د افغانستان د تعلیمي نظام لپاره اصلاحي طرحه او د نجونو د تعلیم اړتیا او پراختیا
لومړۍ (۱) برخه
محمدآصف ننګ
د پوهنې وزارت پخوانی سرپرست او مسلکي مرستیال
پېلامه
له قدیمه یې علم ته د فضیلت په سترګه کتلې، هم په آسماني کتابونو کې او هم په بشري مکتبونو او انسانی ارزښتونو کې علم در ټولو غوره فضیلت دی، ګویا هر څوک چې علم حاصلوي هغه د فضیلت صاحب دی، فاضل دی او تر نورو غوره دی، همدا د توپیر حرص او شوق سبب شوی و چې خلک ډیر علم تر لاسه کړې او معنوي مرتبه ورخپله کړي.
خو په شلمې پېړۍ کې دغه تعریف بدل شو، بخصوص له کوم وخت چې ماشین ایجاد شو او صنعت د بشري پرمختګ او سوکالۍ اساس وبلل شو، په معاصر دور کې، بخصوص له صنعتي انقلاب وروسته تعلیم او تحصیل د معنوي مرتبې نه بلکې د مادي رتبې لپاره او د کار موندنې لپاره کارول کیږي او د تعلیم کسب د رزق د کمایې وسیله بلل کیږي.
د تجدد پدې حاضر عصر کې، بخصوص د مدرنې تکنولوژۍ له ظهور سره د مسلکي علومو او فنونو او کاري مهارتونو لپاره د تعلیم نظام او تحصیلي دورې بڼه لازیاته بدله شوه، دا وخت علمي منهجونه یا تعليمي نصابونه شدیداً د بدلون په حال دي نور نو د کلاسیکي نصابونو پر تابوت میخونه ټکوهل کیږي، هېوادونه درګرده لګیا دي خپل تعلیمي نصابونه د بازار له نیازمندیو او تقاضاو سره عیاروي، یعني د بازارموندنې قابل یې ګرځوي، د کار د بازار له غوښتنو سره د تعلیمي او تحصیلي نصاب عیارول یا د Markets driven curriculums کاریابه درسي نظام په توګه د تعلیمي مراحلو وېښل فوق العاده مطلوب دي، کنې په دې روانه استقرائي توګه د بې هدفه تعلیمي فراغتونو دوام به هسې په دواړو (تعلیمي او تحصیلي) دورو کې د وطن د بچو وخت ضایع کول او د دوی له ژوند او سرنوشت سره به ډیره ستره جفا وي.
پورته مقدمې ته په پام او د خپلو وظیفوي تجربو له مخې غواړم د افغانستان رهبرۍ ته د تعلیمي او تحصیلي نظام او نصاب یوه اصلاحي طرحه وړاندې کړم. البته ددغه طرحې د تفصیلاتو لپاره د ځانګړې تفصیلي مسودې او دکاري کمیټو اړتیا شته چې دلته یې بیان نشو راوړلی، دلته غواړم د معارف د رسمي سکتور پام او د څېړونکو اهتمام دغه طرحي او دا ډول مباحثو ته راواړوم.
