تکیه-اړ نومځاینیوي (را، در، ور)
کله، کله خوب د یو څه په فکر کښې لاړ شي، خو بیا یې لاس ته راوړنه ښه وي.
نن د ۲۰۲۴ کال د نومبر ۱۵-م دی.
اینکلیتیکي یا مختکیه اړ نومځاینیو ته مې فکر شو. د داتیو حالت(؟) یا اړیکوییونو اړیکنیوونو( د پسېځاینیوو حالت(؟)) ته مې فکر شو، چې دا مختکیه اړ نومځاینیو را، در، ور خو په اړیکنیوونو کښې له اړیکوییونو څخه داسې بېل لیکل کیږي: (را،در، ور)( څخه،سره، کره، پسې، پورې، ته، کښې، باندې…).
فکر مې په ځم، راځم، درځم، ورځم کښې شو، چې د تلل، راتلل، درتلل،ورتلل داوس مهال بوختیا یا کړنه ده. دلته دا ،، را، در، ور،، د دې کړنويي پورې نښتي دي. خبره اوس په دې کښې ده، چې ایا دا را، در، ور اوس د دې کړنويي یا د اړوند کړنوییونو برخه ده او زه درځم، ته ورځې،…..، چې په دې ډول کارونه کښې به بیا ،، ښایي،، دا ،، را، در، ور،، د هغه لومړیو، دویمو او دریمو کسان د ځای لپاره هم راځي او که څنګه؟
دا خو دا روښانه کوي، چې دا ځم پخپله یو لوریز کړنویی دي( خو لور به یې لور ته وي، چې ناڅرګنده ده) او دا نور راځم، درځم، ورځم، د لومړي-، دویم- او دریم کس په لور او همداسې و هغه ځای ته هم لوریز دي.
دا دې هم وه-څېړل شي، چې نور داسې وییونه کوم دي او دا څرنګه کړنوییونه دي؟
هغه کړنوییونه، چې را، در، ور ور سره سرېښ، دي: تلل، ختل، راکښل ( کښل نه لري). نور به یې ګران لوستونکي پیدا کړي.
زه په دې اند یم، چې غونډالې دې پوره ولیکل شي.
دا له دې څه کړنوییونو څخه څرګندیږي، چې دا د هغه کړنوییونو لپاره راځي، چې پرېکړوني نه لري او له هغو سره، چې لهکړنوییونو پرته ګړوني هم لر لکه زه سپین وهم. زه ډوډۍ خورم، لههغو سره نه راځي.
زه تل په دې اند یم، چې غوډلې باید پوره ولیکل شي، اوس پوښتنه دا ده، چې د ځم سره باید ،، زه ،، ولیکل شي، چې غونډاله پوره شي او زه ځم شي، ایا دا دې هم د پوره غونډالې لپاره زه راځم، ته راځي… ولیکل شي، چې له دې سره به دا و ښوول شي، چې دا ،،را-،، د هغه لومړي کس او دا تګ هم د لومړی یا د همهغو انډول کسانو د ځای لپاره دی، چې د لته کسان په پام کښې نه نیول کیږي یا هغه یې موخه نه ده.
یادونه: دا را، در، ور هم له هغو کړنوییونو سره راځي، چې پرېکړونی نه لري.
دا د پښتو هکپک کوونکي (هکپککونکي) ژبې بله ژبلاریزه ځانګړنه ده.
بیا: دا را، در، ور د یوګڼ، ډېرګڼ او د دې کسانو د ځای لپاره هم راځي. دا ژبه دغسې ده نو، له ځانګړنو ډکه ده.
اړیکوییونه = پسېځاینیوي. د ې. دا یې دنده ده، چې د نوموییونو د نور څه پسې راتلونکوپه منځ کښې د اړیکنیوونو دنده لري.
اړیکنییووني یا اړیکټینګوونی= کازوس یا کاز (کېز) ( دا ړیکټیګووني د ما د پزپوهنط کتاب کښې پوره څېړل شوي. دا د دندې بدل شوو نوموییونو+ اړیکویینو په مرسته یا دندې له امله د نورو ژبوویونو سر، چې پسې راځې، اړیکې ټینګوي، نو له دې امله اړیکټینګوونی یا اړیکنیووني دي، چې ښه موخه-وره نومونه یې همدا اړیکټینګووني ده.
