د فرصتونو ډیوه

لعل پاچا ازمون

156

خون دې په غاړه نشي یار آئینه مه ځړوه
رپ د بڼو ته د قرار آئینه مه ځړوه
ځواني مې پاتې نه ده یار آئینه مه ځړوه
د ژوند پر ستړې ستړې لار آئینه مه ځړوه
د فرصتونو ډیوه مړه ده لمر ولاړ دی پر سر
له ما نه نشي انتظار آئینه مه ځړوه
د خپل وجود په رنګ پوهېږم یم د مني پانه
مخ ته دنیا مې د رزوګار آئینه مه ځړوه
د زمانې د هوسونو ښار تالا والا شو
تا نه ښکلا قربان او ځار آئینه مه ځړوه
زما ګرېوان پورې یوه تڼۍ هم پاتې نه ده
نوره د ژوند ددې سینګار آئینه مه ځړوه
د غضب کاڼي یې په لاس دي دی دا وخت بدرنګه
ته د ځوانۍ د نوبهار آئینه مه ځړوه
په دې سرو کې د پښتو اوس نښه پاتې نه ده
پر دې دېوال نور د دستار آئینه مه ځړوه
ماحول ټول پردی پردی دی او سندره نشته
ازمونه روح ته د سېتار آئینه مه ځړوه
۲۰۲۴/۱/ ۱۲ کټینسویل، مېرېلېنډ، امریکا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.