کیدای شي دا ډول مباحث او طرحي په یوه مقاله کې کافي نه وي، ژمنه کوم چې د استقبال او اهتمام په صورت کې به یې ذیربطه جزيې اړخونه هم راوسپړم، خو دلته یې په کلي منولي بڼه په لاندې عناوینو کې وړاندې کوم:
د موجوده تعلیمي نظام معلوماتي لنډون
د پوهنې وزارت په وړاندې اساسي ستونزي
د افغانستان د موجوده تعلیمي او تحصیلي نظام ځایګی او مکانت
د تعلیمي نصاب په اړه د اصلاحاتو او بدلون طرحه
پر تخنیکي، مسلکي او حرفوي زده کړو ټېنګار
د تعلیم په جهاد کې د ټولنې او بنسټونو شریکول
د نجونو د تعلیم اړتیا او په اړوند څانګو کې یې پراختیا
(۱) د موجوده تعلیمي نظام معلوماتي لنډون
- د پوهنې وزرات اداري او تدریسي تشکیلات: په کال 1402 کې د پوهنې د نظام د ټولو کارکوونکو شمېر 298200 تنه کارکوونکي وو (د ټول هېواد د ملکي خدمتونو د کارکوونکو شمېر حدوداً 470 زره تر 490 زره پورې دی چې72% یې په معارف کې دي)، چې لدې جملې یې 241121 ښوونکي او تدریسې عمله او پاتې 57079تنه یې په مرکزي او ولایتي ریاستونو، 6 معینیتونو، د وزارت مرکز او 8 عمومي ریاستونو په چوکاټ کې اداري او خدماتي کارکوونکي وو.
- د معارف د ښوونځیو شمېر: په مجموع کې په افغانستان کې د خصوصي او رسمي ښوونځیو شمېر 18337 ده چې څه د پاسه 17 زره (17700) ښوونځۍ یې رسمي دي، چې 78٪ ښوونځي یې پکې اساسي دایمي او موقتي تعمیرات او ودانۍ لري او پاتي 22٪ یې ساختمان او ودانۍ نلري.
- د زده کوونکو شمېر: په معارف کې په کال 1402 کې 9 یا حدوداً یوولس میلیون ( 6.5 میلیون 68٪ نارینه او 4.5 اناثیه 32٪شاګردان) په زده کړو بوخت دي، دا یو امید ورکونکی رقم دی خو نسبت 1400 کال ته د معارف د زده کوونکو په شمېر کې حدوداً د دوه میلیون زیاتیدونکې فزوني شمېر کې کمښت راغلی دی. دلایل یې: (د 1.4 میلیون انجونو محرومیت، د شمولیت د کچې کمیدل، د مکتب پرېښودل، د بنیادي توسعوي خدماتو کمښت او د انکشافي پلان کمزوری تطبیق…)
- د ښوونکو مسلکي سویه: د پوهنې په نظام کې موجوده معلمین د تعلیمي سویې او مسلکي مهارتونو له لحاظ «جمله شوې»: (82000 یې لیسانس، 88000 یې 14م پاس، 33000 یې 12م پاس او 3000 تر 12م ټېټې زده کړې لري). د معارف د برحاله ښځینه ښوونکو شمېر شاوخوا 90 زرو ته رسیږي.
- تشکیلاتي پراختیا: د اسلامي امارت لخوا په کال 1401 او 1402 کې د معارف وزارت د اسلامي تعلیماتو د تشکیلاتو لپاره د 100 زره (یولک) بستونو منظوري ترسره شوه، چې لدې سره تشکیلاتي سقف 398200 لوړ شوی…
- اوس وخت د معارف د عالي شرعي دارالعلومونو شمېر 115 او د دیني مدرسو شمېر څه کم شل زرو ته رسیږي.
- خاص تعلیمات: د کوچیانو لپاره 123بابه مکتبونه او 160 باب محلي سیار صنفونه فعالیت کوي چې شاوخوا 40 زره زده کوونکي لري.
- زده کړو ته لاسرسی: تر کال 1402 پورې د معارف په نظام کې د هلکان او انجونو د شمولیت میزان (63٪ ذکور 37٪ اناث) پاتې شوی، چې د اناثو دغه میزان د طالبانو تر راتګ وروسته ممکن 32٪ ته تنزیل شوی وی!
