امریکايی شتمن اېلن ماسک د تاریخ لومړی کس شو چې شتمني یې، ۴۴۰ میلیارډ ډالرو ته ورسېده.
ډېلې مېل ورځپاڼې د بلومبورک له قوله راپور ورکړی چې د نوموړي شتمني د مایکروسافټ شرکت له بنسټاېښودونکي بېل ګېټس او امازون بنسټګر جېف بېزوس څخه خورا زیاته شوې.
د ډېلې مېل په وینا، د امریکا په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له بریالیتوب وروسته د ماسک بخت غوړېدلی دی. اېلن ماسک د ټاکنو پرمهال د ټرمپ له سختو ملاتړ او تمویلونکو څخه و او تمه ده چې د ټرمپ د واکمنۍ پرمهال به ډېر نفوذ ولري.
له ټاکنو وروسته د ماسک اړوند ټسلا موټرو جوړولو شرکت خرڅلاو ۶۵سلنه لوړ شوی دی.
۵۳کلن اېلن ماسک تمه لري چې د ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو او د ولسمشر په توګه د خپلې دندې له پیل سره به هممهاله د ده پر شرکتونو د مالیې کچه کمه کړي.
د اېلن ماسک د شتمنۍ یوه لویه برخه د موټر جوړولو ټسلا شرکت ګټه جوړوي چې ارزښت یې، ۱۷۲ میلیارډ ډالرو ته رسېږي. اېلن ماسک همداراز د سپېس اېکس سپوږمکۍ اړوند خدمتونو څښتن هم دی چې ارزښت یې، ۳۵۰ میلیارډ ډالره ارزول شوی دی.
اېلن ماسک داسې مهال د نړۍ تر ټولو شتمن کس شمېرل کېږي چې دوه کاله وړاندې یې، شتمني ۱۳۷ میلیارډ ډالرو ته ښکته شوې وه.
هغه د ټسلا موټر جوړولو شرکت، سپېس اېکس، اېکس «ټوېټر» څښتن دی او د راپورونو له مخې، ځینو نورو برخو کې یې، هم پانګونه کړې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.