ګرانو لوستونکو! انسان یو ټولنیز موجود دی او ټولنیزو اړیکو ته اړتیا لري. الله پاک خپلو بندهګانو ته د ډېرو ستر نعمتونو ترڅنګ فکر، شعور، ټاکنې او د انتخاب وړتیا هم ورکړې ده. که موږ مثبت فکر او مثبته ټاکنه وکړو، ښایي پایلې مو هم مثبتې وي. همدارنګه، د مثبتو افکارو په خپلولو سره کولای شو ټولنیزې اړیکې پیاوړې کړو او له هغو کسانو سره ناسته ولاړه وکړو چې مثبت فکر لري.
په هره ټولنه کې منفي افکار کولی شي د هغې ټولنې مثبتې کړنې له منځه یوسي. لکه څنګه چې هر قوم خپل برخلیک په خپله ټاکي، زموږ د هېواد تېر ناورین، تاوتریخوالی، کورنۍ جګړې، وژنې، تښتونې او وحشتونه هم د منفي افکارو نتیجه وه او ژوندي مثال دى.
د منفي افکارو اغېزې
منفي افکار او نظریات د یوه سازمان، دفتر او ادارې پر کاري چاپېریال ناوړه اغېز کوي او د انسان په ټولنیز شخصیت هم ژور تاثیر کوي.
د افکارو اغېز په ادارو کې د پرسونل پر روحیه او ژمنتیا ډېر ښکاره دی، چې په پایله کې د کار کولو لپاره ژمنتیا او تعهد له منځه وړي. هغه چارواکي او مسئولین چې د خپلې ادارې په اړه شکایت کوي او پر بریالیتوب یې باور نه لري، د ادارې د کارکوونکو روحیه کمزورې کوي او په پای کې د شرکت یا ادارې د ناکامۍ سبب ګرځي.
د مثبتو او منفي افکارو توپیرونه
منفي افکار:
دا کار مې هیڅکله نه دی کړی.
دا کار ډېر ستونزمن دی.
زه دا کار نه شم کولای.
امکان نه لري چې په دې کار کې بریالی شم.
مثبت افکار:
دا یوه ښه موقع ده چې یو څه نوي زده کړم.
باید هڅه وکړم تر څو د ستونزې حل پیدا کړم.
کولای شم بیا ځلې هڅه وکړم.
حداقل به یې هڅه وکړم چې ترسره یې کړم.
د مثبتو افکارو ځانګړنې
1. د اوسني حالت او شتو نعمتونو څخه راضي وي.
2. منطقي او رغنده نظریات وړاندې کوي او د غلطو نظریاتو د رد لپاره دلیل لري.
3. په خبرو کې له مثبتو او هیلهبښو عباراتو ګټه اخلي.
4. تل هڅه کوي چې بریاو ته ورسیږي او خپلې تېروتنې مني.
5. د هر عمل یا خبرې کولو مخکې ښه فکر کوي.
6. خپل افکار په اسانه کنټرولوي.
7. د هرې موضوع مثبت اړخونه بیانوي
8. ستونزې ناچیزه ګڼي او د حل لپاره هڅه کوي.
9. تل خوشحاله، تازه او با انرژي وي.
د منفي افکارو ځانګړنې
1. له خپل حالت څخه تل شکایت کوي او راتلونکې ته بدبینه وي.
2. د نورو نظریاتو سره د منطقي دلیل پرته مخالفت کوي.
3. په خبرو کې له منفي کلمو او عباراتو کار اخلي.
4. د عمل او فکر ترمنځ نظم نه لري.
5. د موضوع منفي اړخونه بیانوي او مثبت اړخونو ته نه ګوري.
6. تل بد خویه او احساساتي ښکاري.
7. له ژوند څخه خوند نه اخلي او په ځان باور نه لري.
د مثبتو افکارو خپلولو لارې
هره ورځ د مثبتو افکارو لپاره تمرین وکړئ.
که منفي افکار لرئ، د مثبت لوري پر لوري تمایل پیدا کړئ.
مثبتې کړنې ترسره کړئ او مثبت فکر وکړئ.
ځان په مثبتو افکارو سمبال کړئ او نورو ته هم دا نظر وړاندې کړئ.
د خپلې ماضي پر ځای د راتلونکي په اړه فکر وکړئ.
په خپل چاپېریال کې د مثبت ذهنیت یوه نمونه واوسئ.
د نورو بریاوو او پرمختګونو ته خوشحاله شئ.
هره ستونزه له مثبت اړخه وګورئ.
پایله
د مثبتو افکارو خپلول موږ ته ځواک او انرژي راکوي، زموږ ټولنیز ژوند ښه کوي، ستونزې کموي او زموږ هېواد پرمختګ ته رسوي. راځئ چې په خپلو ځانو کې مثبت بدلونونه راولو، خپلې ټولنې ته خوشبختي او سوکالي راوړو، او خپلې راتلونکې روښانه کړو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.