(د پورته ارقامو منبع د پوهنې وزارت رسمي پاڼه او د اړوند نړیوالو همکارانو منابع)
(۲) د پوهنې وزارت په وړاندې اساسي ستونزي
- پخپله د وزارت په کچه محتوایې ستونزه: د پوهنې وزارت د بشري منابعو د روزني سکتور دی چې کاملاً باید یو تدریسي وزارت وي، خو لاهم دغه وزارت په بشپړه توګه تدریسي شوی ندی، بلکې د مجاني تعلیمي خدماتو په مقصد په پراخه کچه اداري ماموریتونه ترسره کوي، د کتابونو چاپول، د کتابونو وېښ، ساتنه، ګدامداري، تحویل خانې او…
- د صلاحیتونو شدیداً مرکزيتوب د چارو د تاخیر او بروکراسۍ سبب شوې، ډیر عام او ساده چاري د لومړۍ درجې تر رهبرۍ ارجاع کیږي چې قطعاً لزوم نلري، باید صلاحیتونه او مسوولیتونه غیر مرکزي شي، د مرکزي نظارت او جوابدهۍ په رعایت سره دې د معارف د نظام وظیفوي او اکاډمیک استقلالیتونه زیات شي، هر ښوونځۍ باید د خپلو مربوطه چارو په بهبود کې اتانومیست (ډیرواک) شي.
- تعلیم ته نه لاسرسی: د مکتب د عمر (6 کلنې)6 میلیون ماشومان لاهم زده کړو ته لاسرسی نلري، خو هر کال ښوونځیو ته شاوخوا 1.3 میلیون زده کوونکي راجلبیږي.
- د نجونو د تعلیم بندش او محرومیت: د اسلامي امارت لخوا له زده کړو د انجونو محرومیدل (په متوسطه، ثانوي او عالي زده کړو کې) شدیداً د ټول هېواد او کورنیو د مایوسۍ سبب شوې چې پر تعلیمي کاروبار او سویې یې بده اغیزه کړې ده، شاوخوا 2 میلیون انجوني له زده کړو او تحصیل او ښوونیزو برنامو او کاري فعالیتونو محرومې شوې دي، دا زیانباره تسلسل باعث شوی چې آینده ته امیدواري او پر زده کړو مسلکي او وظیفوي اتکا خپل تر ټولو ښکته کچې ته راکوزه شي…
- که له زده کړو د انجونو محرومیت دوام وکړې نو لکه اوس چې په څه د پاسه 23 ولایتونو کې د ښځېنه ښوونکو کمښت یوه جدي ستونزه ده، ممکن دغه تشه او ستونزه په راتلونکو کلونو کې لاپراخه او مضاعفه شي چې جبران به یې کلونه کلونه بلکې لسیزي وخت ونیسي.
- د زده کړې په بهیر کې د کورنیو ونډه: د کورنیو او ښوونځیو تر مینځ اړیکي کمې دي، له شاګردانو سره د والدینو او کورنۍ د سهمګیرۍ کچه نهایت ټېټه ده، د ټولنې او ماحول نقش په تربیتي لحاظ ډېره کمه بلکې منفي هم تمامه شوې، د درسي کتابونو کمښت، د واحد او منظم یونیفورم نه شتون، د تعليمي مشوقاتو ستونزه، د تعلیمي او تربیتي څارنې او نظارت کچه نهایت ضعیفه ده چې له امله یې ښوونیز چاپېریال او کاروبار په مجموع کې نزولي او منفي سیر طی کوي.
غیر فعال مکاتب: په تیرو شلو کلونو کې د جګړو او ناامنیو په سبب څه د پاسه 1200 ښوونځي بند وو، خاصتاً د انجونو ښوونځي چې په اوسنیو شرایطو کې یې دوباره پرانیستل او فعاله کول بودجوي، کدري او ظرفیتي ستونزې لري. د همدې بندو او غیر فعال مکتبونو په سبب څه د پاسه 300زره هلکان او انجوني له تعلیم محروم پاتې شوې وو.
