کونړ ولایت په افغانستان کې د لرګیو د صنعت له پلوه مهم ځای لري. دغه ولایت د خپلو طبیعي منابعو او د لرګیو د پراخې زراعتي ځمکې له امله د لرګیو تولید او پروسس لپاره مناسب دی. د کنړ ځنګلونه د افغانستان ملي پانګه او ددې پانګې څخه هغسې ګټه نده اخیستل شوې چې باید ترې اخیستل شوی وای او د وطن په ابادی او سرلوړی کې یې خپله برخه لرلی.
د کونړ او نورستان په ځنگلونو کې ليوه، پړانگ، هوسۍ، سوې، شکوڼ، گيدړې، سورلنډې پيدا کيږي. په مارغانو کې غرنۍ چرگان، بازان، کوترې،زرکان، کارغان، مرغ زرين يا ډينگ پیداکیږي. د څیړۍ، ښوون او د نښترو ونې پکې ډيرې دي. له ۱۳۵۸هـ ل کال نه وړاندې په کونړ کې شاو خوا ۳۳۲۵۰۰درې دريش لکه، دوه زره او پنځه سوه جريبه ځمکه په ځنگلونو پټه وه. د ۲۹ ميليونه مربع متره صنعتي لرگيو نه ۲۵ ميليونه يواځې په کونړ کې وو، د ۱۹۸۳ م کال نه وړاندې د دې ځنگلونوتجارتي توان ۸۶ زره مکعب متره لرگي وو.
ځنګلونه د هیواد په اقتصاد کې رغنده رول لوبوي، ځکه همدا ځنګلونه دي چې په ژمې کې وریدونکې واورې او اوبه ذخیره کوي، چې بیا په اوړي کې په تدریجې ډول خوړونو او سیندونو ته بهیږي او د ځمکو او فصلونو د خړوبولو لپاره ترې کار اخستل کیږي، ځنګلونه د څارویو لپاره ښه څړځایونه دي چې په کنړ او نورستان کې شپونکې خپل څاوري په دوبي کې لوړو ځنګلونو ته بیایې تر څو هلته یې په راشنه شویو وښو کې يې وڅروي او په ژمي کې یې ګرمو سیمو ته بیایې او هلته ورته د څیړیو (بلوط) او ښوونو(زیتون) د ونو ښاخونه پرې کوي او خپل څاروي پرې مړوي. له بل پلوه د کنړ او نورستان په ځنګلونو کې مرخیړي او نور ارزښتمن او طبي بوټي راټوکیږي چې د پسرلي په موسم کې خلک ځنګلونو ته ځي او هلته دا بوټي راټولوي او په ښه بیه یې پلوري. او همدا ځنګلونه دي چې د کنړ او نورستان غرونو ته یې ښکلا وربښلې، او پاکه او تازه هوا، ښکلی او زړه راښکونکې منظري لري، چې که خدای وکړي او په هیواد کې سوله راشي نو د سیلانیانو لپاره ښایسته د سیاحت او تفریح ځایونه دي.
دلته ځینې مهم ټکي د کنړ ولایت د لرګیو صنعت په اړه:
۱/طبیعي منابع: کنړ کې د لرګیو مختلف ډولونه، لکه صنوبر، بلوط او نور، موندل کېږي. دغه لرګی د جوړونې، فرنیچر جوړونې او نورو صنعتونو لپاره کارول کیږي.
ساختماني چارو کې د لمړنيو خامو موادو په شکلچې په مختلفو شیانولکه د کورونو پټولو د کړکيو او دروازو جوړول، مسطح کول ، ګادر جوړولو، د تيليفون دستنو جوړول، د ګاډۍ په تیرونو، پولونو او همداراز دکښتيو په جوړولو کې په پراخه پيمانه ګټه ترې اخيستل کيږي.
/۲ محلي اقتصاد: د لرګیو صنعت د کنړ ولایت په محلي اقتصاد کې مهم رول لري. دا صنعت نه یوازې د خلکو لپاره د کار فرصتونه برابروي، بلکې د محلي تولیداتو په زیاتولو کې هم مرسته کوي.
