یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې روښانه شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې د دې یتیم ځوان جسد تېره ورځ (یکشنبه، ۱۱ د لیندۍ) موندل شوی.
سرچینه وايي، دا ځوان دوې اوونۍ وړاندې لا درکه شوی و او جسد یې په یوه بوجۍ کې اچول شوی او ځنګل کې غورځول شوی و.
یوې بلې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي چې دا ځوان د غازي اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیې قومندان «ملا ثاقب ګلیزي» او د ګوجرو د قومي مشر «ملا قدر علي سالار» له لوري چې په دې ولسوالۍ کې نظامي دنده لري وژل شوی.
سرچینه وايي، د دې ځوان قاتل هم طالبانو نیولی او پر خپل جرم یې اعتراف کړی چې دا پېښه د میراث په خاطر را منځته شوې.
موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو کونړ کې د ځايي طالب چارواکو نظر هم واخلو خو ونه توانېدو.
په دې وروستیو کې په ختیځو ولایتونو کې د خپلمنځي نښتو، هدفي وژنو او جنايي پېښو ګراف لوړ شوی چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
اطلاعات روز
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.