!حُسن‌پرسته

عبدالوافي نایبزی

133

حُسن‌پرسته!

موږ فرق لرو،
زموږ څخه ځینې زر، او
ځینې بیا ناوخته دې نړۍ ته راځو؛
ځینو خو له اویا کالنۍ واوړو او هېڅ تولد نه‌شو!

ته به یې باور نه‌کړې خو که هغه ورځ، هغه ټولگی،
ستا شوخي او په ټولگي کې شعرجنگي نه‌وه، نو زه
هم ښایي اوس هېڅ نه‌وای زېږېدلې، لا به لکه د ډېرو
انسانانو ړنده گرځېدلم!

پوهېږم،
زما دا «خبرې او یادونه» ښایي تاته اوس جالب نه‌اوسي،
مگر انسان تل په یادونو او خاطرو ژوندی وي،
بې‌خاطرو انسان د «مړي» په‌څېر بې‌حسه وي…

په زړه مې تور ښامار اړم دی
د خوشالۍ وینې ترې څښي د غم پرېدینه!

*********

ورته مې ولیکل؛

سلام، ښایستوکې!

ما درته په‌خوا هم ویلي‌وو چې
له انسانانو باید «بُتان» جوړ نه‌کړو،
انسان باید د انسان په‌څېر خپل کار ته پرېښودل شي،
که چېرې ترې د خپل خوښې بتان جوړ کړو،
نو بیا زموږ پر خوښه خدایي له هغوی نه‌کېږي
او بالاخره موږ لکه یو وحشي بت‌پرست،
چې د خپل لاس جوړ معبود له خدایي منکر شي…

ښایي ما و تا د خپلې مینې
هم‌داسې «وحشي بُت‌پرستان» وو،
چې د یو بل په اړه لیدلو خوبونو ته هېڅ ونه‌رسېدو 🍂

نه‌پوهېږم،
خو د زړه ځمکه مې
له تا پرته هغه داغستان ته ورته ده،
چې هېڅ‌کله به پرې د بل چا د مینې بل کَر ونه‌شي.

یوه یوه خبره دې بیا بیا لولم،
خیال کې دې انځوروم،
لکه دلته چې راته ولاړه یې؛

کله کله ناڅاپي اُف وکړم،
پوه شم چې د بشر تر ټولو
وحشي اختراع «خبرې» دي؛
هغه خبرې چې د یو چا د «نه‌شتون»
وروسته مو یې اورېدل موږ هره شېبه ړنگوي…

ځواب درکړم؟ مجبور ووایم چې ښه یم
د ژړا تر حده هره ورځ خفه یم!

لکه ډم هنر بدنام پر ژوندانه یم
د ژړا تر حده هره ورځ خفه یم!

چټل‌نویس‌لیکونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.