یوه ایراني چارواکي ویلي چې له افغانستان سره په ختیځه پوله کې د ۳۵ کیلومټره دیوال جوړولو چارې بشپړې شوي دي.
ایران خپلې خاورې ته د افغان کډوالو د غیرقانوني ورتګ د مخنیوي لپاره له افغانستان سره په خپله ختیځه پوله کې د ۳۵ کیلومټره دیوال د جوړولو چارې بشپړې کړي دي.
د ایران د راډیو تلویزیون خبري اژانس د ایران په جنوب ختیځه سیمه کې د ځمکنیو ځواکونو د قرارګاه د قوماندان امیر غلامعلیان له قوله ویلي چې د ایران د جنوب ختیځې پولې له بندېدو وروسته د افغانانو تګ راتګ پنځوس سلنه کم شوی دی.
دغه ایراني چارواکي ویلي چې جوړ شوی دیوال یوازې فزیکې مانع نه بلکې په پرمختللۍ ټکنالوجۍ سمبال دیوال دی چې د پولې په اوږدو کې د خوندي تګ راتګ لپاره ټول تدابیر په کې پام کې نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې د پولو په اوږدو کې د دیوال د جوړولو چارې د رضوي خراسان، جنوبي خراسان او سیستان و بلو چستان په سیمو کې دوام لري چې تر راتلونکو ۳ کلونو به یې چارې بشړې شي.
ایران وايي د دغه اقدام موخه د امنیت ټینګښت او د انسان او وسلو د قاچاق مخنیوی دی، خو سیاسي او امنیتي کارپوهان وايي د ورته دیوالونو جوړول د حل لار نه ده.
امنیتي کارپوه احمد خان اندړ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل :
«د دیوال جوړول هېڅکله د قاچاق او ترهګرو مخه نه شي نیولای ځکه چې ترهګري یوه نړیواله پدیده ده چې ریښې یې په سیمه او نورو هېوادونو کې دي باید په دې برخه کې بله لار پیدا کړي دا یوه پلمه ده چې ایران یې په وروستیو کې کوي.»
د تېر جمهوري نظام پرمهال په ایران کې د افغانستان سفیرعبدالغفور لیوال وايي چې د جمهوریت پرمهال له ایران سره داسې هوکړه شوې وه چې که افغان کډوال له قانوني او یا غیر قانوني لارو ورغلي وي د اوسېدو اسناد به ورکوي خو وايي د جمهوریت له نسکورېدو وروسته دا پروسه له منځه ولاړه.
«د کډوالو وروستیو او تازه څپو ته په کتو که چیرته دوی ته د اوسېدو اسناد ورنه کړل شي فکر کوم چې د دیوالونو په جوړلو به یې کنټرول او مدیرت ونه شي، ښه به دا وي چې په دې برخه کې یوه هوکړه وشي او یا دا چې پخوانۍ هوکړه بیا پلي شي.»
افغانستان او ایران په ټوله کې څه باندې ۹۰۰ کیلومټره ګډه پوله لري.
ایران چارواکو د سږکال په ثور میاشت کې له افغانستان سره پرخپله ګډه پوله د دیوال جوړولو او د پولې د بندېدو خبر ورکړی و.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال مجید میر احمد د ۱۴۰۳ کال په لومړیو کې ویلي چې ایراني ځواکونو د پولو د بندولو لپاره تر راتلونکو پنځو کلونو درې میلیارده ډالر په پام کې نیولي دي.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.