د کونړ سيند 

نظیفه دفتاڼۍ

668

یو وخت مې فکر کاوه، د سیند خواته تګ یا که په لامبو وهلو کې ماهره ونه اوسې، سیند انسان په خپلو څپو کې را نغاړي او له ځان سره یې وړي.
خو نه!
سیند ته یوازې کتل هم کولی شي انسان غرق کړي، د فکرونو په ژور ټال کې، د څپو په خوږ آرکستر کې، او د رنګونو په خوځنده نقاشۍ کې.

دومره ډېری اوبه ما یوازې په انځورونو کې لیدلې وې. پرته له دې چې د څپو نغمې مې غوږونه ډکې کړي، یا د سوړ شمال نرمې څپې مې پر مخ ولګېږي. پرته له دې چې لاس مې د اوبو په ژورو کې ډوب کړم، یو نیم کاڼی یې منځ ته وغورځوم، او د اوبو له زرینو او شفافو کړیو سره لوبی وکړم.

ګومان مې کاوه چې هره لپه اوبه یوه ژوندۍ کیسه لري، د خپل مزل، خپلو لیدنو، او خپلو رازونو په اړه. د هغو خلکو په اړه چې په لاره کې ول، د کورونو، ونو، او کاڼو په اړه چې اوبو د خپلو څپو په غېږ کې وړي دي. ځینو به ویل، “ما ډېر میلمه‌پاله خلک ولیدل، یا مې له دودونو او رواجونو سره تړلي پښتانه وموندل.”
ځینې اوبه به له صفتونو ډکې وې، خو ځينو به یې بیا د دردونو او ګیلو ټکورونه ورسره رواړي ول.

هرې څپې ته چې مې کتل، د ژوند تېرېدونکي شیبې مې په زړه کې انځور کيدلي. ژوند هم لکه څپې، یو ځل چې تېر شي، بیا کله هم نه راګرځي. د سیند څپې څنډو ته بې‌اختیاره کاڼي وي، لکه زموږ د ژوند خاطرې چې په بادونو کې ځای نیسې، ځینې نرمې، ځینې ګونګې، ځینې بیا ټپي کوونکې او نه هېرېدونکې.

پوه شوم چې سیند یوازې د اوبو یوه ټولګه نه ده. دا زموږ د ژوند یوه ژوره هنداره ده، د هرې شېبې یو داستان، د هرې خندا او ژړا یوه ټوټه.
سیند ته کتل، ماته یو لوی ځواک راوباښه چې زمزمه یې کوله: “مخته لاړه شه، سره له هرې ناکامۍ، هرې ستونزې، او هرې خنډنۍ چې ستا پر لاره پروت دی.”

ناڅاپه، له شا مې غږ راغی، په تود او ښکلي آواز یې وویل:
“شېرینو! نه ځو!؟”
ما له خیالونو مخ واړاوه، په موسکا مې ورته وویل: “درځه، سې ځو!”

کله چې پوخوالي ته ورسېږئ (نظیفه دفتاڼۍ)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.