کورنيو او اهلي حيواناتو د روزلو لپاره د وښو د برابرولو له امله هم ځنګلونه يو خاص ارزښت او ونډه لري، چې په ټوليز ډول هغه خلک چې ځنګلي سيمو کی اوسيږي د څارويو روزل يې ورځنی کسب وي، علت ئي څړ ځاى او د وښو ډيرښت وي،چې له دې لاري څخه نه يوازې داچې غوښه په لاس راځي بلکي نور حيواني محصولات (لبنیات) هم په لاس راځي .چې دا هم يو ستره عايداتي منبع ګڼل کيږي .
نه يوازي داچې د کنړ ځنګلونه د څارويو لپاره مناسب چاپيريال جوړويبلکي د ماهيانود روزلو لپاره هم ځانګړى ارزښت لري ځکه هغه رودونه، ډندونه او سيندونه چې په ځنګلي سيمو کې موقيعت لري، له يو پلوه د رڼو او پاکو اوبوپهلرولو او له بله پلوه دغذائي موادو پراخو زيرمو د لرولو له امله د ماهيانو د روزلو او د نسلد توليد لپاره ډير ښه ګڼل کيږي، چې اوس هم په داسي سيمو کې په طبيعي ډول سره دماهيانومختلفي نوعی په پراخه پيمانه پيدا کيږي چې دماهيانو د ښکار لپاره ښه محل جوړوي او له دي لاري څخه زياته پيمانه غوښه لاس ته راځي او په اقتصاديپياوړتيا کې ستر رول لوبوي.
۳/ پروسس: په کنړ کې ځینې کارخانې او کارګران د لرګیو پروسس کې فعاله دي، چې د لرګیو د کټولو، پرې کولو او نورو پروسو لپاره کار کوي.
په کونړولايت کې د نجارۍ د صنعت لپاره اوليه توکې (خام مواد) لرګې دي نوموړي اوليه توکې يعني لرګې په سيندونوکې د سيلاونو درا و تلو او د ځنګلاتو څخه راوړل کيږي داخام توکي په مختليفو قسمونو ترلاسه کيږي چې ځيني چي عبارت دي لهديار٬ صرف ٬کاچل٬ پارتل ٬ انډه ٬ شپشل اونورو مګرپه وروستي حالاتوکي صرف تختي ٬بازوګان ٬اوچوکاټونه ترلاسه کيږي اقتصادي خبره داده چي نوموړي نجاران اکثره په ځنګلونو کي د پاتي شونوتوکواوپه سيندونو کې د سيلابونود نيول شوو لرګيو څخه استفاده کوي چي دا ځنګلات د کونړولايت په مختليفو ساحو کې موجوديت لري لکه کوړنګل ٬ شوړيک اواسماردرې ځايونوڅخه لرګي راوړي په دي ټولو لرګيوکې تر ټولو قيمت ترين انډه دي چي نوموړي لرګيو پيداکيدل هم يو څه مشکل کاردي خونجاران ورته بيا وچي نښتري چپه کوي اودخپلي فابريکې لپاره ترټولو قميت ترين کاري مواد برابروي.
۴ /چالشونه: د لرګیو صنعت سره یو شمېر چالشونه هم مخ دي، لکه د چاپیریال ساتنې قوانین، د غیرقانوني کټولو ستونزې او د بازار نشتوالی.
۵ /د پرمختګ امکانات: که چیرې د لرګیو صنعت ته پاملرنه وشي او مناسبې پالیسۍ جوړې شي، نو دا سکتور کولی شي چې د کنړ ولایت لپاره اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند معیار ښه کړي.
د دې صنعت د پرمختګ لپاره اړینه ده چې حکومت، NGOs او محلي ټولنې په ګډه کار وکړي ترڅو د پایدارې مدیریت او چاپیریال ساتنې له لارې د لرګیو صنعت ته وده ورکړي.
