ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا- (۱۳مه برخه)

محمد داؤد مومند

890

د ډاکټرمحمد طاهر بورګی لیکنه:

وزیر محمد ګل مومند یو لوی ملی زعیم او په خپل هیواد او ملت مین شخصیت و.

ده د خپل هیواد د عزت او د خاوری د تمامیت، دوستان او دشمنان ښه پیژندل، دی پوهیده چی د هیواد او ملت میرڅمن او دشمنان څوک دی؟

او د بلی خوا کومی ډلی او وګړی د افغان ملت، عزت او ترقی او سرلوړی غواړی؟

دا چی یوه لویه برخه وطنوال له دنیا نه بی خبره، بی سواده او د خرافاتو په لومو کی نښتی، خپل دوست او دشمن نه شی پیژندلای او د بد خواهانو په پسته ژبه، په مکاره څیره او ظاهری بڼه، ژر تیروځی او د شپون او قصاب توپیر نشی کولای، دی حالت، مومند بابا ډیر ځوراوه.

خو مومند بابا له خپلو هڅو، نه مایوس کیده، ډیرو فشارونو او ستونځو، دا په وطن ستر شخصیت دی ته اړ کړ، چی له رسمی او دولتی مشاغلو نه لاس واخلی او په کرایی کور کی کښینی، خو دده شخصیت هومره دروند، لوړ او منلی وه چی وزیران به دده د لیدو دپاره دده جونګړی ته راتلل او په دیر احترام به یی دده نظریاتو او تفکراتو ته غوږ نیوه.

وزیران خو لا څه کوی بلکه د افغانستان پاد شاه اعلیحضرت محمد ظاهر شاه به هم دده لیدو دپاره دده کورته ورته.

مومند بابا به د پادشاه سره هم په پښتو ژبه خبری کولی، دا ځکه چی ده د خپلو اصولو او عقیدی نه، چی پښتو ژبه زموږ د ولس د اکثریت او ملی او لمړۍ ژبه ده، عدول نشو کولای، او پدی برخه کی د پادشاه رعایت او امتیازهم ورته ګناه ښکاریده، دا د بابا د شهامت او نرتوب هغه امتیاز وه چی د افغانستان په تاریخ کی یی ساری ندرلود.

روسیه د هند تورو اوبو ته رسول غوښتل، که څه هم د پتر (پطر) لښکری د هوتک شاه اشرف په دوره کی د ملی اتل سپه سالار سیدال خان ناصر په مټ، د ایران په شمالی برخو کی ودرول شوی او پطر د ضلعی تړون ته اړکړی شو.

روسانو به کله د وچ زور، نه ځانله زموږ د خاوری ځینی برخی تر لاسه کولی او کله به یی د منافقت او استعماری حیلو او چلونو، د مهاجرینو په نامه خپل جاسوسان زموږ هیواد ته رالیږل، مخصوصاْ د بخارا د نیولو نه وروسته په زرګونو کورنۍ افغانستان ته مهاجرت وکړ چی په دوی کی د شوروی اتحاد جاسوسان هم ګډون درلود، دی جاسوسانو به کله د ملی ستم په نامه او کله به یی د انترناسیونالستی شعارونو او بغارو په نامه او پلمه زموږ د ملی واکدارۍ په ضد دسیسی جوړولی او بیا بی یی د همدی ډلو په مرسته په حکومت او اردو کی جړلی ځغلولی.

مومند بابا ته دا حالت معلوم وه، او خصوصاْ هغه وخت هیواد ته خطر رانژدی شو چی روسانو یوه ډله ځوانان لکه د پرچمیانو او خلقیانو په څیر، د انتر ناسیونالستی شعار لاندی د بخارا د پاچا غاړی ته ورواچول او د هغه حکومت یی نسکور کړ او د خپلی خوښی څو جمهوریتونه جوړکړل.

مومند بابا چی کله د قطغن او بدخشان د تنظمیه رئیس په توګه مقرر شو، هغه ته دا نوره هم څرګنده شوه، چی روسانو په لمړی قدم کی دی سیمی ته سترګی نیولی دی.

په دی سیمه، مخصوصاْ قطغن کی نفوس خورا لږ وه، په هغه سیمو کی خلکو د هستوګنی دپاره زړه نه ښه کاوه، هلته نیزارونه، ځنګلونه او پراخی لا مزروع دولتی دشتی او ځمکی وی چی خوکان په کی ګرزیدل، څرنګه چی معروفه متل وه چی «اګر مرګ میخواهی قندوز برو».

خو د تنظیمیه رئیس محمد ګل مومند، څرنګه چی د ژورفکر او د ټینګ عزم خاوند و، تصمیم ونیو چی دا سیمه به ودانوی اوهلته به د افغانستان ډیر بی کوره او بی ځمکی کوچیان چی نه یی کلی درلود او نه هدیره ، میشته کوی.