د ښځینه تعلیم په وړاندې ګواښونه او مشکلات: په تیرو شلو کلونو کې په څه د پاسه 200 ولسوالیو کې (له 416 ولسوالیو او اداري واحدونو) ښځینه ښوونکي نه وې، په څه د پاسه 230 ولسوالیو او اداري واحدونو کې انجونو له شپژم پورته ټولګیو ته(د ناامنۍ، اقتصادي ضعف، د معارف د خدماتو او بودجې د کمبود، د اناثیه معلمینو د کمښت او کلتوري عواملو په سبب) لاسرسی نه درلود، چې دغه کمښتونه لازیات پراخ شوې دي.
بیخ بنایې کمښت: د معارف د څه کم 18 زره ښوونځیو له جملې 72٪ یې معیاري لابراتوارونه، کتابتونونه او کمپیوتر لابونه نلري، چې د ساینسي مضامینو پر زده کړو یې منفي اغېز غورځولی، هکذا د لابرانت ښوونکو 90٪ تشکیلاتي کمښت پر تعليمي کیفیت لازیات منفي اثر لري،
- ښوونیز نوسان: د ښوونکو او وادنیو د کمښت په دلیل او په تیرو څو کلونو کې په دهاتي سیمو کې د ناامنۍ په سبب چې پر ښارونو د کورنیو بې ځایتوب فشار يې مضاعف کړی و، مثلاً د ښوونځیو تدریسي شیفتونه دوه او په ځینو ښوونځیو کې درې شیفته درسونه تدریس کیدل چې له امله یې ښوونیز کیفیت ته شدید زیان رسیدلی دی، مثلاً هر شیفت تر 4 ساعتونو ډیر نه و، د 14 او 16 مضامینو لپاره 4 ساعتونه قطعاً کافي ندي. په ټولګۍ کې تر 40 زیاتو زده کوونکو شتون هم د ښوونکو لپاره مدیریت او تدریس ستونزمن کړی دی او ورسره ورسره یې تربیتي او ښوونیز مشکلات درلودلې دي… په معیاري توګه په صنف کې د زده کوونکو شمېر تر 15 باید زیات نه وی، کیدای شي دغه معیار په پوهنتوني ټولګیو کې متفاوت وي…
- د مسلکي ښوونکو کمښت: د پوهنې وزارت د معلمینو معیار یو بل اساسي مشکل دی چې پر پوهنیز کیفیت یې منفي اغیز غورځولی، شاوخوا 71٪ ښوونکي له ښوونیزو پیداکوژیک او میتودولوژیکو مهارتونو محروم دي، 38٪ ښوونکي د معیاري معلم ستندردونه (د لیسانس دیپلوم+ د ښوونکو د روزني یا دارالمعلمین سند) نلري، د ماستري او دوکتورا په درجه ښوونکي لاهم په تدریسي تشکیل کې په نشت حساب دي، حتی د لیسانس دیپلوم چې د استادۍ لپاره عام معیار دی شمېر یې تر 50٪ ندی رسیدلی.
- کدري او تشکیلاتي ستونزي: د پوهنې وزارت د یوولس میلیون زده کوونکو د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره، د 70-80زره لابرانت استادانو، په زرګونو څارونکو یا نګران استادانو، د تکنولوژۍ او کمپیوتر کارکونکو، د محافظت او ساتنې پرسونل او داسې نورو کمبود تشکیلاتو ته اړتیا درلوده او لري یې چې متاسفانه په تیرو کلونو کې د بودجوي معاذیرو په علت استخدام نشول.
- بودجوي کمښت: د پوهنې وزارت د جمهوریت په شل کلن دوران کې هر کال د ملي بودجې 13–16٪ بودجه ترلاسه کړې چې د یونسکو له معیارونو سره باید 25٪ بودجه پوهنې ته اختصاص شوې وای، پدې معنا چې د پوهنې وزارت د هر زده کوونکي په سر په بودجوي سهم کې هر کال یواځي 62 ډالر (حدوداً 4000 افغانۍ) رسیږي دا د سیمې د هېوادونو په کچه تر ټولو کم بودجوي سهم دی چې یوه افغان زده کوونکي ته رسیږي او طبعاً تعلیمي سویه او کیفیت به ورسره همداسې ښکته پاته کیږي.
