حج اکبر

عبدالعزیز نایبي

143

اولاد هم د خدای نعمت وي، خو که لـږه سړه توده پرې راشي، مور او پلار ته یې زغم سخت وي. نسیم غریبۍ اړ کړی و چې له خپل کور کلي څخه ډېر لرې، سعودي ته مساپر شي. پر هغه باندې د مزدورۍ په ټکنده غرمه کې چې تالو یې د روژتي په څېر وچ او تریخ و، ناڅاپي د ځوی زیری وشو؛ ورور یې د لوگر له خروار څخه ورته زنگ وهلی و. نسیم له ډېرې خوشالۍ څخه په جامو کې نه ځاېېده، هغه په تلیفون کې خپل ورور ته ووېل:

– ما نوم ورته خوښ کړی دی؛ ثنا! جمعې ته ملا صیب راوغواړئ چې غوږ کې یې اذان وکړي.

ورور یې د نسیم ټولې سپارښتنې پرځای کړې. له هغې ورځې څخه څو کاله تېر شول، داسې ژر ته وا په ژمي کې چې د مازدیگر لمر په منډه، منډه د غرونو شاته پناه کېـږي؛ ثنا پنځه کلن شو. کرار، کرار په خبرو راغی خو په لارې نه شوای تللی، هغه به په ټټر څښېده. د ښار ډاکتران یې په علاج کې پاتې راغلل، د ثنا د پښوو هډوکې کاږه وو او ځینو به وېل چې سوځېدلي دي. د مور او پلار له سترگو څخه يې خوب تښتېدلی و، هغو به هر وخت د خپلې بېوسۍ او قسمت د لاسه لپې، لپې اوښکې تویولې.

یو ورځ د ثنا تره ته چا وېلی و چې «سره میاشت» د هډوکو په ناروغېوو اخته ماشومان، جرمني ته د درملنې له‌پاره استوي. دې خبر د ثنا د رغېدو مړژواندې هیلې، راژوندۍ کړې.

وايي:«بنده حیران، خدا مهربان»، د افغاني سرې میاشتې ټولنې، ثنا جرمني ته د درملنې لپاره واستاوه، هلته په یوه روغتون کې بستر شو. ثنا چې د مور له غېـږې رابېل شوی و، د بسترېدو په همغه لومړۍ ورځ، زړه‌ تنگی شو – هغه ژړل او په چیغو، چیغو یې خپله مور غوښته. ثنا ډوډۍ او درمل سم نه خوړل، روغتیاپالان یې په کرارولو کې پاتې راغلي وو؛ هغه د ېوازېتوب احساس کړاوه.

«د خدای کړه او د بنده ورته کاته»، د ثنا له بد حال څخه په جرمني کې مېشت یوه افغان کورنۍ د هغه د روغتیاپالې په وسیله چې سره گاونډیان وو، خبر شول. د روغتیاپالې افغان گاونډۍ له هغې سره روغتون ته ولاړه ترڅو د ثنا په کرارولو او دل‌اسایۍ کې خپل وس وازمايي.

کله چې دوی روغتون ته ورسېدل، راساً د ثنا کوټې ته ورغلل. هغه د دوی په لېدلو، مازې هم، له خپل ځایه ټکان ونه‌خوړ. ثنا په کټ کې ناست و، سترگې یې په اورسۍ پورې گنډلې وې او ترې، ترې دباندې کتل. د روغتیاپالې گاونډۍ ورو، ورو د هغه کټ ته ورنېـږدې شوه، خو هغه خیال پرې را نه ووړ. همدا چې په مورنۍ ژبه یې ورغـږ کړل، ثنا بې اختیاره په خپل ځای کې ټوپ کړل، سترگو کې یې د خوشالۍ برېښنا وځلېده، هغه دومره خوشحاله شو لکه چا چې ټوله دنیا وربښلې وي.

ثنا خپل ډک زړه د روغتیاپالې گاونډۍ ته چې د مور مینه یې پرې ماتېده تش کړ او له هغې څخه یې خواست وکړ چې له روغتون څخه یې ژر خارج کړي، ترڅو بېرته خپلې مور ته ورشي. د روغتیاپالې گاوندۍ ثنا درملنې ته هڅاوه، هغې په نرمښت او مینې ورته ووېل:

– گوره! لږ صبر وکړه، ترڅو له احتیاج څخه خلاص او پر خپلو پښوو روان شې. پوهېـږې؟! همدا چې پخیر جوړ شې، همزولو سره به دې فوتبال او خوسی وکړې!

هلک په هغه ورځ په مړه گېډه ډوډۍ وخوړه، له ډاکترانو سره یې چلند هم ښه شو.

تر هغې وروسته به د روغتیاپالې د گاونډۍ خاوند نوري، هره ورځ له کار څخه تر رُخصت وروسته د ثنا پوښتنې ته ورته. د نوري او وړوکي ماشوم انډیوالي پخه شوه، یوه ورځ یې له هغه څخه د پلار د نوم پوښتنه وکړه، ثنا ورته ووېل:

 – پلار مې نسیم نومېـږي، سعودي کې ده!

نوري خپل تلیفون راواخیست او په انټرنیټ کې یې د نسیم لټون پېل کړ. فیسبوک، مسینجر، واټس‌اپ او وایبر یې پسې وپلټل، ښاېسته موده یې پرې ولگېده چې اېله یې نسیم وموند او له هغه سره یې پېژندگلوی وشو. نوري، پلار او ځوی سره په تلیفون وغـږول، هلک له ډېرې خوښي من، من غوښې اخیستې. پدې تلیفوني مکالمه کې نیسم – نوري ته په ټوکه ووېل:

– سعودي کې چې موږ مېلمه له لرې وگورو ځان ترې پټوو، ستاسو دې کور اباد وي چې زما د وړوکي ځوی لاس‌نیوی مو کړی!

 نسیم نه پوهېده چې له نوري څخه څنگه مننه وکړي.

وايي د صبر مېوه خوږه وي، د ثنا له درملنې څخه ښاېسته موده تېره شوه او بلاخره هغه ورځ راورسېده چې هغه په خپلو پښوو روان شو. ثنا کولی شوای چې بېرته د مور غېـږې ته ستون شي. هغه د تگ په ورځ له خپلو خواخوږو سره په مینه‌ناکه ژبه مخه ښه وکړه، پداسې حال کې چې نوري او د هغه مېرمن په هوایي ډگر کې د ثنا د تگ ننداره کوله؛ هغه په چټکو گامونو د الوتکې په لور وخوځېد او په خپلې مخې ولاړ.

د نوري ژوند د تېر په څېر روان و، ېو ورځ چې هغه له کار څخه ستومانه کور ته راغلی و، کرار په کټ کې پرېوت څو دمه جوړه کړي، سترگې یې لا نه وي ورغلې چې ناڅاپه یې د تلېفون زنگ وشرنگېد، په خوبولو سترگو یې څنگ ته ایښی تلېفون راواخیست، شنه تڼۍ یې کېښکوده او «هلو» یې کړل! د مقابل لوري غږ ورته اشنا تر غوږه شو.

هو! د ثنا پلار نسیم و چې مکه معظمه کې ولاړ او نوري ته یې د عمرې حج کاوه، نوري باندې د اکبر په شان په خپل کور کې د حج زېری وشو!

دل به دست آور که حج اکبر است

از هزارن کعبه یک دل بهتراست

عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.