روایت

نصیر احمد څپاند

115

روایت شوی چې یو سړي د بې وزلۍ له امله درې شپې لوږه تېره کړه.
مېرمن یې هغه هڅولو چې سمندر ته لاړ شي، کېدای شي الله تعالی ورته څه روزي ورکړي.
سړي خپل جال واخیست او د سمندر پر لور روان شو. د ماښام تر نږدې کېدو پورې یې جال اچاولو او راټولاولو، خو هېڅ هم یې ونه نیول.
کور ته له تګ مخکې یې وروستی ځل جال وغورځاوه او یو ډېر لوی ماهی یې په جال کې راګیر شو.
سړی ډېر خوښ شو او د هغه ورځې ټول کړاوونه یې هېر کړل.
هغه د خپلې مېرمنې او اولادونو تصور کاوه چې څنګه به د دې لوی ماهي په لیدو حیران شي.
د خپل خیال په دې شنو فصلونو کې د چکر پر مهال، پاچا هم په هماغه سیمه کې په چکر بوخت و.
پاچا د سړي د خیالونو رشته پرې کړه او وپوښتل: “په لاس کې دې څه دي؟”
سړي وویل: “الله دا ماهی زما په جال کې راوستی.”
پاچا له هغه نه په زور ماهی واخیست، بې له دې چې څه ورکړي یا مننه وکړي.
سړی ناامېده کور ته ستون شو، سترګې یې له اوښکو ډکې وې او خبرې یې نشوای کولی.
پاچا په ټول غرور سره ماڼۍ ته ستون شو او د خپلې ملکه سره یې فخر کاوه چې داسې ښکار یې کړی دی.
خو کله چې یې ماهی ملکه ته ښود، د ماهي یوه خار د پاچا په ګوته کې ننوت.
شدید درد یې احساس کړ، ګوته یې پړسېدلې وه او له ډېر درده یې خوب نشو کولی.
د ماڼۍ ټولو ډاکټرانو وړاندیز وکړ چې ګوته پرې شي، خو پاچا ورسره موافق نه و.
وروسته درد زیات شو او ټوله لاس یې ونیوه، بیا تر مړوند او تر اوږې پورې خپور شو.
ډاکټرانو دا ځل د لاس پرېکولو مشوره ورکړه، پاچا د زیات درد له امله موافقه وکړه.
که څه هم چې لاس یې پرې شو، بدن یې آرام شو، خو د رواني ناروغۍ ښکار شو.
مشاورینو وویل چې پاچا داسې ظلم کړی چې داسې سزا ورته ورسېده.
پاچا سمدلاسه د ماهی نیونکي سړي په یاد راوړ او امر یې وکړ چې سمدستي یې راولي.
له ډېرې پلټنې وروسته، ماهیگیر پیدا شو او هغه په زړو جامو او ماتو ماتو سترګو پاچا ته حاضر شو.
پاچا ورته وویل:
“آیا ما پېژنې؟”
سړي وویل: “هو، ته هغه څوک یې چې زما ماهی دې په زور واخیست.”
پاچا وویل: “غواړم چې ما وبښې.”
سړي وویل: “ما تا وبښه.”
پاچا بیا وویل: “غواړم په رښتیا راته ووایې، کله چې ما ماهی له تا واخیست، ته څه ویل؟”
سړي وویل: “ما آسمان ته وکتل او ومې ویل:
‘پروردګاره!
پاچا خپل طاقت راته وښود، اوس ته خپله طاقت وښایه.’ “

!راځي چي مطالعه وکړو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.