- په بل تعبیر د بودجوي کمښت په سبب معارف نشي کولی خپلې پراختیایې او جاري برنامې په معیاري توګه پر مخ یوسي، موجوده اختصاصي بودجه (چې معمولاً د ملي بودجې یواځي 14٪ یې معارف ته ځانګړې کیده/کیږي)، په دغه بودجې معارف کولی شي 6-7 میلیون زده کوونکو ته معیاري خدمات مهیا او وړاندې کړي، پداسې حال کې چې د معارف په نظام کې همدا مهال څه د پاسه 10 میلیون زده کوونکي موجود او په زده کړو بوخت دي چې کیفیتي ستونزې یې دوامداره کړې دي…
- د بودجوي کمښت په اساس د پوهنې وزارت کولی شي چې شاوخوا 400 زره جدید الشمول زده کوونکو ته خدمات مهیا کړې، مګر هر کال زده کړو ته د مراجعې لپاره څه د پاسه یو میلیون ماشومانو مراجعه کوله، د جمهوریت د اساسي قانون د 43-46مو مادو له مخې زده کړه د هر انسان حق، تر ثانوي دورې اجباري او مجاني دي، نو معارف وزارت مکلف و چې دغه مازاد شمېر اطفال هم قبول کړي، سره له دې چې بودجوي امکانات کم دي، ښوونکي کم دي، ښوونځي نشته، خدمات نشته…نو دغه کثرت او اضافي شمولیتونو پر تعلیمي کیفیت طبعاً منفي اغېز درلودلی.
- نړېوال مالي ملاتړ: په تیرو شلو کلونو کې معارف وزارت تر 26 ډېر نړیوال تمویلونکي (نهادونه او دولتونه) درلودل، خو په مجموعي توګه د دوی مرستې غالباً غیر اختیاري وي، هکذا د دغو مرسته کوونکو لخوا تر 11٪ کمه مرسته د ښوونځیو ساختماني او زیربنایی برخو ته وی چې په سبب یې د معیاري ښوونځیو تعمیرات د ټولو زده کوونکو لپاره جوړ نشول نو زده کړې په غیرمعیاري ماحول، خلاصي فضا او خیمو کې جریان موندلی، پدغسې ماحول کې موثره او فعاله زده کړې نشي ترسره کیدای.
- د ښوونیز چاپېریال ستونزه: تر کال 1400 پورې د معارف وزارت څه د پاسه 17 زره ښوونځي درلودل چې 56٪ یې ښوونځیو ودانۍ درلودلې خو 44٪ يې مناسب ساختمان او درسې خونې نه درلودلې، غالباً تدریسي چارې په خیمو، کرایې ځایونو او یا هم په خلاصې فضا کې ترسره کیږي چې واقعاً تعلیمي کیفیت یې په منفي توګه اغېزمن کړی.
- په تعلیمي بهیر کې د میډیا منفي ونډه: په راډوګانو او تلویزیونونو کې د ښوونیزو پروګرامونو نه شتون، په طلايي ساعتونو کې د جذابو، تفریحي، ډرامو او هغو پروګرامونو ځای پر ځای کول چې ماشومان او کورنۍ به یې شدیداً جذبولې دا هم باعث شوې وو چې ماشومان په زده کړو کې پسمانه او تنبل پاته شي، د رسنیو دغسې فعالیتونه کیدای شي تجارتي بڼه ولري مګر شخصاً زه پدې عقیده یم چې دا کار په سیستماتیکه او هدفمنه توګه ترسره شوی دی…! بل طرف په تیرو شلو کلونو کې په تعلیمي بهیر کې د مطبوعاتو ونډه او همکاري د تقدیر او ستاینې وړ نده، ځکه چې د سالمې روزنې او فکري او تعلیمي ښوونې لپاره ممد پروګرامونه پکې بیخي کم وو.
