ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم مومند بابا- (۱۴ برخه)

216

د پیاوړی ژورنالست، لیکوال او مورخ غوث خیبری د لیکنی لنډیز:

محمد ګل مومند یو څو اړخیزه شخصیت وه، په دی معنی چی دی، یو علمی، ادبی، ټولنیز، سیاسی او عسکری شخصیت او ملی زعیم و.

د پښتو ملی ژبی، پښتو او پښتونولۍ او د پښتنو د عزت سره دده د تفکر او عمل تړون د هیواد په تاریخ کی ساری نلری.

که مومند بابا په کندهار کی دنده درلوده، نو هلته یی هم د کندهار د روڼ اندی قشر سره، د پښتو ژبی د د رسمی کولو، پرمختیا او تعمیم په اړه خپل فکر او عمل شریک کړی وه، څرنګه چی په کندهار کی یی «د پښتو مرکه» تأسیس کړه اوعبدالرحمن لودین یی لمړی مشر وټاکل شو، د یادونی وړ خبره ده.

همدا رنګه  چی دفتری چاری او مراودات په فارسی ژبه وه، په پښتو ژبه وګرځول، دده لوی ابتکار وه، چی له بده مرغه بل داسی میړنی افغان پیدا نشو چی ددی ستر لارښود لاره تعقیب کړی، تر ده وروسته د کندهار په پښتنی سیمه کی دفتر او دیوان بیرته فارسی شو.

زما په اند د پښتو ژبی د ورسته والی یو اساسی او بنیادی علت دا وه چی پښتو ژبه د امیر شیرعلی خان نه وروسته په ارګ او دربار او د حکومتونو په کابینو کی لار، نه درلوده.

ما په کندهار کی د یوه عالم، لیکوال او محقق پښتون (نجیب صاحب) چی د لوی استاد پوهاند عبدالشکور رشاد ورور کیږی، څخه دا روایت واورید چی وزیر محمد ګل مومند په کندهار کی له ویښو او په ملی او پښتنی تفکراتو سمبال پښتنو له محمد رسول خان پښتون، استاد حبیبی، قومی او اداری مشر معین خیرو جان، عبدالرحمن خان لودین، استاد رشاد او ګڼ شمیرعلمی او قومی شخصیتونو سره تل لیدنی کتنی درلودی.

پوهاند استاد حبیبی د اطلاعات او کلتور د وزارت د پښتو د پرمختیا د ریاست، چی مشر یی وطنپال شخصیت، محمد ابراهیم خواخوږی و، په یوه ځانګړی غونډه کی، دا یادونه وکړه که چیری لوړ مقامات مخالفت ونکړی نو د وزیر صاحب محمد ګل مومند د لیکولو آثارو یوه ټولګه او مجموعه به چاب او خپره کړو او زه چمتو یم چی د مومند صاحب د پیژندګلوۍ او شخصیت په حقله، پرچاب کیدونکی مجموعه باندی مفصله سریزه یا مقدمه ولیکم او دا به د پښتو د پراختیا د ریاست دپاره ستره کامیابی وی.

موږ په همدی اړه او ارتباط یو وړاندیز د اطلاعاتو او کلتور وزیرداکټرعیدالرحیم نوین ته چی د حسن شرق نژدی ملګری و، وړاندی کړاو نوین وعده راکړه چی په دی مورد کی به له لوړو مقاماتو سره خبره وکړی، خو بیا وروسته محترم محمد ابراهیم خواخوږی ته د اطلاعات او کلتور د وزیر لخوا خبر ورکړ شو چی دا کار دی فعلاْ معطل او وځندول شی، وروسته موږ ته څرګنده شوه چی محمد حسن شرق ددی کار سره موافقه نه وه کړی.

دا یوازی محمد حسن شرق نه و، چی د خپل لوړ صلاحیت نه یی د پښتو ژبی او ستر پښتون د علمی او معنوی زیار پر ضد منفی او ملی ضد موقف غوره کړ، بلکه داسی ډیر فارسی ژبی پوهان، د قلم خاوندان، مورخین او په دربار او کابینو کی وزیران وه چی د وزیر بابا د نوم سره یی حساسیت درلود او پرهره ممکنه ذریعه یی د مومند بابا د شخصیت او تفکراتو په حقله د وګړو په اذهانو کی منفی شکونه پبدا کول، چی غبار او فرهنګ هم په همدی کتارکی ولاړ وه.