دا یواځې او یواځې په اړکتینګوونو کښې کارولکیږي او بس:
خبره په دې کښې ده، چې ایا دا را، در، ور یا ورسره سرېښ دا کړنوییونو لوریز کوي ا ا بیا همداسې کړنوییونه پاتیږي او دنده یې هم همدا ده. په دې حالت کښې به بیا دا لوریز کړنوییونه وي، نو د د را، در، ور له امله یو بل څه. دا دنده دا را، در، ور یواځې د ټاکلو کړنوییونو سرهلري او دلته به بیا دا هغه د پسېتړلي نومځای نیوي دنده نه لري.
د کلیتیکوم( د مخه سرېښ، او یا مختکیه اړ) په څېر: که دا موضوع په نورو ژبو کښې وکتل شي، سوچه بوچه د توپېري پوهېدنو دی. په پښتو کښې موږ درې داسې مورفېمونه لرو، چې دي: را، در، ور. دا ګوره سېلبې او ټینګوالی یا خج هم لري او دا د تړلو یا ورسره سرېښېدو شونتیا وې هم.
دا په پښتو کښې، چې ما ورته فکر کړی یاما څېړلي دا په ژبه کښې دوه ډوله لور لري.
لومړی: دا کلیتیکون وییونه دوله و ژبې ته راننوزي. د او وییونو د کړنوییونو سره د مخه سرېښیږي او دې کړنوییونو ته یو لور ورکوي، چې له امله دا لوریز وییونه هم بللی شو، چې د هغه بنسټويي پوهېدنه لري، چې دې لوریز کلیتیکون دا کړنویی لوریز کړی. لکه د تلل کړنویی سره، چې دي. ځم، راځم، درځم، ورځم. لوریز ولی او د هغه ځای ټاکته د دې را، در، ور سره.
دا په رشتیا په نورو ژبو کښې ډېرتوپېرېدونکی کارونه او……. لري
دا په اړیکوییونو کښې په خاوندوالي اړیکټینګوونی کښې د پسې تکیه-اړنومځاینییو په څېر لکه ما، مې، دې، یې او په پسېځاینیوي اړیکټینګوونې یا داتیو آړیکټیګوونې کښې دا را، در، ور راځي.
دلته دا مخنومځاینیوي او پسېنومځاینیوي دي.
راځۍ و ګورو، چې ځانیز نومځاینیو د تکیه-اړنومځاینیوو سره څنګه بدلیږي او په څټ.
— زه دې ووهلم. زه تا ووهلم. دلته ،،دې،، او همداسې،،تا،، کړوني دی.
زه دې وهم. زه تا وهم. کړن. دلته ،، دې،، او ،، تا،، پرېکړوني دي.
زه دې ورور یم. زه د تا ورور یم. پهدې غونډلو کښې ،، دې،، او ،،دتا،، د خواوندوالي نومځاینیوي دي.
— موږ لرو : در څخه( سره، کره،پسې، باندې، کښې، پورې، ته) او
د ځانیز نومځاینیوو سره لیکو:
له تا څخه (سره، کره، پسې)، پر تا باندې، په تاکښې، تر تا پورې، و تا ته.
دلته: در= له تا، پر تا، په تا، تر تا، و تا.
ګورو چې: له، پر، په، تر، و مورفېمونه دي، چې و ،، تا،، ته پوهېنه یووړه. ،، پوهېدنوړونکي مورفېمونه..
راځې، را اخلې او نور دا لوریز نومځاینیوي، چې دا را، در، ور ورسره سرېښ دي.
غوره یادونه: دې د خاوندوالي نومځاینیو پوهېدنه کښې د مونېم ،، د ،، سره د ،، ما،، پوهېدنه د کړوني او همداسې پرېکړوني څخه و ،، د ما ،، ته وړل شوې.
یادونه: دا نور نه څېړم، پوره څېړنه یې د ما د ژبپوهنې په کتاب کښې شته.
دا د خبرو څه په پښتو ژبلار کښې نه – یا پوره او سم نه دي څېړل شوي، نو راځۍ، چې د زړه له کومې خبرې ورباندې وکړو.
غوره یادونه: موږ ګورو، چې له دې را، در، ور او مې دې، یې او مو سره په پښتو د نورو ژبو ګومان مې دی په مخامخ دوه نومځاینیو لرو. داتکیه-اړ- او ځانیز نومځاینیوي.
د ما برېښنا پټه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.