د ماشومانو لپاره څنګه کیسې ولیکو؟

پیرمحمد کاروان

142

لنډه کیسه د ژوند د یوې یا څو مهمو برخو ښودل دي، چې په یوه لنډه زمانه کې د کرکټرونو په واسطه ښودل کېږي. په کیسه کې اصلي کرکټر د فرعي کرکټرونو په مرسته کیسه پر مخ وړي. د کیسې فرعي پېښې د اصلې پېښې لپاره لاره برابروي.
اوس به راشو د ماشومانو لپاره د کیسو لیکلو ته:

لومړی: ساده، روانه او په آسانۍ د پوهېدو وړ ژبه
پېچلې کنایې، استعارې او مشکل تشبیهات باید و نه لري.
مثال: بیا دې څه ګلونه کرلي دي؟ ته صبر زه به یې سابه په مالګه کړم. بیا به پوه شې چې له یوه من څو پتیرې پخېږي.
یادونه: پاس جملې مستقیم معلومات نه لري. یو ډول کنایې دي چې د ماشومانو سر سم نه پرې خلاصېږي. که په کیسه کې دا ډول کنایې راغلې وي، باید چې ماشومان یې په اصلي مقصد وپوهول شي. خو، ښه داده چې ماشومانو ته د دوی د سویې سره سمه ژبه وکاروو.
دوهم: د ماشوم په کیسه کې دې خشونت او سختې بوږنوونکې پېښې نه وي.مرګ ژوبله او د وینو تویېدل دې و نه لري. که د یوه پیغام د رسولو لپاره د ماشوم په کیسه کې یو خطرناک کرکټراو یا مو کومه بلا ښودله د وژلو پر ځای دې ماته شي، ورکه دې شي، یا دې په تیږه بدله شي.
مثال: ماشوم تښتوونکې بلا چې له ځان به یې یا زړه ښځه او یا زوړ بوډا سړی جوړاوه، بیا به یې ماشومان تښتول او بندیانول به یې. یو هوښیار هلک او یوه هوښیاره نجلۍ چې ورسره بندیان وو،په هنر او حکمت یې بلا وتړله. بندیان ماشومان یې آزاد کړل. ماشومانو غوښتل چې تړل شوې بلا د ازغیو په لښته ووهي او ویې وژني. خو هوښیارې نجلۍ او هوښیار هلک وویل:
ــ نه نه، تاسو بلا د ازغیو په لښتو مه وهئ. همداسې تړلې دي وي. که له ظلم توبه ګاره شوه، په خپله به آزاده شي. که د ظلم نیت ورسره وي، آخر به په تیږه بدله شي.

دریم: د ماشومانو د حیواناتو او مارغانو کیسې ډېرې خوښېږي. کله کله دوی ته باید داسې کیسې ولیکو چې کرکټرونه یې حیوانات او یا مرغان وي. دا کیسې کیدای شي داسې ورته جوړې کړو چې حیوانات او مرغان د انسانانو غوندې ژوند کوي، کورونه لري، خواړه خوري، ښه او بد کرکټرونه په کې دي. د یو بل مرسته کوي، له یو بل سره کینه کوي. له یو بل مرور کېږي…..

څلورم: د ماشومانو رنګونه ډېر خوښېږي. د ماشوم د کیسې کرکټرونه دې په رنګونو هم یاد شي، برګه پیشو، ژېړه غوا، تور پسه چې د لم ځونډی یې سپین دی، سور آس چې په ټنډه کې یې سپین خاپ دی، خالداره سویه.

پنځم: د ماشومانو په ځینو کیسو کې دې د کیسې اتلان او قهرمانان ماشومان وي.

شپږم: د ماشوم په کیسه کې اخلاقي روزنې ته باید پام وشي. مثال: امانت ساتل، هر چاته خوږې او په احترام خبرې کول. چاته ازار نه رسول. له مور، پلار او د کورنۍ له غړو سره مینه کول. د مشرانو درناوی، د ښوونکو درناوی او احترام. سلام کول، خبرو ته غوږ نیول. په خپل وار مناسبې خبرې کول…..
اووم: د ماشوم په کیسه کې د ماشومانو حقونو ته پام، د دوی د تعلیم حق، د لوبو حق او د روغتیا حق. همداسې دوی باید له شاقه او سختو کارونو د ساتلو کیسې ولري.
اتم: د ماشومانو تر منځ جنسیتي تبعیض باید نه وي، ورور او خور، زوی او لور باید د یو ډول درناوي او ناز وړ وي.
نهم: د ماشوم د کیسو د کرکټرونو په برخه کې باید جنسیتي برابري په پام کې ولرو، یعنې کرکټرونه یې باید داسې نه وي چې تل نارینه کرکټرونه زیات وي، یا نارینه کرکټرونه مهم وي. باید ښځینه کرکټرونه هم وي او هم مهم و ښودل شي.یعنې داسې باید نه وي چې د کیسې قهرمان دې تل یا سړی او یا هلک وي. بایده دي چې د کیسو قهرمانې ماشومانې نجونې، مېرمنې او ځوانې نجونې هم ډېرې ولرو.
لسم: دیني او ټولنیز ارزښتونه باید مهم وګڼل شي، او د ماشوم په کیسه کې په درناوي یاد شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.