کله چې پوخوالي ته ورسېږئ (نظیفه دفتاڼۍ)

نظیفه دفتاڼۍ

451

کله چې د خپل عمر پوخوالي ته ورسېږئ،
پوه به شئ چې په ژوند کې ډېر ځوابونه په سکوت کې نغښتي دي، نه په خبرې کولو کې.

کله چې پوخ والی ترلاسه کړئ،
په دې به وپوهېږئ چې هره لار ستاسو لپاره نه ده. ځینې لارې یوازې د تجربې لپاره دي، نه د رسیدو لپاره.

کله چې پوخ والی ترلاسه کړئ،
پوه به شئ چې د خلکو د تایید غوښتل یوه بې ګټې هڅه ده. تر ټولو غوره تایید ستاسو د زړه سکون دی.

کله چې پوخ والی ترلاسه کړئ،
پوه به شئ چې ماتې یو زوال نه،بلکې د بریا یوه پخه لاره ده. تاسو به په خپلو نیمګړتیاوو کې فرصتونه ومومئ.

کله چې پوخ والی ترلاسه کړئ،
درک به کړئ چې هره اړیکه د دوام لپاره نه ده. ځینې خلک یوازې د درس په توګه ستاسو ژوند ته راځي او بیا ځي.

کله چې د خپل عمر په دې پړاو کې ودرېږئ،
پوه به شئ چې د ژوند اصلي خوند په کوچنیو شېبو کې دی: د ماشوم خندا، د باد یوه نرم څپېړه، او د شفق رنګونه.

کله چې پوخ والی ترلاسه کړئ،
پوه به شئ چې د پخلاینې ځواک ستاسو په کمزورتیا کې نه دی، بلکې ستاسو په زړورتیا کې دی. د مغرور نه، بلکې د هوښیار په څېر وبښئ.

کله چې پوخ والی ترلاسه کړئ،
درک به کړئ چې ستونزې یوازې د ودې لپاره دي، نه د پرېښودلو لپاره. د هرې ستونزې تر شا یو نوی درس نغښتی دی.

کله چې پوخ والی ترلاسه کړئ،
پوه به شئ چې هیڅوک ستاسو لپاره ستاسو خوشالي نشي پیدا کولی. هغه یوازې ستاسو په خپل لاس کې ده.

کله چې پوخ والی ترلاسه کړئ،
پوه به شئ چې تل هڅه وکړئ چې مهربانه اوسئ. ځکه چې مهرباني هغه تحفه ده چې هېڅکله نه زړېږي.

کله چې د خپل عمر پوخوالي ته ورسېږئ،
پوه به شئ چې د ژوند اصل سکون دی. هر څه چې سکون واخلي، هغه په حقیقت کې ارزښت نه لري.

کله چې پوخ والی ترلاسه کړئ،
پوه به شئ چې نه هره جګړه ګټل اړینه ده او نه هره جګړه پیل کول د ارزښت وړ دي. ځینې جګړې په پرېښودلو کې بریا لري.

کله چې پوخ والی ترلاسه کړئ،
درک به کړئ چې د خلکو په منځ کې یوازې اوسېدل د هغوی په زړونو کې د ځای پیدا کولو په معنا نه دی. اصلي اړیکه په اخلاص او ژمنتیا کې ده، نه په شمېرو کې.

کله چې پوخ والی ترلاسه کړئ،
پوه به شئ چې وخت د ژوند تر ټولو ارزښتناک پانګه ده. هغه خلک او کارونه غوره کړئ چې ستاسو وخت د ارزښت وړ وګرځوي.

کله چې د خپل عمر پوخوالي ته ورسېږئ،
درک به کړئ چې سکون یوازې په خاموشۍ کې نه دی، بلکې په مننې کې هم دی. هره شېبه د یوه نعمت په سترګه ورته وګورئ.

کله چې پوخ والی ترلاسه کړئ،
پوه به شئ چې ماضي د زده کړې لپاره ده، نه د ژوند لپاره. خپل پام په راتلونکي باندې متمرکز کړئ، ځکه چې د ژوند ټول فرصتونه په راتلونکي کې دي.

کله چې د خپل عمر پوخوالي ته ورسېږئ،
پوه به شئ چې تېر شوي وختونه بیا نه راګرځي. خو د هغوی یادونه کولی شي چې تاسو ته د نوي ژوند جوړولو انرژي درکړي.

کله چې پوخ والي ته ورسېږئ،
درک به کړئ چې اصلي شتمني په شتمنۍ کې نه ده، بلکې په سولې او خوښۍ کې ده چې ستاسو په زړه کې وي.

کله چې پوخ والي ته ورسېږئ،
پوه به شئ چې د هر انسان شاته یوه نه لیدل شوې کیسه ده. مخکې له دې چې قضاوت وکړئ، هڅه وکړئ چې درک یې کړئ.

کله چې پوخ والي ته ورسېږئ،
درک به کړئ چې ژوند نه یوازې په رسېدو، بلکې په سفر کې دی. د هرې شېبې خوند واخلئ، چې وخت په تمه نه پاتې کېږي.

ځکه پوخوالی یوازې د عمر اضافه کېدل نه دي، بلکې د ژوند د معناداره لید نوم دی.

!کله چې اوسپنې واک واخلی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.