پښتو ژبی او د خپل ولس سره د وزیر بابا د مینی او درد، څپیحلی پیغام په دی کی دی چی چی بابا خپل ولس ته د ننګ، غیرت، پت او عزت او پښتو او پښتونولی، توری، میړانی او ملی غرور سبق تازه کوی او د خپل ولس په اړه، خپل فلسفی ناسیونالستی افکار په ډیره ساده ژبه بیانوی، د ساری په توګه دا سترلارښود د پښتو فلسفه په څو لنډو لفظونوکی داسی څرګندوی:

«پښتو، پښتو منل، پښتو ویل، پښتو کول او پښتو چلول دی، پښتو خپلی خاوری، خپلو معتقداتو او خپل ولس او وطنوالو ته خدمت کول دی.»

دا د بابا هغه تفکرات وه چی ترده د مخه یی د هیواد په تاریخ کی هیڅکله ساری ندرلود.

د پښتنو په کلتور او فرهنګ پوری تړلی د (پښتو) لفظ د محمد ګل بابا د تفکر له مخی یوه نوی او جلا شرحه او محتوی پیدا کړه، چی په بشپړ ډول سره پرحق او حقیقت ولاړه او یو ریالستیک ماهیت یی درلود.

هغوی خپل ولس ته یو روڼ مشال (مشعل) روښانه کړی و، او ددی مشال په رڼا کی یی سمه لار خپل ولس ته ښودلی وه.

محمد ګل بابا به ویل چی:«د انګریزانو پاچاهانو په انګریزی او د ایران باچاهانو به په فارسی خبری کولی، خو زموږ پاچهان او سرداران چی په خټه پښتانه هم دی په خپله پلرنۍ او د ملت د اکثریت په ژبه نه پوهیږی او دا په حقیقت کی بی فرهنګی او د ملی ژبی سره نه بخښونکی جفا ده.»

محمد ګل مومند د خپلو سترو خدمتونو به بدل کی له غازی محمد نادر خان او دهغه د کورنۍ د ټولو حکومتی او دولتی مشرانو نه، نه د مځکو، باغونو، جایدادونو، کوټویو، ماڼیو ، او داسی نورو امتیازاتو هیله یا توقع درلوده، بلکه په هماغه تقاعدی معاش او فقیرانه ژوند یی قناعت درلود، خو د غازی نادرخان او د هغه د کورنۍ د واکداروغړو نه یی په کلکه د هیواد د لمړۍ یعنی پښتو ژبی رسمی کول او تعمیم غوښتل او په دی اړه هیڅ نوع معاملی ته تیار نه و، چی دا د ده د ایماندارۍ لویه او څرګنده نخښه وه.

موږ ولیدل چی ګڼ شمیر نورو بیړا او بی ایمانه مشرانو، پښتو ژبه او پښتونولی د مقام او چوکۍ او وزارت او صدارت د مقامونو سره معاوضه کړل.

دا څرګنده ده چی د محمد ګل مومند او د هغه د تفکر معاندین او مخالفین ټول فارسی ژبی و او دی ، تر نن ورځی پوری په لر او بر پښتونخوا کی یو پښتون لیکوال، استاد، پوه، سیاسی شخصیت، ژورنالست، قومی او ولسی مشر، مورخ، محقق، پوهاند او علامه ندی پیدا شوی چی ددی ستر مشراولارښود په مخالفت کی یی څه لیکلی او ویلی یی وی.

سترمشرباچا خانصاحب به ویل چی :«زه په افغانستان کی یو ملګری لرم او هغه محمد ګل خان مومند دی»

دا په صراحت سره څرګندوی چی دا ځانله فارسی ژبی محققین او مورخین او لیکوال لکه غبار او فرهنګ او د دوی فکری انډیوالان دی چی د هیواد د ملی او اکثریت ژبی سره ددوی حساسیت او کرغیړن ایرانی مشربه نیت څرګندوی، ځکه محمد ګل مومند ته، دوی د سترګو د اغزی په سترګه کتل او ګوری.

صدیق فرهنګ د بابا دی مفکوری او په دی لار کی مبارزی ته د «برتری خواهی» نوم ورکوی او په هیواد کی د صفویانو د دوری څخه تر اوسه د فارسی ژبی د آپارتاید پالیسی باندی سترګی تړی. دی کی هم هیڅ شک نشته چی په دی غمیزه کی پښتون تباره بیړا پادشاهانو او دولتی لویو چارواکو، که صدراعظمان وه که وزیران، ستره جفا کړی ده.

وزیر محمد ګل مومند په خپل ټولو کتابونو او آثارو کی دا عقیده او تفکر څرګند کړی دی چی «ژبه د ملی موجودیت او هویت، هوسا توب او یو والی، لوړوالی او جګوالی سټه او بنیاد دی، نوملی ژبه باید وساتل شی، وپالل شی، په هر حیثیت سره د ملت سمو اړینو ته چمتو شی.»

