د بشارالاسد حکومت له ۲۴ کلونو وروسته نن یک‌شنبې پای ته ورسېد

167

اسد چې په وروستیو ۱۴ کلونو کې په کورنیو شخړو کې ښکېل و، وروسته له هغه واک ته ورسېد، چې پلار یې درې لسیزې پر سوریې حکومت وکړ.

ده چې په بریتانیا کې طب ویلی او د سترګو متخصص و، غوښتل هغه بې‌‌رحمۍ او تشدد پای ته ورسوي چې پلار یې پر سوریې د ۳۰ کلن حکومت په موده کې له خلکو سره کړی و.

د سوریې صدراعظم محمد غازي جلالي نن سهار ویلي، حکومت تیار دی، اپوزیسیون ته لاس وغځوي.

هغه په یوه ویډيويي بیان کې ویلي چې، په کور کې دی او له سوریې وتلی نه‌‌دی، ځکه په دغه هېواد پورې اړه لري.

جلالي زیاته کړې، خپل دفتر ته ځي چې خپل کار ته دوام ورکړي او د سوریې له خلکو یې غوښتنه کړې، چې عمومي ملکیتونو ته زیان وانه‌‌‌ړوي.

د سوریې اپوزیسیون جنګیالي د سوریې په دمشق کې، یک‌شنبه، د دسمبر په اتمه د سوریې د حکومت د سقوط جشن ولمانځه.
د سوریې اپوزیسیون جنګیالي د سوریې په دمشق کې، یک‌شنبه، د دسمبر په اتمه د سوریې د حکومت د سقوط جشن ولمانځه.

په بریتانیا کې دېره، د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ مشر رامي عبدالرحمن اسوشېتېډ پریس خبري ته ویلي، اسد نن سهار له دمشق څخه په یوه الوتکه کې ووت.

اسد یا یې حکومت په‌دې اړه څه نه‌‌‌دي ویلي.

عیني شاهدانو ویلي، په زرګونو کسان په موټرو یا هم پلي د دمشق په لوی میدان کې راټول شوي او د “ازادۍ” شعارونه ورکوي.

ملګري ملتونه: په سوریه کې د واک سیاسي لېږدېدو ته بېړنۍ اړتیا شته؛ وسله‌وال د پلازمېنې لمنو ته رسېدلي

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې یاغیانو ویلي، د سوریې له وګړو سره یوځای له یوه لوی زندان څخه د بندیانو د خوشې کولو او د هغوی د زنځیرونو د ماتېدو او د صیدنایا په زندان کې د بې‌‌عدالتۍ د دوران د پای ته رسېدو جشن لمانځي.

صیدنایا د دمشق په مربوطاتو کې یو لوی پوځي زندان دی، چې د سوریې حکومت په زرګونو کسان په‌کې بندیان کړي وو.

د یاغیانو قوماندان حسن عبدالغني نن سهار ویلي، د دوی وسله‌وال حمص ته له داخلېدو وروسته څه باندې ۳۵۰۰ بندیان له مرکزي زندانه خوشې کړې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي راپورونه ښیي چې، سوریه‌‌وال کډوال، چې په تېرو کلونو کې یې ترکیې ته پناه وړې، غواړي خپل هېواد ته بېرته لاړ شي.

ترکيه کې د سوريايي کډوالو د خوښۍ جشنونه
ترکيه کې د سوريايي کډوالو د خوښۍ جشنونه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې د بشارالاسد د مخالفو وسله‌والو ډلو ملاتړ یې کړی و او په تېرو ورځو کې یې په ښکاره دمشق ته د هغوی د رسېدو هیله څرګنده کړې وه، په تېر یوکال کې هڅه وکړه چې له بشارالاسد سره د سوریې لپاره داسې یوه حل‌لاره ومومي چې د ترکیې له خاورې څخه د میلیونونو سوریه‌والو د ستنېدو سبب شي.

د سوریې دغه کډوال د ترکیې لپاره یو لوی اقتصادي بار بلل کېږي.

په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو څارونکو ویلي، د بشارالاسد ورور ماهر اسد، د یک‌شنبې په ورځ د سوریې په ساحلي سیمه کې و او پلان لري چې د روسيې د هوايي اډې حمیمیم له لارې له هېواده ووځي.

د بشارالاسد مخالفان تر اوسه د مدیترانې ساحلي سیمو ته نه‌‌دي رسېدلي، خو د اسد د حکومت د رسمي پای له اعلانه وروسته داسې ښکاري چې، د هېواد دغه برخه به هم د مخالفانو تر ولکې لاندې راشي.

ماهر اسد، چې تر بشارالاسد دوه کاله کشر دی، په تېرو شلو کلونو کې د سوریې د پوځ لوړپوړی قومندان پاتې شوی، چې په کورنۍ جګړه کې یې د خپل ورور د حکومت په ساتلو کې ډېره مرسته کړې ده.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.