- مجموعي ستونزي: د مسلکي کدرونو د کمښت ستونزه، د معیاري لابراتورانو ستونزه، د ښوونیز نظارت او څارنې ستونزه، د تربیتي او ذهني او فکري رغونې ستونزه، د محرومو سیمو د زده کوونکو لپاره د لیلیو ښونځیو ستونزه، د انجونو د تعلیم په برخه کې ځېنې کلتوري او کورنۍ ستونزې، لکه په کم عمر کې ودیدل او…، د بودجې او تشکیلاتو د جدي کمښت ستونزې، د درسي او تدریسي کتابونو د کمښت ستونزه، د منظم لباس د نه شتون ستونزه، د کوچیانو او بیرته راستنیدونکو لپاره د تعلیمي خدماتو کمښت او ګڼې نورې ستونزې لکه د خیالي ښوونځیو، خیالي شاګردانو او خیالي ښوونکو مسئله چې قطعاً یو مبالغه آمیزه پروپاګند او د سپیناوي او تشریح وړ موضوعات دي؟؟ دا او دېته ورته ګڼې ستونزي شته چې باید ورته رسېدنه وشي….
(۳) د افغانستان د موجوده تعلیمي او تحصیلي نظام ځایګی او مکانت
د افغانستان اوسنی تعلیمي او تحصیلي نظام د ماهیت او کیفیت له پلوه په تقلیدي، عنعنوي او روایتي توګه جریان موندلی، د وخت او شرایطو له بدلون سره پکې لازم نوښت او ابتکاري تحول ندی راغلی، دا نظام د اتلسمي او نولسمې پېړۍ په سبک په استقرائي توګه تر نن پورې را روان دی، په دیني مدارسو او دارالعلومونو کې موجوده نصاب او کاریکولم آن د ولسمې پېړۍ په سبک جریان لري چې د اوس وخت نیازمندیو ته ځوابده نده، دلته غالب تمرکز پر فنونو او د عربي او فارسي ژبي پر صرف او نحوی او قواعدو راڅرخي، تر دې دمه اسلامي تعلیماتو ته په فکري لحاظ مشخصه هدفمنده مقاصد ندې ترتیب شوې او نه هم د کارموندنې شرایطو ته، پرته له «امامت او دعوت» چندان مساعد کاریکولم نلري.
عموماً د تعلیمي او تحصیلي نصابونو په هکله ډیر کم تحقیقات او څېړنې ترسره شوې، پدې معنا چې د کار د مارکیټ له نیازمندیو او د دغه پېړۍ له فکري او ذهني شرایطو سره څنګه چې ایجاب کوي عیار کړی شي، په معارف او هم په تحصیلاتو کې د زده کړو روشونه هماغه یو اړخیزه استقرائي تدریس Inductive teaching (استاد محوره) پاتي شوې د معاصره تدریسي روشونو او میتودونو له مخې تعلیمي او تحصیلي نظامونه د فعاله ښوونې او فعاله زده کړې Active learning یا (شاګرد محورۍ) پر بنسټ په دوه اړخیزه توګه باید عیار شي، بخصوص په لوړو تحصیلاتو او مسلکي او تخنیکي زده کړو کې، پدې هکله د پوهنې وزارت علمي شورا چندان ثمربخشه نقش او مدونه هدفمنده نسخه نشوای ترتیب کړای. که څه هم د جمهوریت په اساسي قانون کې (په 43، 44، 45، 46 او همدارنګه په 17مو مادو کې) پر هدفمند نصاب «داسلامیت، افغانیت او ملي فرهنګ پر بنسټ» د ښوونې او روزنې په هکله ټېنګار شوی تر څو په ټولو اړوند نصابونو او د درسي کتابونو په منځپانګو او مندرجاتو کې مراعت شي. خو د تدریسي روشونو او میتودونو په هکله پخپله د معارف رهبرۍ او علمي شورا کولی شي روانه عنعنوي تدریسي بڼه و هغه فعاله روشونو ته واړوي.
