د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یا “یواینایچسيآر” وایي، نږدې اتلس میلیونه افغانان روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو د افغانستان روغتیايي وضعیت نازک بللی او په دې اړه یې اندېښنه ښودلې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یو راپور چې پرون یکشنبه د ډسمبر اتمه یې خپور کړی، ویلي چې روان کال ۱۷ اعشاریه ۹ میلیونه افغانان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د شري او د ماشومانو د خوارځواکۍ په ګډون د میندو او ماشومانو د درملنې وړ ناروغیو، شدیدو اسهالاتو، ډینګي، کانګو او ملاریا ناروغیو لوړه کچه د دې هېواد روغتیايي سکتور ننګوي.
“یواینایچسيآر” ویلي، د روغتیايي پاملرنې په برخه کې د پوره سرچینو نه موجودیت افغانان له نازک روغتیايي وضعیت سره مخ کړي دي.
په همدې حال کې د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي، روغتیايي اسانتیاوو ته یې لاسرسی سخت شوی دی.
د کندهار ولایت د سپین بولدک اوسېدونکی عبدالغفار کاکړ وايي: “دلته روغتونونو کې درمل نهشته، دوه ځله مې خپل یو ناروغ چې پر پزه یې سالدانه راختلې، د سپین بولدک روغتون ته یووړ، یوځل یې ستن ورولګوله، نن چې بیا راغلي یو، وایي چې دا درمل او ستنې ختمې شوي، مجبور شو د کندهار ښار روغتون(صحت عامې) ته راشو، دلته یې هم راته وویل دا درمل خلاص شوي او نهشته. په شخصي کلینیکونو کې دا هر څه په پیسو دي چې د رانیولو وس یې نه لري.”
د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالقدیم هم ورته شکایت لري او وايي: “دلته خو ناروغۍ بېخي زیاتې او خلک سخت بېوزلي دي، خامخا مو ډاکترانو (روغتیایي خدماتو) ته اړتیا شته، خو هېڅ ورته لاسرسی نه لرو، بل چې دولتي روغتون ته ورشو، هغه ډول درملنه او تشخیص په کې نه کېږي او شخصي روغتونونو خو ځکه لاسرسی نهشته چې غریبي او بې روزګاري بېخي له حده وتلې.”
د کډوالو په چارو کې د ملګرو عالي کمېشنرۍ په خپل راپور کې ویلي چې ۱۳،۲ میلیونه افغانان د ۳۴ ولایتونو په داسې سیمو کې اوسېږي چې آن په یو ساعت واټن لاره کې هم لومړنیو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
دغه کمېشنرۍ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق یا یونېسف د راپور په حواله ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري او په دغه هېواد کې په هرو سلو زرو زېږونونو کې ۶۳۸ مېندې مري.
راپور په افغانستان کې د روغتیايي ښځینه متخصصینو، نرسانو، او قابلهګانو پر کمښټ هم اندېښنه ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو حکومت په ټولو طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زدهکړو هم بندیز ولګاوه.
د طالبانو د مشر دغې پرېکړې په ملي او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.
په دې لړ کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا ډول بندیزونه او محدودیتونه به د افغانستان پر روغتیايي سیستم اوږدمهاله ناوړه اغېزې ولري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.