مومند بابا کوم شخصی امر جاری کولو ته اړه نه درلوده، هلته د غازی امان الله خان له دوری نه د ناقلینو قانون موجود وه او هدف یی دا وه چی د شمال دولتی ځمکی په بی ځمکو خلکو وویښل شی او د هغه قانون د عملی کولو دپاره قوی او پیاوړی مشرتابه اوعزم ته ضرورت لیدل کیده، چی دا زعامت او تفکر او عزم د محمد ګل بابا په وجود کی لیدل کیده، او هغه عملی هم کړ.

هلته د بزګرۍ نه بر سیره د مالدارۍ صنعنت هم وغوړید او پراخه شو او همدا راز تجارت وده وکړه او تجارتی شرکتونه جوړ شو.

نن ورځ ستمی او تجزیه غوښتونکی عناصر لکه مورخ صدیق فرهنګ او داسی نور د مومند بابا په دی ملی خدماتو قهرجن او په ماتم کی دی، چی ګوندی د هیواد شمال خو ځانله په شمال کی د تاجکانو او میشته قومونو مالکیت وه او خوارو پښتنو حق ندرلود چی په دی سیمو کی میشته او د زمکی خاوندان شی.

همدا محمد ګل مومند وه چی په زرګونو بخارایی مهاجرینو ته یی د اسلامی ورورګلوی په بنسټ خیرمقدم ووایه، هغوی سره به یی په ترکی ژبه خبری کولی او هغوی یی د هستوګنځیو او ځمکو خاوندان کړل. خو ستمی ډلی دی ته نه ګوری او فکر کوی چی دا زمکه هم د پاردریایانو پلرنۍ او اجدادی حق او میراث وه.

ما، مومند بابا څو ځله لیدلی وه، لمړی ځل په هغه مهال چی زه د حقوقو د پوهنځی محصل وم له محمد فقیرخان مومند چی د حاجی حسن خان مومند زوی وه، د مومند بابا لیدو ته ورغلم، مومند بابا په ګذرګاه کی په یوه خټین کرایی کورکی اوسیده، او بیا وروسته به په منظمه توګه د بابا لیدو ته ورتلم.

دده لیدو ته به د پښتو ژبی او ادب ستوری او پوهان، علمی او سیاسی شخصیتونه اواستادن لکه استاد حبیبی، استاد رشاد، استاد خادم، استاد رشتین، استاد الفت، استاد بینوا، استاد مجروح، استاد قدیرخان تره کی، استاد زیار، میوندوال او همدا رازقومی مشران لکه حاجی حسن خان مومند، لمر اعلی نشان غازی ببرک خان (ببرک خان ته غازی امان الله خان د لمراعلی مدال یا نشان وربخښلی وه) زامن لکه نائب سالار صاحب زمرک خان، یاور صاحب عبدالله خان ځدران، شیر محمد خان ځدران، محمد رسول خان پښتون، غلام  محمد خان فرهاد او داسی ګڼ شمیر ذوات راتلل.

ما په لمړی ځل د مومند بابا له خولی د پښتو ویلو او پښتو کولو عبارات او دهغه تر مینځ تفکیک او ترکیب او تحلیل او تجزیه واوریده، د مومند بابا په نظر، پښتو یوازی ژبه نه وه، بلکه پښتو د ژوند اصول وه، څرنګه چی پښتانه پښتو د غیرت او پښتونوالی سره مترادف بولی او وایی چی: «پښتو یی ورسره وکړه» یعنی میړانه یی ورسره وکړه.

څرنګه چی د یونان مشهور فیلسوف د ولسواکه حکومت قوانین او مقرراتو ته ځانله د قواعدو په سترګه نه کتل او ویل یی:«دا قواعد باید د ژوند اصول وګرځی» مومند بابا به هم، پښتو، د شرافتمندانه ژوند اصول بلله او غوښتل یی چی پښتانه هم دا ومنی، او هم عمل پری وکړی.

د مومند بابا درست ژوند، خوراک، پوشاک، تفریح او هرڅه لکه فخرافغان پاچا خانصاحب په څیر ساده او فقیرانه و، دی د یوه معلم په یوه فقیرانه کورکی وفات شو.

که نن ورځ د دغه پرهیواد، ملت او پښتو او پښتونولۍ مین، د وطن او ملت صادق خدمتګار، ساده او فقیرانه ژوند، د وطن او ملت د خدمتګارۍ د مدعیاتو سره انډول کړو، اصلا له مقایسی وتلی خبره ده.

خدای دی زموږ ټولنی ته د مومند بابا په څیر یو بل خدمتګار، لارښود او ملی زعیم  ور په برخه کړی.

د داکتر صاحب بورګی د لیکنی ختم.

د لیکونو سلسله دوام لری.

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم مومند بابا-(۱۲مه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.