.

لومړی کتابونه باید په ساده او آسانه ژبه ولیکل شی او د زده کوونکو د پوهی او ذهنیت نه بهرنه وی، ورو ورو دی، ددی خبری او بحث میدان ارت او پراخه شی او د مضمون  محتویات دی لوړی سطحی ته جګ شی تر څو چی خبره عالی مضامینو ته ورسیږی.

دریم: د پښتو ژبی د صرف او نحوی مختصر او مفصل کتابونه دی تألیف شی.

څلورم: پښتنی اصیل اخلاق، آداب، د معاشرت ډول او طرز، رسوم او عنعنات، غوره خصائص او خصائل دی د واقفو او لایقو محررینو او لیکوالانو لخوا په مناسب او علمی ډول راغوڼډ او په غوره شکل دی، ولیکل شی، تر څو پښتانه زلمیان په خپل ملی رسالت پوه شی، د ترقی او لوړوالی په لور ګام واخلی، خپل عزت مونده کړی او د نړۍ د مترقی او متمدنو ټولنو په قطار کی ځانته خپل لوړ مقام تر لاسه کړی.

پنځم: تر دی وروسته، دی، مختصر او مفصل ملی تاریخونو لیکلو ته پامرلنه وشی.

د پخوانیو تاریخی حالات او د ښاغلیو ملی مشرانو او اتلانو کارنامی دی بیان شی، همدا راز دی د مغرضو مؤلفینو او مورخینو ملی ضد اغراض په ګوته او سرګند شی.

د هر مؤلف یا مورخ کتاب یا کوم مضمون ته، چی په ترڅ او ضمن یی سیاسی، نژادی، مذهبی او ژبنی نورملی ضد اغراض مضمر وی اعتبار ورنکړل شی.

[په اوس مهال د غبار اوفرهنګ سیاسی تاریخونه د داسی مدعا مظاهر بلل کیږی – داؤد مومند]

شپږم: تر دی وروسته دی د عصر او زمان مطابق د هنر او فنونو کتابونه په پښتو ژبه ترجمه او تألیف شی، د نورو علوم کتابونه دی د اړی او ضرورت په بنسټ  په پښتو ژبه واړول شی.

فرهنګونه او د لغت کتابونه دی تألیف شی، مخصوصاْ دی په یوه مکمل قاموس باندی کار وشی. ( وزیر بابا ته دی مبارک وی چی ده په خپله د پښتو ژبی لمړی قاموس چاپ کړو- مولینا هلالی)

په همدی بڼه دی اخبارونو او د مجلو خپرونو ته هم خورا اهمیت ورکړل شی.

اخبارونه او مجلی دی هم، داسی وی چی هرڅوک تری د خپل حال او احوال او کار او روزګار او علمی او فنی لیاقت، اهلیت او استعداد په تناسب تری ګټه او استفاده وکړی شی.

داسی نشی چی ځانله خواص د نظر لاندی ونیول شی او عوام هیر شی او یا دا چی عوام د نظر لاندی ونیول شی او خواص هیرشی، منظور داچی د موازنی ساتلو ته په کلکه پاملرنه وشی.

تر څو چی معلومات او وقوف د هر وګړی ډیر شی، نه چی بی ځایه نغمه سرایی او سادوګری د علم او هنر ځای ونیسی.

محترم هلالی صاحب!

تاسی ددی چارو سره خورا مینه او علاقه لرۍ، ممکن دی چی په دی خصوص ځانګړی نظریات ولرۍ او دا هم ممکنه ده چی تاسی به د نورو فضلاو او پوهانو سره د افکارو او نظریاتو تبادل کړی وی او یوه مناسبه لاره به موندلی وی.

پدی توګه به ستاسو د افکارو او نظریاتو نه ګټه واخلو. که چیری زما دا نظریات سم وی، نو د پښتنو د نوی نسل چی په دی برخه کی لږ یا ډیر خدمت کولای شی، باید هیله وشی چی خپله وسعه ونه سپموی، تر څو چی په یوه ګډه او مشترکه مساعی او زیار زموږ د ټولو ملی هیلی د عمل جامه واغوندی.

مننه

  هلالی صاحب ته د مومند بابا د لیک خاتمه.

د لیکنو سلسله دوام لری

ستر پښتون. ملی مفکر او زعیم مومند بابا /یوولسمه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.