دکتور محمد اکرم ندوي:
د نجونو/ښځو د زده کړو لپاره انتظام (تياری)
په پيل کې په هند کې د نجونو په نوم د ځانګړو مدرسو جوړولو موخه دا وه چې نجونې پرې له ښوونځيو او پوهنتونونو راوګرځوي او له لوړو عصري زده کړو يې بې برخې کړي
صحيح البخاري، لومړی ټرم، اتم درس
https://portal.alsalam.ac.uk/courses/2625156/lectures/56572834
له انګرېزي څخه ژباړه
لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ چې له ډېرې مودې راهيسې په هند کې د نجونو د زده کړې لپاره هېڅ سيستم (انتظام) او هېڅ ترتيب (ترتيب) نه وو او په حقيقت کې نه پوهېدل چې څه پېښ شوي. کله چې خلک پوه شول او درک يې کړه چې ښځې به په پوهنتونونو او کالېجونو کې سيکولر ((عصري)) زده کړې کوي. د ودرولو لپاره يې هېڅ لاره نه وه. پس علماو (عالمانو) درک کړه او پوی شول چې يوازېنۍ واقعي لاره دا ده چې موږ ورته خپل کالېجونه جوړ کړو او بيا موږ کولی شو چې د نجونو مخه پرې ونيسو. بيا يې د نجونو مدرسې پيل کړې. د نجونو مدرسې هغه وخت نوی شی وو، او بېخي ډېره نوې خبره وه او ټوله موخه يې دا وه چې نجونې دې عصري ښوونځيو او عصري “سيکولر” زده کړو ته لاړې نه شي او دوی بايد دلته راشي. دوی يې د ودرولو هڅه وکړه، خو مخه يې ونه شوه نيولی او بريالي نه شول. د دوی موخه هېڅکله دوی ته درس ورکول نه وه، بلکې موخه يې دا وه چې دوی د يو څه مودې لپاره له سيکولر زده کړو څخه پټې يعنې لرې او بې برخې وساتي.
زما ښه پر ياد دي چې زه يوه ورځ د انګلستان براډفورډ Bradford ته د ازموينې لپاره تللی وم او هلته مې مې له نجونو نه ازموېنه اخېستې وه او دوی په هېڅ شي نه پوهېدې. ما د مدرسې چارواکيو ته وويل چې دوی خو پنځه کاله زده کړه کړې او اوس خو دوی په هېڅ نه پوهيږي. مدير [رئيس] راته وويل چې موخه (نيت) يې دا نه ده چې درس ورته ورکړي، بلکې موخه (نيت) دا ده چې دوی بايد دلته تر هغې وي چې دوی شپاړس 16 کلنې شي. دوی مجبوره نه دي چې سيکولر “عصري” تعليم ته لاړې شي. بيا دوی واده وکړي. په بله مانا يو څوک پيدا شي چې دوی ځانته په نکاح کړي. که څه هم دا د نجونو لپاره يوه مدرسه وه، خو موخه يې دا نه وه چې دوی ته زده کړه ورکړي. له همدې امله د دوی سويه او معيار خورا ټيټ وو. هغه ښوونکي چې دوی ته يې درس ورکولو په حقيقت کې هغوی پخپله په هېڅ نه پوهېدل.
يو ځلې، زه د هند په رامپور Rampur کې د نجونو د مدرسې ازموينه (امتحان) اخېستونکی وم. دا خورا مشهوره ده. کله چې د ازموينې (امتحان) پارچې ما ته راغلې. باور وکړه چې په دوی کې ډېرې تېروتنې (غلطۍ) وې. د دې مانا دا ده چې دا نجونې په هېڅ نه پوهيږي. دوی شپږ کاله تېر کړي او هېڅ عربي يې نه وه زده کړې. هر څوک خوشحاله ول او دوی هم خوشحاله وې چې پوهنتون ته ولاړې نه شوې. رښتيا چې دا سمه نه ده. خلک بايد شپږ يا اوه کاله مصرف کړي او د خپل ژوند لپاره پيسې ورکړي چې دوی بايد زده کړه وکړي. له همدې امله موږ په اکسفورډ کې د السلام انسټيټيوټ https://alsalam.ac.uk پيل کړ او تاسې په دې ټولو شيانو پوهېږئ. ما دا خورا جوته او روښانه کړه چې ((نجونې کولی شي په ورته ټولګي کې له ورته ښوونکي څخه زده کړه وکړي.)) همدا يو شانته زده کړه او بيا دوی کولی شي چې د نارينه وو پوښتنې واوري او نارينه کولی شي چې د دوی پوښتنې واوري. نو، دوی کولی شي چې پوی شي چې خلک څه سوچ (فکر) کوي؟ څنګه دوی پوښتنې کولی شي چې هر يو ، يو له بله خبر او پوی شي.
