د لیبرال-کاپېټلېزم بحران

ژباړه: نصيراحمد څپاند

197

ليکوال: داود انوري
له درى څخه پښتوته ژباړه
نصيراحمد څپاند
له ۱۹۹۱ کال وروسته، د شوروي اتحاد تر سقوط او د نړۍ یو قطبي کېدو سره، د امریکا د متحده ایالاتو له لوري د “نړیوالې کلي” شیپور وغږېده. د لیبرال-ډیموکراسۍ د ارزښتونو د خپرولو له لارې، او د رسنیو، مدني ټولنې، او لیبرال سیاسي ګوندونو په کارولو سره، دغه ایدیالوژیک حرکت په ټوله نړۍ کې ډېر جذابیت او پراخه اغېزه پیدا کړه.
خو په تېرو ۱۵ کلونو کې، په ځانګړې توګه د ۲۰۱۰ کال د عربو پسرلي له پېښو وروسته، چې یادو بنسټونو په رژیمونو نسکورولو کې پراخه رول ولوباوه، د رسنیو او مدني ټولنې بې‌طرفۍ، خپلواکۍ، او د نه طرفدارۍ مفهوم په نړیواله کچه تر پوښتنې لاندې راغی.
د امریکا دننه بحران
پر دې سربېره، د رسنیو پر وړاندې شک او بې‌اعتمادي یوازې په پرمختیايي هېوادونو کې نه ده محدوده پاتې شوې. حتی په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، رسنۍ له سیاسي بحران سره مخ شوې. ټرمپ په پرله‌پسې ډول عامه رسنۍ په جعلي خبرونو، د خبرونو په تحریف، او د یو اړخیز دریځ په نیولو تورنولې.
اټکل کېږي چې ټرمپ ښايي په خپله دویمه دوره کې، د سپینې ماڼۍ د کنفرانسونو خونو ته د شرکتي رسنیو د استازو پر ورتګ بندیز ولګوي او یوازې خپلواکو خبریالانو ته د ګډون اجازه ورکړي. د ټرمپ یوه لویه نیوکه دا وه چې شرکتي رسنۍ پوهېدې چې جوبایډن د امریکا د چلولو وړتیا نه لري، خو بیا یې هم د هغه ملاتړ وکړ. د دې له امله ټرمپ د انتقام اخېستو په اړه فکر کوي.
د رسنیو د باور له لاسه ورکول
د دې لپاره چې د شرکتي رسنیو د باور له لاسه ورکول وښودل شي، لاندې شمېرې وړاندې شوي دي:
په ۱۹۷۶ کال کې، ۷۲٪ امریکایانو پر شرکتي رسنیو باور درلود.
په ۲۰۲۴ کې، یوازې ۳۱٪ امریکایان پرې باور لري.
په اروپا کې د باور کچه ۲۹٪، په بریتانیا کې ۳۶٪، او په هند کې ۴۱٪ ده.
په افغانستان کې د طلوع، افغانستان انټرنشنل، ۸صبح، امو، او نورو بې‌نومه رسنیو پر وړاندې د خلکو د باور کچه تاسو ارزولی شئ.
په ټوله نړۍ کې په اوسط ډول، یوازې ۳۳٪ خلک خپلې خبرونه له عامه رسنیو ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې ۵۵٪ خلک خپلې خبرونه د ټولنیزو رسنیو له خبریالانو ترلاسه کوي. دا د دې له امله دی چې ټولنیزې رسنۍ د لاسرسي وړ دي، جذابه دي، او د خلکو لپاره د باور وړ ښکاري. که څه هم، د ټولنیزو رسنیو له ۱۰ راپورونو څخه ۶ یې له پوره پلټنې پرته خپرېږي، چې دا خپله یوه جدي اندېښنه ده.
پایله
له دې لنډ تحلیل څخه څرګندېږي چې:
شرکتي رسنۍ،
د ټرمپ بدیل،
او ټولنیزې رسنۍ،
په “نړیواله کلي” کې، چې رسنۍ د هغې یوه اساسي برخه بلل کېدې، نه یوازې دا چې خپل ارزښت نه ساتي، بلکې هره ورځ له لا ډېرو بحرانونو او د خلکو له لا زیاتې بې‌اعتمادۍ سره مخ دي.
د مدني ټولنې حالت چې د “نړیوالې کلي” په چوکاټ کې د نړۍ د سړکونو واکمنه بلل کېده، له رسنیو څخه هم زیات خواشینونکی دی.

!د بازار موندنې مديريت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.