پر افغان ولس د جهل تیارو خپریدل ورځ تر بلې زیاتیږې
هاجره حرکت
جګړه زپلی هېواد افغانستان او د طالب حاکمانو له خوا پرې د جهل تیارو خپریدل
عمر تیریږې او وخت په ډیره بیړه منډې وهې، افسوس،په افغانستان کې د واکدارانو په حال چې له دریو کلوتو نه په زیاته موده کې یوازې ځوان نسل زبي، څومره ظلم او ناروا یې چې يه وس کې ده، هغه پرې کوي.
ښځه جې د ټولنې ساه ده، دوي یې تر وړاندی د منځنیو پیړیو، د جهالت دورې بدتر بندیزونه لګولي دي.
په جګړه زپلي هېواد کې تر هرڅه دمخه د امارت چارواکو دنده او مسولیت دا دی، چې د جینکو او هلکانو له پاره د ښوونې او روزنې په برخه کې کوټلې ګامونه پورته کړي. که غواړو چې کم تر کمه د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره نه، بلکې د دریمې نړۍ، یاد خپلو نږدي ګاونډیانو سره لږ شانته د سیالۍ جوګه شو او له پیغورونو یې خلاص شو، باید د جینکو او هلکانو له پاره پیاوړی تعایمي سیستم ولرو.
ایا د پاکستاني چارواکو ناندرۍ او پیغورونو ته مو پام نه دی؛ چې مدام یې په تلویزوني ناستو کې افغانانو ته دا پیغور ورکړی او دا یې ویلې، چې په خپلو خلکو کې دا وړتیا پیدا کړئ، چې خپل ملي ارزښتونه وپیژني، یا دا چې خپلې عام المنفعه ودانۍ ویجاړې نه کړي او تاسې پرې موږ ملامت نه کړئ.
د داسې وحشتونو بیلګې خو ټولو افغانانو د مجاهدینو یا په سمه خبره د ټوپکمارو په راتګ سره تجربه کړلې،چې د اویایمې لسیزې په پیل کې،پلازمینې کابل ته له ننوتلو سره سم، له پوځي تاسیساتو نیولي د وزارتونو دفترونه یې لوټ کړل او ټول یې پاکستان ته ولیږدول. دا ځکه چې دوي د سواد له نعمته بې برخې وو.
د تعلیم په برخه کې هيڅ ځنډ د زغملو وړ نه دی
له طلوع نیوز سره، په تودو خبرو خپرونه کې د پوهنتون استاد ښاغلي شفیق،په افغانستان کې طبې پرسونل په نشت حساب کړ، چې د طالبانو په راتګ سره، ډیری تحصیل کړي، ډاکټران او نرسان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.
استاد شفیق وویل:« د طب په رشته کې د ښځینه و تحصیل د فقې په علومو کې ضروري ګڼل شوی او پر ښځو یې واجب کړی دی.»
په زده کړو کې زنډ په تعلیمې نصاب کې، هيڅ د منلو وړ نه دی.
د بیلګې په توګه د کرونا وبا په خپریدلو سره، په آلمان کې یوازې څو اونۍ ښووتځي وتړل شول، چې ډیر ژر په انلاین ډول یې زده کونکو له پاره د تدریس چارې روانې کړې. اوس ډیر کله د دغه هېواد سیاست وال د ښوونڅیو د رخصتۍ دا څو اونیزه زنډونه، په ډیرې خواشیتۍ سره یادوي او وایې چې په ښوونځیو کې د تعلیمې بهیر زنډیدلو له کبله، رامنځ ته شوې دا تشه کلوتو ته اړتیا لري چې بیا ډکه شي.
دا په داسې حال کې ده چې امارت له خوا د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلو غمیزې ته ولس ناکراره وو، چې اوس د یل فرمان په هکله ویل کیږې چې ټول طبې انستیوتونو ته اعلان شوی، چې نور به جینکو ته د زده کړو اجازه نه وي.
له طلوع نیوز تلوزیونې خپرونې سره په ناسته کې سیاست پوه ښاغلي سلیم پیګیر وویل:«په افغانستان کې ۱۷۵ طبې انستیتوتونه فعالعیت کوي چې اوس د نوی فرمان له مخې د جینکو پر مخ تړل کیږې.» د هغه په خبره، که څه هم دا خبر په رسمي توګه نه دی تاید شوی، خو د اړوندو مراکزو د معلوماتو پر اساس هغوی ته خبر ورکړل شوی،چې د جینکو زده کړه نوره منع ده.
په نړۍ کې د میندو په مړینه او د ماشومانو خوارزواکۍ
په نوملړ کې افغانستان لومړی مقام لري. ښاغلی پیګیر زیاتوي:«دا چې د میندو مړینې شمیر زیات دی او هم د ماشوم د خوارزواکۍ،، وجه یې د طبې پرسونل کمښت دی، چې په هره ولسوالۍ کې باید یو کلینیک شتون ولري. دا مسولیت د امارت چارواکو دی، چې ورته ځواب ووایې.»
دا جګړه زپلی هیواد چې نږدې نیمه پیړۍ ځوان نسل د تعلیم له رڼا بې برخې پاتې شوی او پوره څلور نسله د سواد له نعمته محروم وو, اوس په کې د واک پر ګدې داسې ړانده ناست دي، چې پر دواړو غبرګو لاسونو لګیا دي، ټولنه تورو تیارو ته ټیل وهي
حال دا چې د خلکو اتګیرنه داسې وه، چې پر ولس اوهیواد مین واکداران به راشي او زموږ ربړیدلی په جګړو، بمونو او توغندیو کې تلیدلی ولس به را پورته کړي، د پوهې او علم په زرینه جامه به یې سمیال کړي.
کرار کرار افغان ولس په دې خبره اوس سم پوهیږې او ډیرو سره دا پوښتنه را پورته کیږې، چې ایا په ریښتیا سره په هېواد کې د واک پر ګدۍ داسې پردیپال ناست دي،چې د پردیو ګوډاګیان دي او زموږ جګړه زپلی او د ناپوهۍ، وروسته پاتي والي په ناورینونو کې ډوب ولس لا ډوبول غواړي؟؟
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.