اقلیمي بدلون
افغانستان د اقلیم د بدلون له امله له جدي ننګونو سره مخ دی، چې د میلیونونو خلکو ژوند یې اغېزمن کړی او د اقتصادي او بشري ناورین لامل شوی دی. د اقلیم له بدلون سره د مقابلې لپاره د نړیوالو تړونونو له لاسلیک سره سره، سیاسي بې ثباتۍ او د نړیوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندلو دغه هېواد له مالي او تخنیکي مرستو څخه د ګټې اخیستنې مخه نیولې ده.
وړاندې شوي راپورونه ښیي چې افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې تر ټولو زيات زیان ليدونکی هیواد دی، په داسې حال کې چې د شنو خونو ګازونو په اخراج کې یې ونډه ډیره کمه ده. دا وضعیت د نړۍ په چاپیریال باندې د صنعتي هیوادونو د منفي اغیزو او تخنیکي ظرفیتونو او نړیوالې همکارۍ ته د نه پاملرنې له امله رامینځته شوی. له همدې امله د څښاک پاکو اوبو ته نه لاس رسی، د داخلي بې ځایه شویو کسانو زیاتوالی او د کرنې په سکتور کې د پام وړ زیانونه په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو لپاره د زیربناوو د پیاوړتیا او نړیوالې همکارۍ بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي. دغه هېواد له دغو ننګونو سره د مقابلې او د خلکو د ژوندانه د ښه والي لپاره د نړيوالې ټولنې جدي پاملرنې او ملاتړ ته اړتيا لري.
اقلیم د یوې سیمې د ټولو جوي پېښو منځني حدود دي چي په یوه ټاکلي وخت او ځای کې بېلابېلې ځانګړتیاوې غوره کوي یا په بل مفهوم د یوې سیمې اقلیم د چاپېریال د حالتونو ترکیب دی، لکه خاوره، شینوالی، هوا او نور.
اقلیم یو داسې مفهوم دی چې د نړۍ د چاپېریال ټولې برخې په نظر کې نیسي او له همدې امله د نړۍ هېڅ برخه یو بل ته ورته اقلیم نلري.
اقلیمي بدلونونو اغېزې:
د اقلیم پوهانو په نظر د حرارات درجې دومره لوړېدل به طبعي یخچالونه ویلي کړي او د سیندونو د اوبو د سطحې لوړېدو له امله به د میلونونو کسانو کورونه تخریب او له منځه لاړشي، دغه راز به ممکن د حیوانانو او نباتاتو ډېری انواع هم ضایع او له منځه لاړشي.
د هوا د ګرمېدو له امله به ممکن ډېری زراعتي ځکمې په شاړو ځمکو او بیابانونو بدلې شي، په یو شمېر سیمو کې به برعکس پېښې رامنځته شي، د بارانونو د اورښت له امله به سیلابونه راووځي، د مخ پر وده هیوادونو خلک به د نورو په پرتله ډېر زیانمن شي، ځکه دوی به له اقلیمي بدلونونو سره د توافق او ځان عیارولو لپاره کافي بودجه نه لري.
په دې سربېره به د ځمکې د حرارات درجې د لوړېدو له امله په ځنګولونو کې د اورلګېدو پېښې رامنځته شي، په سیبري سیمو کې د یخوهلو (کنګل) ځمکو د ویلې کېدو له امله به هوا ته ګلخانه يي ګازونه ازاد شي؛ چې له امله به یې اقلیمي بدلونونه را چټګ او شدید شي.
پدې وروستیو کې موږ ددې شاهدانو یو چې په کنړ او د افغانستان په نورو سیمو کې ځنګلونو ته اور اوچول کیدو، او یا په بې رحمه ډول دا ځنګلونه قطع کیدل، همدارنګه ژوي او حیوانات چې د طبیعت ښکلا پرې جوړه ده پړانګان او نور ژويپه بې رحمه ډول وژل کیدل او یا ګاونډیو هیوادونو ته قاچاق کیدل حاکم حکومت باید دې ټکو ته ځانګړي توجو وکړي تر څو د ځنګلونو قطعه او قاچا او د ژویو ژوند ته پوره توجو وشي چې زموږ طلا په کور دننه خوندي شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.