لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۲۹۹مه برخه

آصف بهاند

139

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۹۹مه برخه

زړه مې په لرې وطن پروت دی

په زنځیرونو یې راکاږم نه راځینه

 

مرگ دې بېخي راته اسان دی

ته به ولاړ یې زه به بل ته وخاندمه

 

روپۍ به خپل لالا ته راوړې

د بېلتانه پر اور دې زه نیولې یمه

 

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ برابرې شوې دي:

نه مې هېرېـږې د زړه سره

که د اسمان تر ستورو ډیر تیر شي کلونه

 

څوک مې ابۍ دادا خبر کړئ

خوشحاله نه یم، له ناکامه ناسته یمه

 

په عذابو مې پیرزو نه یې

گور ته قران وړم امانت دې ورکومه

 

روپۍ به خپل لالا ته راوړې

د بېلتانه په اور دې زه نیولې یمه

 

زړه مې په لرې وطن پروت دی

په زنځیرونو یې راکاږم نه راځینه

 

خیر به په خپل کلي راټول کړم

ستا په کوڅه کې به یې سپو ته واچومه

 

مرگ دې بېخي راته اسان دی

ته به ولاړ یې زه به بل ته وخاندمه

 

پهٔ ځان دې داسې چارې وکړې

څهٔ دې ونه کړل، ځان دې داسې کهٔ مینه

 

زۀ درنه بل وطن ته راغلم

اوس بۀ د قبر جنډه څوک در بدلوینه

 

د کلي جامې ته بۀ ووځم

چې میرنیو وروڼو لرې خرڅه کړمه

 

همزولو تل کړئ بنډارونه

په نري گور کې نه دریا شته نه ډولونه

 

روپۍ به خپل لالا ته راوړې

د بېلتانه پر اور دې زه نیولې یمه

 

مسافري ده، جواري ده

نه به زما شې نه به راوړې دولتونه

 

ترلې! تربور دې مېـړه مه شه

خوښه ناخوښه به دې ضد حسابوینه

 

تر لیوني ورور دې ځاریـږه

تا د تربور خبرې څه لیدلي دینه

 

وروڼه خواږه وي نه بېلېـږي

کچه ورېندارې خواږه وروڼه بېلوینه

 

دُنیا د سود په لور کږه شوه

اشنا د یار کوڅه پرېـږدي په بله ځینه

 

ملنگه سوې ټپـې وکړه

د یار یادونه په لښکر راغلي دینه

 

اشنا د لارې نه هېرېـږي

زه به د عُمر لالی څنگه هېرومه

 

چې مې له سختې یار خبریـږي

په ما به درد د زړگي څه، څه کړي وینه

 

وطنه وران رامعلومېـږې

نه د یار غږ شته، نه یې بوی راله راځینه

د نجونو د ښونځیو د نه پرانستلو ترڅنگ، نوي وژونکي بندیزونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.