صدیق فرهنګ چی د پښتو ژبی د رسمی کیدو او تعمیم سره کلک حسایت درلود، د محمد ګل مومند په مورد کی لیکی:«محمد ګل خان مومند نظریۀ برتری خواهی قومی و لسانی اش را در محل اجرا گذاشت، خانواده های پشتون را حتی خارج از سرحدات افغانستان به تعداد زیادی به شمال هندوکش کوچ داده با دادن زمین و دیگر امتیازات اسکان و درماموریت هم به پشتو زبانان ترجیح میداد.»

داسی څرګندیږی چی په لوی شمیر فارسی ژبی محققین، مورخین، لیکوال او پوهان د پښتو ژبی د رسمی کیدو، تعمیم او د هیواد د لمړۍ ژبی په توګه په رسمیت پیژندلو نه، داسی ډاریدل او ډاریږی، لکه شیطان چی د (بسم الله) څخه ډاریږی.

صدیق فرهنګ هم د همدی ډلی څخه بلل او شمیرل کیږی.

صدیق فرهنګ په خپل جعلی او چپ غوښتونکی تخیلاتو تاریخ کی د خلځی یا خلجی قوم چی علامه حبیبی یی (غرزی) بولی او د پښتنو نیمایی نفوس تشکیلوی د یوه ایرانی مشربه وګړی په حیث (غل زوی) بولی او وایی چی دا قبیله د «بی بی متو» د حرامی نطفی څخه پیدا شویده، چی دا بهتان او افتراء د فرهنګ په بی فرهنګۍ او ملی شعور او وجدان په کمزورتیا او فقدان دلالت کوی او په څرګنده د هیواد د تاریخ او فرهنګ ستر دشمن او میرڅمن یعنی ایران ته خدمت کول دی.

خوشحال بابا وایی:

درست افغان له کندهاره تر اټکه

سره یو د ننګ په کار پټ او آشکار

ستر مشر، فخر افغان باچا خانصاحب په خپل یو تقریرکی وفرمایل: چی کوم مهال لوی احمد شاه بابا د هندوستان د فتوحاتو نه راستون شو، نو د جیلم په کرښه ودرید او ویویل:چی د جیلم نه ترآمو سینده پوری او د آمو نه د هرات او ایران سرحدی پولی پوری دا ستاسی طبیعی خاوره او وطن دی، ولی د استاد هاشمیان په وینا (ګمراه صدیق فرهنګ) د دیورند د استعماری کرښی هخوا او حتی سرحدی او قبایلی پښتانه اقوام، پردی او«بیګانه» بولی.

دا هغه منحوسه استعماری کرښه ده، چی د هیواد لویو جرګو او ټولو حکومتونو، استعماری کرښه بللی او حتی د پاکستان د فشارونو با وجود، دجمعیت او نظار شوری حکومت چی پاکستان حکمرانۍ ته رسولی وه، دی تاریخی شرم ته حاضر نشول چی دا منحوسه کرښه په رسمیت و پیژنی.

ولی بی فرهنګه، صدیق فرهنګ دا کرښه د انګلیسانو او د هغوی پنجابی غلامانو په څیر رسمی او قانونی او حقوقی بولی او د کرښی هخوا افغانانو ته د (بیګانه) او پنجابی په سترګه ګوري.

دا دیورند د کرښی هخوا او دی خوا قبایلی پښتانه وه چی د هیواد د استقلال د استرداد په جګړه او د سقویانو د چنګیزی حکومت نه د خلاصون او د نجات په محاذونو کی، فیصله کوونکی برخه واخسته او تاریخی افتخارات یی وګټل.

پښتنه کیږی چی د صدیق فرهنګ او دهغه د کورنۍ پلرونه او نیکونه په دی تاریخی جګړو کی چیرته تشریف درلود او په کوم (غار) کی پټ شوی و؟

خو بی فرهنګه فرهنګ دا نه یادوی چی د وزیر محمد ګل مومند د شمال د ریاست تظیمیه په دوره کی، په زرګونو پاردریایی اقوام افغانستان ته مهاجر شول او محمد ګل مومند ورسره د اسلامی او انسانی تفکر به رڼا کی ښه راغلاست ووایه او هغوی یی د ځمکو او کورونو خاوندان کړل او اوس، دا نمک حرامه کولابی نسل د سترملی زعیم محمد ګل مومند، په داسی ملی کار نامو سترګی پتوی او د خراسان غوښتنی او لوی تاجکستان جوړولو بغاری وهی او وایی «ما افغان نیستیم».

