ګل لښته په ښوونځي کې زما د څلورم کال ټولګي واله وه، په خپل ګرد اوربل او تورو اوږدو چوټي ګانو سره د جينکو تر منځ یې ښکلا ځانګړې وه. له وړاندې کلې به یې ځان ښوونځي نه رارسوو. هغه ورځ يې راته زموږ د کور تر مخ د ويالې له غاړې غږ کړ:
اي ترينې! هله ژور کوه، چې د ښوونځي زنګ به ووهل شي او موږ به بيا سزا ګورو.
ما د خپلو کتابونو بسته غاړې ته واچوله او په دوه ګامه يې خواته ورغلم، ورته مې کړه:
شابه مخکې شه! چې بيا ما ملامته نه کړې.
ګل لښته موسکۍ شوه:
هو نو مدام به زه تا ته غږ کوم، چې راوځه ناوخته دې کړ. هغې به هر پسرلې له پلار او مور سره د نرګسو ګلانو د ګيديو په جوړولو او تر بازاره رسولو کي مرسته کوله. پلار يې په ښوونځي کې ښوونکې و او مور يې ښه ملاتړ کونکې وه..
د پنجشنبې په ورځ به له ټولو تر مخه د پلار او مور خواته تلله. د دوي کور او پټي د سترې ويالې پر غاړه وو او د نرګسو ګلانو په پالنه او روزنه کې زموږ په سیمه کې نوم درلود.
د پسرلي په موسم کې چې به طبعيت کې ونې وغوړيدې، پرغرونو، راغونو شین زرغون بخمل را خور او پر شنو پولو به، وحشي رنګا رنګ ګلان وټوکيدل، بيا به ګل لښتې مدام په ویاړ سره موږ ته ویل:
زموږ د هميشه بهار ولايت ولسوالۍ په دې کلی کې د نرګسوګلانو ښکلا نوم لري ، زموږ له منځه به جینکو ویل، ستا دا کلی خو تر ټولو وړاندې د غره پر غاړه پروت او له ښاره لرې دی. هغې به وخندل او بیا به یې په یو ډول ویاړ سره وویل:
تاسې به یو ځل د ګلانو سیل ته ضرور بیايم.موږ ټولې همزولې د ګلانو ليدلو ته هوسیدلو، چې کله به ورځواو دا وعده به يې نه پوهيدو چې ولې زنډيده. .
ورځې شپې تيريدلې، وخت دومره ژر تير شو چې هډو پته يې ونه لګيده او موږ جينکۍ د ښوونځي له پاې ته رسیدلو وروسته، چې د سردار داود خان د جمهوریت دورې پاې وه، سره هرې خوا خورې شو. د ټولګي بشپړيدو وروسته، مې په خپلې سيمه کې وروسته له وخته د ښوونکې په توګه کار پیل کړ، ورسره سم مې د خپلې خوښې پوهنځي کې تحصيل هم. هغه ورځ مې له کاره تر رخصتيدو وروسته، زموږ د ښوونځي مهال ټولګي واله ګلشابه ولیده،چې مدام به له ګل لښتې سره يو ځاي تله راتله. په لیدلو مې د حال پوښتنې سره سم ترينه پوښتنه وکړه:
ګلشابې! د ګل لښتې په هکله راته ووايه، چې چيرې ده؟ هغې کړه: وايې ته خبره نه يې چې هغه يې مجاهد ورور خپل قومندان سره واده کولو ته مجبوره کړه، چې هغه څو ښځې درلودې.
ما هيڅ باور نه شو کولې، چې ګل لښته خو پيغله وه او ورونه يې ترينه ډير کشران وو. په تلوسې سره مې بيا وپوښتله:
ګل لښته خو ځوانه وه او ورونه يې ترينه ډير کشران وو.
هغې کړه:
هو کنه، خو همدا غم شو، ورونو يې تر دويم او دريم ټولګي پورې سبق ووايه او بيا زموږ په ولسوالۍ کې جګړه پيل شوه، د هغې ورونه په کم عمر کې د نورو جنګیاليو سره يو ځاي شو، يو ورورخو يې د جګړې په بهیر کې ووژل شو..
ما وويل: د هغې پلار او مور او د نرګسو ګلانو روزنه څنګه شوه؟
ګلشابې زياته کړه:
هسې خوب او خيال پاتې شو، ګل لښته چې د کرهڼي پوهنځي ته د کانکور په ازموينه کې په ښو نمرو بريالۍ شوې وه او تل به يې ويل، چې په خپلې ولسوالۍ کې به د نرګسو ګلانو تر څنګ رنګارنګ ګلان روزي، دا ارمان يې پوره نه شو.
زما ژبه ونښته، د بلې پوښتنې ځواک راسره نه و. ګل شابې کړه:
له زده کړو او پرمختګ سره د ګل لښتې هغه بې سارې مينه، هسې خوب او خيال پاتې شو، ځکه ګل لښته دا دري کاله کیږي، چې بيا له پاکستانه خپلې کورنۍ خواته نه ده راغلې، پلار يې له غمه مړ شو او مور يې ډيره کمزورې شوې… پاې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.