شام ( سوریه ) د انبیاو ټاټوبی دی.
پیغمبر علیه السلام فرمایلي:
اللهم بارك لنا في شامنا، اللهم بارك لنا في يمننا….
د تحریر الشام بریالي پرمختگ ته ټول خوشاله یو، ځکه چې:
۱- موږ ته ھغوی د ظالم، مستبد، علوي او بعثي کمونست بشار الاسد څخه د سوریې د خلاصون پریښتې ښکاري
۲- تحریر الشام او مشر یې ابو محمد الجولاني سنیان دي او ….
خو آیا دې ته مو کله پام کړی، چې:
۱- دا جگړہ د اسرائیلو او ناټو گډ پلان و
۲- اسرائیلو لومړی حماس، او بیا په لبنان کې حزب الله را وپرځاوہ او په کومه ورځ چې حزب الله د اجباري سولې دیارلس فقرہ ایز تړون ( تسلیمۍ ) لاسلیک کړ، په سبا یې د سوریې عملیات پیل شول
۳- اسرائیل په سیمه کې د لوی اسرائیل جوړولو خنډونه یو په بل پسې له منځه وړي
۴- ایران چې ھم د لوی اسرائیل د جوړیدو په مخکې خنډ دی، کرار کرار منزوي او ضعیف کیږي
۵- غرب د اسد رژیم په پرځیدو د سوریې تیلو او نورو طبیعي زیرمو ته نیغ په نیغ لاسرسی پیدا کوي، دا ھماغه د لیبیا او قذافي د سنیاریو تکرار دی؛ لیبیا اوس عملاً د ناټو په لاس کې دہ
۶- که دا ومنو چې داعش د انگریز، فرانسې، اسرائیل او امریکا د استخباراتي سازمانونو پیداوار دی نو بیا به څرنگ وکولای شو ابو محمد الجولاني چې د داعش د مشر ابو بکر البغدادي ښي لاس و، له دې تور څخه بچ کړو؟!
۷- ابو محمد الجولاني ته غرب ھماغسې تبلیغاتي کمپاین وکړ، مدبر، عالم او سیاست پوہ مشر یې ثابت کړ لکه څرنگ یې چې غني پر موږ د نړۍ دویم مفکر، د ماتو ھیوادونو جوړونکی او نورو ښو نومونو تیر کړ؛ لکه څرنگ یې چې د یوکرائن پر ولس یو کومیډین فلمي اداکار زیلنسکي د ستر رھبر په نوم وتپلو!
که متوجه شو، د جولاني پر سر لس میلوني جائزہ، او په تعقیب یې د ھغه د غربي رسنیو لکه سي إن إن او نورو سرہ مرکې د ھغه لپارہ د تشھیر او محبوبیت پیدا کولو کمپاین و!
که پام وکړو، غربي رسنیو د سوریې پرمختگونو ته خاص کوریج ورکاوہ، پیشو د خدای لپارہ موږک نه نیسي
۸- جگړہ په امکاناتو، وسلو او پیسو کیږي. تحریر الشام ته وسلې او پیسې چا ورکولې؟
ځواب یې دی: ترکیې!
او ترکیې دا مصارف د کومه کول؟ ځکه د ترکیې اقتصاد خو د داسې یوې جگړې بوج پخپلو اوږو نشو وړلای؟
ځواب: ترکیه د یھودي عیسوي، زاینوست ائیتلاف ( ناټو ) دایمي غړې دہ.
دا مصارف ھم ناټو ورکول او په سیمه کې د روسانو په موجودیت کې ترکیې ته د بربنډې لاسوھنې جرئت ھم!
راتلونکې څرنگ ښکاري؟
ځینو ھیوادونو پورې خپل ښایست غم وي. عراق، لیبیا، سوریې که پریمانه تیل او نورې طبیعي زیرمې نه لرلای، ښایي د مکارو استعمارگرو لاسونه په یوہ او بله بھانه نه وای ور رسیدلي.
اردن چې د ھمدې زرخیزې او په قدرتي زیرمو مالامال سیمي په منځ کې پروت دی، ھیڅوک پرې نه بلوسي، ځکه د اردن ۹۰ سلنه ځمکه بې اوبو او بې طبیعي زیرمو وچه صحرا دہ او ھمدا لامل دی چې ھلته جگړہ نشته!
د سوریې تر را پرځولو پس ښایي په عراق کې د شیعه او سني تر منځ د جگړې اور ته لمن و وھل شي تر څو:
۱- اسرائیل نړۍ ته دا ثابته کړي چې ھغوی د مسلمانانو سرہ په جگړو کې پړہ نه دي، بلکې دا مسلمانان دي چې ان پخپلو کې ھم لکه وحشي ځناور د یو بل وینو ته تږي دي
۲- د شیعه سني جگړو له لیارې د مسلمانانو مجموعي طاقت را کمزوری کړي
۳- د لوی اسرائیل د جوړیدو لپارہ اسانتیاوې را منځته کړي
او یا ښایي تر سوریې پس د یمن د ایل کولو نخچه وي. ځکه یمن د خپل سوق الجیشي اھمیت له مخې تل د غرب او اسرائیلو گټې د خطر سرہ مواجه کوي
راځئ! دا راتلونکي وخت ته پریږدو چې د چا وار لومړی راځي، عراق، که یمن او که دواړہ؟
پایله ( څه باید وکړو ؟ )
دې کې شک نشته چې موږ د انساني تاریخ په آخري پړاو کې ژوند کوو!
دا ھماغه زمانه دہ چې زموږ په دیني نصوصو کې د دجل، فریب او فتنو زمانه گڼل شوې.
مرحوم استاد الفت وایي:
ډیر څه و منل، ھغه وروسته غلط وختل
ډیر څه مو رد کړل، چې نن علم او حکمت و منل
رحمان بابا وایي:
حقیقت په دنیا دومرہ دی نایابه
چې سیند نشم پیژندلای له سرابه
نو ځکه موږ او زموږ حکومتي نخبه گان باید په دې او دیته ورته نورو قضیو کې د غربي نړۍ د رسنیز جال په لومو کې و نه نښلي بلکې د خپل علمي بصیرت، او د مومن فراست څخه کار واخلي!
یو مھال لیبیا د غربي رسنیو د سر ټکی و خو بیا ھضمه شوہ او ھیرہ شوہ.
اوس یې څوک نوم ھم نه اخلي. ھمدا حالت به د سوریې ھم وي.
سوریه د ایران، روس، او چین ملگرې وہ. زموږ حکومت تازہ د روسیې، چین، مرکزي اسیا او ایران سرہ د اقتصادي پیاوړتیا مزي غځوي.
د اسد د مستبد رژیم په پرځیدو موږ ټول خوښ یو خو د سوریې سرہ د اسلامي وروگلوی ور اخوا نور ھیڅ مشترکات نه لرو!
نو ھڅه باید وکړو د مسائلو عمق درک کړو، په احساساتي پریکړو او بې ځایه حرکاتو ځان ته په سیمه کې نورې ستونزې و نه زیږوو!
والله المستعان
____________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د دسمبر اتم ۲۰۲۴ م
لندن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.