ایا د قهوې څښل مو خوښ دي؟ هره ورځ څو ګیلاسه قهوه څښی؟ او ایا د قهوې په ګټو پوهیږی؟ که یې په ګټو نه پوهیږئ او غواړئ پوه شې نو دغه لیکنه راسره ولولئ.
په پرتګال کې د یو کلینیک څېړنو ښودلې، چې که هره ورځ قهوه وڅښل شي، نو دا عادت د اوږد او سالم ژوند لپاره خورا ښه ده.
د کویمبرا پوهنتون څېړنو موندلې، چې د قهوې منظم مصرف کولی شي په اوسط عمر کې ۱،۸ سلنه کاله اضافه کړي.
په دې څېړنه کې د تېرو ۵۰ څېړنیزو راپورونو معلومات معاینه شوي چې د خلکو په روغتیا باندې د قهوې څښلو اغېزې یې لیدلي دي.
د څېړنو له مخې، هره ورځ د قهوې څښل د انسان عمر زیاتوي او د ګڼو ناروغیو خطر کموي.
دغې څېړنې موندلې، چې د قهوې څښل د زړه او سږو ناروغۍ، فلج، د سرطان ځینې ډولونه، د شکرۍ ناروغۍ، د حافظې اختلال او ډیپرېشن خطر کموي.
همدا راز، دغه ګرم څښاک د عضلاتو معافیتي روغتیا لپاره هم ګټور دی.
څېړونکو ویلي، چې په اوسني عصر کې په مختلفو هېوادونو کې د زړو خلکو شمېر په چټکۍ سره مخ په ډېرېدو دی، نو اړینه ده چې د هغو غذایي عادتونو په اړه پوه شو چې کولی شي د اوږد او سالم ژوند سره مرسته وکړي.
څېړونکو ویلي، چې څېړنې ټول شته شواهد وڅېړل ترڅو د دې ګرم څښاک اغېزې پر انساني عمر او عمر پورې اړوند ناروغیو باندې پوه شي.
دوی زیاته کړه: «موږ وموندله چې د قهوې څښلو او د سالم اوږد ژوند ترمنځ اړیکه موجوده ده.»
دوی زیاته کړې، چې په قهوه کې د پولي فینولز په نوم د انټي اکسیډنټ او التهاب ضد نباتي مرکباتو له امله دي، چې د اکسیډیټ فشار کنټرولوي.
د څېړونکو په وینا، هره ورځ له ۳ څخه تر ۵ پیالو قهوه څښل د انسان پر روغتیا مثبت اغېز لري.
که چېرې قهوه په منظم ډول وڅښل شي، نو د روغتیا لپاره ګټه لري، که تاسو یې کله نا کله وڅښئ نو ډېره ګټه نه لري.
څېړونکي وایي، چې دغه څېړنه په ځینو برخو کې محدوده ده او لا هم په دې اړه څېړنې روانې دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.