https://www.cambridgeislamiccollege.org/
زما په اند په دې مساله کې يا په سيکولر “عصري” تعليم کې خلک کولی شي په ورته ټولګي کې نارينه او ښځينه په ګډه له ورته ښوونکي يا ښوونکې څخه زده کړې وکړي چې ښځې يې بايد وکړي. په تېرو وختونو کې، که د احاديثو کتابونه ولولئ په هر ټولګي کې به نارينه او ښځينه [نر او ښځې] يو ځای وو. تاسې به هېڅکله ونه ګورئ چې دوی د نارينه وو لپاره د حديث يوه غونډه جوړه کړې او بيا يې د ښځو لپاره بله غونډه جوړه کړې وي، بلکې. په ورته غونډه کې به نارينه وو او ښځينه وو دواړو هم شتون درلود، د دې لپاره چې دغسې يې له يو بله زده کړي. که دوی سره جلا شي، نو د نجونو (ښځو) تعليم يعنې زده کړه به کمزورې وي، خو په همدې يو شانته سيستم او تعليمي نصاب کې به خلک هڅه کوي چې يو شانته سويه او معيار ولري. په بله مانا ښوونيز نصاب به يو وي چې ټول يو شانته وده وکړي.
نو زه تاسې ته مشوره درکوم چې د هرې مدرسې ملاتړ وکړئ، مګر د نجونو لپاره ځانګړې مدرسه / مدرسې مه جوړوئ چې دا به د دوی سويه ټيټه کړي. ساده خبره ده چې معيار او سويه به يې ټيټ / ټيټه وي. د هغو مدرسو او هغو ښوونيزو بنسټونو ملاتړ وکړئ چې هغوی نجونو او هلکانو ته په ګډه زده کړې ورکوي. په دې توګه به نجونې پياوړې شي. د نجونو لپاره به يوازې د نجونو ځانګړې مدرسې تل کمزورې وي. په بله مانا يوازې ځانګړي مدرسې (ښوونځي) به تل کمزورې/ي وي او هېڅکله به پر ښه معياري کچه برابرې نه شي. ځکه چې ښځو ته هم په کار ده چې په رښتيا پوه شي چې نارينه څنګه فکر کوي؟ دوی څنګه پوښتنې کوي؟ هرڅوک بايد له يو بل څخه پوی شي.
په حقيقت کې زه د نجونو د مدرسو (ښونځيو) په حق کې نه يم. او زه د نجونو د مدرسو، جومات او يا د ښځو د جومات په شان د بل څه په حق کې نه يم. په حقيقت کې الله سبحانه تعالی نارينه او ښځينه دواړه د دې لپاره پيدا کړي چې دواړه يو له بل سره يوځای وي، خو ښځې بايد مناسب حجاب ولري او دا ټول شيان په ګډه زده کړي چې دوی يې څنګه زده کولی شي. که نه نو، د نجونو زده کړه به زيانمنه شي.
اوس خو ډېرې مدرسې شته، خو يوه ښځينه عالمه په کې نشته. دوی هلته زده کړه کوي، خو په څه نه پوهيږي، بلکې ډېرې لږې پوهيږي. په ورته وخت کې نارينه کولی شي چې په نورو ځايونو کې هم زده کړه وکړي. هغوی دومره نه شي کولای چې مفتيان شي، خو لږ تر لږه د دوی تعليم د نجونو [ښځو] له تعليم څخه ډېر ښه دی. لامل يې دا دی چې دوی مناسب ښوونکي لري او نجونې [ښځې] ښه ښوونکي نه لري. مګر که دوی په ورته ټولګي کې زده کړه وکړي کله ناکله به ښځې د نارينه وو (هلکانو) په پرتله له ورته ښوونکي څخه ډېرې ښه وي. لامل يې دا دی چې نجونې [ښځي] د ښو ښوونکيو او ښو ښونځيو د سيستم د نه لرلو له امله دومره کمزوري وي. کنه، نو نجونې به له هلکانو او ښځې به له سړيو له هر اړخه ښې او سويه به يې لوړه وي.
زه د نجونو/ښځو د مدرسې مفکوره نه خوښوم. دا خورا ډېر زيانمنه [زيان رسونکې] ده چې ستا د ژوند شپږ يا اوه کاله تېر شول او ته په هېڅ نه پوهېږې. په دې مدرسو کې چې تاسې څه زده کوئ په حقيقت کې خلک کولی شي چې په يوه مياشت کې يې زده کړي. ځکه چې تاسې نه پوهېږئ او عربي لوستلی نه شئ. تر ټولو ښه خبره دا ده چې تاسې هغه مدرسې او کالېجونه يا هغه ښوونځي او پوهنتونونه پيدا کړئ او ويې هڅوئ چې هغوی نجونې او هلکان يا ښځې او سړي په يوه چاپېريال کې په سمه توګه زده کړې کوي چې دا خورا ډېر ښه او ګټور دی.
په درنښت
سيد هاشمي
له نېکه مرغه چې په افغانستان کې د هلکانو او نجونو ښونځي له لومړنۍ دورې تر ثانوي دورې جلا ول او دا ستونزه بالکل حل وه.
https://www.youtube.com/watch?v=kyRQI67yaJ4&t=105s
Learning Arrangements for Women | Shaykh Akram Nadwi
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.