موجوده کاریکولمونه د محتوا او مسلکیتوب له اړخه په دواړو، تعليمي او تحصیلي سکتور کې د بیا کتنې، تجدید او انکشاف وړ دي، کریکولم او سیلابسونه له درسي پلان او د درسي ساعتونو له ټاکلې زماني جدولونو او تطبیقي زمانبندیو سره چندان انطباق نلري، پدې معنا چې درسي ساعتونه کم او د کتابونو او لیکچرونو حجم زیات دی ځکه خو په یوه تعلیمي کال او تحصیلي سمستر کې د کتابونو او مضامینو مندرج درسي مواد او مفردات او په مجموع کې تعلیمي پلان کما حقه نه تطبیق کیږي.
بلخوا پدغه تعلیمي او تحصیلي نصاب کې د اضافي مضامینو او اضافي کتابونو تعداد دومره زیات دي چې په سبب یې اصلي رشتوي او مسلکي مضامینو ته (رشتوي تمرکز ته) زیان رسیدلی.
په تعلیمي نصاب کې د مضامینو شمېر له (له اول تر دوولسم ټولګي پورې) ډیر زیات دی، مثلاً په لسم، یوولسم او دولسم ټولګې کې 17 مضامین، په یوولسم کې 17 او په 12 کې 18 مضامین، له فرعي مضامینو سره، شامل دي، په داسې حال کې چې تر نهم ټولګې وروسته باید د مضامین شمیر راکم او نهایتاً باید تخصصي او متمرکزه شي، چې وروسته پرې بحث کوم.
په معارف وزارت کې درې ځلې اصلاحي یا ستراتیژیک پلانونه تطبیق شوې (له 1383، تر 1387 بیا دویم پړاو له 1388 تر 1393 او دریم پړاو له 1394 تر 1398 پورې) پدې اصلاحي ستراتیژیکو پلانونو کې د شاګرد محورۍ طرحه، د استادانو ریفورم، د رتب او معاشاتو ریفورم، د تعلیمي نصاب د انکشاف او مسلکي اصلاحات یې، د مامورینو د تنظیم او بهبود پلان، د مسلکي کیدو او د تشکیلاتي تورم د کمیدو طرحه او هکذا د تعلیمي ماحول سمون او ذهني او تربیتي رغونه پکې شامله وه چې در یو حده یې مثبتې لاستې راوړنې درلودلې خو د اصلاحاتو لړۍ تکمیله شوې نده.
په کال 1391 کې د جمهور رئیس حامد کرزی په حکم او د پوهنې، لوړو زده کړو او کار او ټولیزو چارو وزارتونو په ګډ ابتکار «د تعلیمي او تحصیلي نظامونو د اصلاحاتو د فراخوان» تر عنوان لاندې درې ورځنې علمي کنفرانس راوبلل شو چې د پوهنې وزارت په استازیتوب مې پکې د خپل وزارت طرحه ترتیب او وړاندې کړه چې یوه برخه وړاندیزونه یې د همدې لیکنې په لړ کې مندرج دي.
د پوهنې وزارت د ملي او نړېوالو ژمنو له مخې، بخصوص د MDG (د زریزي د پراختیایې هدفونو) او یونسکو له معیارونو سره سم مکلف و چې خپل پوهنیز نصابونه له سیاسي اجندا فارغ او اړوند کاریکولمونه د نړیوالو علمي معیارونو، د هېواد د اساسي قانون له سپارښتنو او ګډو انساني ارزښتونو سره سم داسې عیار کړې چې د زده کړو تکاملي، تکمیلي او مسلکي پړاوونه پکې پرته له تبعیض رعایت او کدري روزنه پکې تر تخصصي مراحلو حاصله کړای شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.