تفو بر تو ای چرخ ګردون تفو

صدیق فرهنګ هیر کړی دی چی تیمور شاه درانی د ملی ضعیف وجدان په نتیجه کی پښتو ژبه د دربارڅخه وویسته او دهیواد مرکز یی له ستر کندهاره کابل ته منتقل کړ، هغه ایرانی قزلباشان او نورو ایرانی اتباعو چی د نادر قلی افشار سره یو ځای افغانستان ته راغلل او د افغانانو په تاټوبی کی پاتی او میشت شول، تیمور شاه درانی چی هم یی موراوهم یی یوه ښخه ایرانۍ وه، دا ایرانی اتباع په لوړو دولتی دندو او وظایفو لکه دده د دربار د مشاورینو او منشیانو، مالی، اداری او اقتصادی دندو وګمارل او کابل ته د قزلباشانو د مهاجرت او تمرکزچاری یی، سمبال کړی، چی د پیړیو په اوږدو کی د دوی نسل زیاد شو او په افغانستان کی یی د فرهنګی ښکیلاک  او تهاجم ستنی ټينګی کړی او د یوه اقلیت په توګه یی د هیواد د ستر اکثریت په ضد یی د ایران د منافعو په ګټه د ګوډاګیانو او ایجټنانو په څیر خپله وسپارل  شوی وظیفه ترسره کړه.

د هیواد په جهادی دوره کی د ایران د تالی څټو جهادی ډلو جنایات زموږ د ژوند یوه، څرګنده، او د سترګو لیدلی تاریخی واقعیت دی.

خو د صدیق فرهنګ سترګی ددی تاریخی واقعیتونو د لیدو څخه ړندی دی.

هغه د دری ژبی متل دی چی :«کورخود و بینای مردم»

نپوهیږم چی غبار او فرهنګ او مخدوم رهین او داسی نور فارسی ژبی سادات چی ځان د پیغمبرعلیه اسلام اولاده بولی او پری افتخارهم  کوی، ولی له ژبنی او نژادی تعصب او کرکی نه د دوی ذهنونه تیاره او زړونه د نفرت نه ډک او لکه توره تبۍ، تک توردی؟

فرهنگ بل ځای غاپی او لیکی :«همزمان با برنامه تعمیم جبری زبان پښتو اجرااتی هم در آن زیر نظر وزیر معارف (منظوریی سردار محمد نعیم خان دی- مومند) در جهت تبلیغ ایدیولوژی ناسیونالستی مانند ایدیالوژی حزب نازی آلمان رویدست ګرفته و سعی به عمل آمد که تاریخ افغانستان هم به اساس نظریه مذکور تدوین و تدریس شود.»

په جواب کی باید وویل شی چی :«لغنت الله علی الکاذبین»

بی فرهنګه فرهنګ بل ځای خپلی غپا ته داسی دوام ورکوی:«سیاست ګذاری های فرهنګی و آموزشی په ګونه ای بوده است که سعی میشد، با تقویت زبان پښتو به عنوان زبان اول در مراکز اداری و فرهنګی و آموزشی و حتی سیاسی زبان فارسی را در برابر آن تضعیف محدود ګرداند.» ( ۲۶۶صفحه)

بی فرهنګه فرهنګ د یوه ایرانی او پښتو او پښتون دشمنه ایجتنت په توګه د محمود غزنوی نه نیولی بیا د صفویانو او بیا د تیمورشاه او دهغه د اولادی پوری د فارسی ژبی د آپارتاید د پالیسی د غندنی نه ځان ژغوری او دا فاشیستی پالیسی د پښتو ژبی په مقابل کی عادلانه بولی تر دی حده چی سردار نعیم خان ته د دیوه نازی وګړی په سترګه ګوری!!!

صدیق فرهنګ ولی د صفویانو په جنایاتو چی د (آله زبان بری) په مخصوصه آله یی د پښتنو ژبی غوڅولی او ډیرو پښتنانه یی چی سنی مذهبه وه په جبر او ستم سره شیعه مذهبه کړل سترګی پټوی؟

محتسب شیخ شد و فسق خود از یاد ببرد

صدیق فرهنګ په حقیقت کی حتی خپل سکه ورور، سید قاسم رشتیا چی د وخت د مطبوعاتو وزیر و، او د محمد ګل مومند سره یی د مطبوعاتو په ساحه کی د پښتو د ژبی د عادلانه سهم ورکولو، هود او وعده کړی وه، هم په غیر مستقیمه او لاشعوری توګه د آلمان د نازی پالسی، د یوه تطبیق کونکی په سترګه محکوموی.

د ایران د فرهنګی ښکیلاک بړیڅو، چی ټول یی فارسی ژبی وه او دی، د اسلامی دوری یهودی منافقانو په څیر چی د حضرت محمد مصطفی د تخریب پسی یی ملا تړلی وه د هیواد په معاصر تاریخ کی د پښتو او پښتنو او مخصوصا د پښتنو د سترلارشود او خادم، محمد ګل مومند پسی یی د هیح نوع، تفتین، تخریب او منافقت نه ځان ونه ژغوره.

د خیبری صاحب د لیکنی خاتمه.

د لیکونو سلسله د کتاب په پنځلسمه برخه کی دوام لری.

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا- (۱۳مه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.