د کـابــل ښــاروال څخه غوښــتــنــه

دکتور عبدالاحد قاضی زاده

189

پـه ښـارونـو کی د نفـوسـو ډیـروالـۍ نـن سـبـا یـو روغتیـایی سـتونــځـه تشکیلـوی  چی د استـوګنی د کورونـو ، خـوړو، او د کـافی پـاکـو اوبـو د نشـتوالی تـر څـنـګ، صـافی او پاکی هـوا تـه لا ډیره پامـلـرنی ته اړتیـا پکـار ده ، خـو د نقلیه وسایطـو زیات تګ اوراتګ ، د غیر معیاری تیلو څخه استفاده ، او په صنعتی فابریکو، داشو ، حمامو  او  په کورونو کی  د لګیو، سکرو،  او حتی د پلاستیک او ربړو سوځول د هـوا پر کیفیت ناوړه اغیزه لری او د راز راز ناروغیو لکه د سږو د ناروغیو او سرطان ، د پوستکی د ناروغی او سرطان  ، د سترګو د ناروغیو او  دبدن نوروبرخو د ناروغیو  سبب ګرځی .

د نړی د صحی سازمان دمطالعی په اساس  په نړی کی  د ټولو مړینو ۲۶٪د چاپیریال  د ناوړو اغیزو له کبله دی او د هغی مطالعی په اساس چی په ۲۰۱۹ کال کی په کابل کی شوی د مـضره او مهلک ذراتو شتوالی  د کابل په هوا کی ۲،۵ ( نارمل د ۰،۱ څخه لږ) ښودل شوی  او په هر متر مکعب هوا کی د مضره  ذراتو اندازه ۵۸،۸ مایکروګرام  ثبت شویدۍ ( د عمر هاهد  مطاله)  او افغانستان  وروسته له منګولیا،بنګله دیش او پاکستان نه پّه څلورمه درجه د هوا د کـکـړتیا په لړ  کی قرار لری .

په کـابـل ښار کی د نـوروستـونـځو تر څنګ یـو هم د غرونو دواړو غاړو او حتی تر پورته سره پوری د کورونو شتوالی دی چی بدرفتو (کنار آبو) ته یی پاملرنه نه ده شوی چی د هوا د ککړتیا ستر عامل دی ځکه چی خلک دغه فاضله مواد له کنارآبو څخه وکوڅوته راباسی او په ژمی کی د واورو او د خیر باران ته  منتظر او دعا کوی تر حو چی دا مواد ښکته بوځی (چیرته ؟) او یا هم د په دوبی کی د هوا د ګرموالی سره دا مواد وچ او هوا کی  خـپـور شی . نو دا مشکل ته د کابل ښاروال نظر جلبول غواړم چی د مځکی لاندی کانالیزیاسون د لیاری دکابل ښاریانو مشکل حل او د هوا په پاکوالی کی برخه واخلی ، که څه هم دا کار مشکل او وخت نیسی خو که اقدام ورته وشی  ښایی ډ څو کلو په موده کی  بشپړ شی.

بـله موضوع  د شـیرپور په غصب شوی مځکو کی د مجللو کورونو ورانول دی  چی دا ودانی اکثراًپه شخصی پیسو نـه بلکه د تیر رژیم د مفسدینو له خوا د بیت المال د لـوټ شوو شتمنیو په پیسو جوړ شوی نو د ورانولو په ځای  ښه دا ده چی خپل مشرتابه  ته پیشنهاد کړی چی د نـجـوڼو لپاره یو بیل پوهنتون  او لوړ تحصیلی مراکزپدی کورونو کی پرانیزی څو چی هم د خدای رضا حاصل کړی، هم د نجونو تحصیلی حق اعاده او  هم له دی تاریخی بدنامی څخه خلاص شی . انشأالله

تاثیرات ناگوار تغیرات اقلیمی بالای صحت انسانها

          

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.