ژوندون

نصيراحمد څپاند

138

ځینې وختونه ژوند نه تیریږي… بلکې موږ ژوند تېروو. موږ خاندي، ژاړو، غصه کوو، چوپتیا اختیاروو… صبر کوو، شکر باسو، خو په حقیقت کې زموږ روح له دې ټولو احساساتو څخه خالي وي. اصل کې روح یو ځای ویده شوې وي او دا احساسات یوازې د انسان تر بدن پورې محدود وي. د دې احساساتو روح ته رسول ډېر ګران وي، یا داسې ووایو چې د دې احساساتو روح ته د رسېدو سفر ډېر اوږد وي.
دا یوازې د یو کس سره نه وي، بلکې هر هغه انسان چې په دې نړۍ کې عقل او پوهه لري او خپل فکر لري، له دې حالت سره مخ دی. خو هر څوک فکر کوي چې دا کیفیت یوازې د ده لپاره دی… غمونه، دردونه، ستونزې، او د ژوند ټولې پیچلتیاوې یوازې زما پر اوږو بار دي. خو حقیقت له دې ډېر متفاوت دی.
ځینې خلک خپل غمونه او کړاوونه په داسې ډول په ځان کې رانغاړي چې هغوی ته خپله هم نه معلومېږي چې دا بې حسي، دا مسکاګانې، په اصل کې د احساساتو له روحه پرېکون دی. د دې احساساتو خپل روح ته رسولو لپاره د هیچا سره وخت نشته. یا داسې ویلای شو چې له خپلو غمونو څخه د تېښتې یوازینی لاره دا ده چې انسان خپله روح بیدار نه کړي… په دې زمانه کې د روح بیداري ښايي یوازې د مرګ وروسته ممکنه وي، ځکه چې سفر ډېر اوږد دی او وخت ډېر کم!
نصيراحمد څپاند

!راځئ چې د منفي افکارو پر ځای مثبت افکار خپل کړو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.