په ژمي کې له موسمي ناروغیو د خوندیتابه لپاره څه وکړو؟

170

په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په ګڼو نورو سیمو کې سوړ ژمی شروع شوی، افغانستان کې خو د ژمي دې څپې ته ان سړه څیله وايي چې تر څلوېښتو ورځو پکې هوا ډېره یخه وي.

په سړه هوا کې یخ یوې خوا، خو ورسره د موسمي ناروغۍ له ډلې زکام او نزله هغه څه دي چې د ډېرو خلکو ژوند ګډوډوي او له امله یې له ستونزو سره مخ کېږي.

په ساړه ژمي کې له نزلې، زکام او تبې د ځان ساتلو په موخه نه یوازې چې د ځينو روغتیاي خوړو اړتیا ډېرېږي بلکې په مسلسل ډول ورزش او حرکات هم ستاسې له ښې روغتیا او ګرم پاتې کېدو سره ډېره مرسته کوي.

د یادونې ده چې ښه روغتیا یوازې په ګرانبیه خوړو او میوو کې نه ده بلکې د ښه ژوند تېرولو لپاره ځینې نورې اسانه او ارزانه لارې هم پیدا کېږي خو که څوک ریښتیا پام ورته وکړي.

په دې مطلب کې د خپلې روغتیا او ګرم پاتې کېدو لپاره د لسو داسې شیانو او خوراکونو یادونه درته کوو، چې که ورته پام وکړئ ژمی به مو ډېر بد نه وي:

۱ -رنګا رنګ میوې او سبزۍ وخورئ. د بېلګې په ډول لبلبو، ام، خواږه الوګان،نارنج، او داسې ډېر نور حاصلات ویټامین اې لري چې د ناروغیو په مقابل کې مو دفاعي نظام پیاوړی کوي.
۲- په ورځني خوراک کې مو اوږه او پیاز هرو مرو شامل کړئ. پیاز او اوږه روغیتايي بکتریاوې لري دا بکتریاوې زمونږ د هاضمې له سیستم او کولمو سره مرسته کوي او ګټورې دي.
۳- د خپل بدن د ویټامین ډي اړتیا پوره کړئ چې له لمر، ځينو ګولیو، کبانو، هګیو، سمرق او ځینو نورو خوراکو تر لاسه کېدای شي.

په پخلي کې مو روغتیاي خوړو ته پام وکړئ.

د خپلو کولمو او هاضمې سیستم خیال ساتل هم په کار دی.

خپل لاسونه مو ښه مینځئ.

متحرکه او خوځنده اوسئ.

په تودو او سړو اوبو ځان مینځل عادت کړئ.

پوره خوب کوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.