د لنډیو اصلي منابع خلک دي/ ۲برخه

آصف بهاند

164

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۹۸مه برخه

 

د لنډیو د منابعو په باب ما د همدې لړۍ په لومړۍ برخه کې ویلي وو چې: «په دې کې هېڅ شک نه شته چې د لنډیو اصلي منابع خلک دي، همدا خلک دي چې خپل بېلابېل تأثرات او له طبیعت او ټولنې نه خپل برداشتونه، د خپلو احساساتو په خُم کې رنگوي، هنري بڼه ورکوي او بېرته یې د ټولنې په ایٔنه کې راڅركندوي.»

په تېره برخه کې مې د ساري په توگه درې هغه پتې ښوولې وې چې ما له هغو نه کله، کله لنډۍ راخوندي کولې. دا دی د لنډیو د راخوندي کولو په دې برخه کې هم دوې پتې ښیم او نوې لنډۍ یې هم راخوندي کوم:

محمد صدیق ننگ:

د نویو لنډیو د راخوندي کولو په کار کې کله، کله له ما سره زما د کورنۍ غړي او ځینې فرهنگي دوستان مرسته کوي، د فرهنگي یارانو په ډله کې یو ښاغلي صدیق ننگ دی چې ډ لنډيو په راخونډی کولو یې مرسته راسره کوي، ننگ صاحب د ۲۰۲۴ ام کال د دسمبر میاشت په پیل کې ما ته د یوې غبرگې سندرې داسې یوه ویدیو راولېـږله چې له پیل نه تر پایه پورې د سوال ځواب په ډول، لڼډۍ په کې زمزمه شوې وې. ما له هغې ویدیو نه دا لنډۍ راخوندي کړې:

وعده دې وکړه، بیا رانغلې

بېگاه مې ټوله شپه نوکان خوړلي دینه

 

که مې کیسې درته شروع کړې

دا ناست ولاړ خلک به ټول وژړومه

 

اوس راته توره، توره وایي

زه به جانان ته په غرمو ولاړه ومه

 

په دولتونو پسې ورکه

دا څووم کال دی بې له تا یې تېرومه

 

دغه لنډۍ هم ښاغلي صدیق ننگ را ته رالېـږلې ده:

د پښتنو بده رواجه

ورونو بل کړی اور په خويندو مړ کوينه

 

محمدالله همیم:

 په تېره برخه کې هم ما د محمدالله همیم فیسبوک‌پاڼه د نوېو لنډیو د راخوندي کولو د یوې پتې په توگه ښوولې وه، په دې برخه کې بیاهم له همدې پتې یو څو خبرې او یو څو لنډۍ.

دا ځل بیا محمدالله همیم په خپله فیسبوک‌پاڼه کې د پښتنې نادودو یوه له غمه ډکه زړه غوڅونکې کیسه رااخیستې ده. پر دې باندې باید شوچ وشي چې لنډۍ د کوم درد، څه ډول مینې ــ نفرت، کوم احساس او له ټولنیز ژوند څخه د کوم تأثر په پایله کې تخلیق کېږي. په یاده غمجنه کیسه کې وگورئ چې تخلیق شوې غمجنې لنډۍ د کوم قانون زېـږنده او په څه ډول احساس، د یو رنځېدلي انسان درد په کې انځور شوی دی. کیسه ډېره اوږده نه ده، خو ډېره هیښونکې او غمجنه ده. دا یې بشپـړ متن دی:

«کلي کې وم. ادې مې شوتله رېبله. ورغلم… ادې سره زموږ کلیواله همسایه ښځه ناسته وه. چې موږ راشه درشه ورسره لرله… ښځې راته ویل: (مېړهٔ ته مې دویمه ښځه کوم. ) ما ورته ووې: عجیبه ښځه یې، پهٔ خپله ورپسې ګرځې… ولې؟ ښځه خبره وه چې د شاعرۍ ذوق لرم، نو راته ویې ویل: ( تاته بهٔ پهٔ شاعرۍ کې ځواب درکړم. ) یوه شېبه غلې شوه، بیا یې دا ټیکۍ وکړه:

د نرینه اولاد کمی دی

ځان ته د بنې پهٔ لټون وتلې یمه

ورځې شپې تېرېدې… مېړهٔ ته یې دویم وادهٔ وکړو. شپږ کاله ووتل، عجیبه وه، د بنې یې نرینه اولاد ونه شو؛ خو خدای دې ته زوی ورکړو… څو میاشتې مخکې مې کور ته زنګ کړی و، همدا ښځه زموږ کره راغلې وه، راسره غږېده، دا ځل یې بله عجیبه ټپه راته وکړه، چې خپل خاوند یې پهٔ کې مخاطب کړی و:

صبر دې ونه کړو بې صبره

زوی مې پیدا شو خو د بن چښتنه شومه

قدرت الله درمان رانه ډېر لېرې دی. څو سیندونه، او غرونه ها خوا… کله، کله پهٔ ویډیو کال یو بل وینو؛ پورته کیسه یې ها بله شپه راته وکړه… هو رښتیا ټپې مو سره کولې؛ درمانګر دا ښکلې ټپه راته وکړه، چې مخکې مې نه وه اورېدلې:

پهٔ جوارګر لالي مې سر دی

د زرو ګوتې پهٔ کمڅو کې ګرځومه»

په دې مقاله کې چې کومې لنډۍ راخوندي شوې دي، ټولې په لاندې ډول دي:

وعده دې وکړه، بیا رانغلې

بېگاه مې ټوله شپه نوکان خوړلي دینه

 

که مې کیسې درته شروع کړې

دا ناست ولاړ خلک به ټول وژړومه

 

اوس راته توره، توره وایي

زه به جانان ته په غرمو ولاړه ومه

 

په دولتونو پسې ورکه

دا څووم کال دی بې له تا یې تېرومه

د نارینه اولاد کمی دی

ځان ته د بنې پهٔ لټون وتلې یمه

 

صبر دې ونه کړو بې صبره

زوی مې پیدا شو خو د بن چښتنه شومه

 

پهٔ جوارګر لالي مې سر دی

د زرو ګوتې پهٔ کمڅو کې ګرځومه

د نجونو د ښونځیو د نه پرانستلو ترڅنگ، نوي وژونکي بندیزونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.